د افغانستان د اقتصاد وزارت د هېواد په کچه د زریزې (میلینم) پرمختیايي موخو ته د رسېدو د ارزونې په کلني رپوټ کې پوهنې وزارت په لومړي مقام کې را وستی دی. دغه رپوټ تر ۲۰۱۳ کال د زریزې د پرمختیايي موخو په لاسته را وړلو کې بریالۍ ادارې په ګوته کړي دي.
د پوهنې وزارت اړوند دغه موخې ټولو ماشومانو ته د لیک لوست د اسانتیاوو برا برول، د ښوونځي په عمر برابر د ټولو ماشومانو لخوا د لومړنیو ښوونځیو بشپړول او د ښوونې او روزنې په هره برخه کې د جنسیتي توپیر له منځه وړل دي، چې د پوهنې وزارت خپلو ټاکل شويو اهدافو ته ۷ کاله مخکې په ور رسېدو دی. د اقتصاد وزارت د زریزې پرمختیايي موخو ته د پوهنې وزارت رسېدل خورا سترګام او ویاړ وباله چې د منظمو پلانونو پر مټ تر لاسه شویدي.
د ښوونې او روزنې په برخه کې تر ټولو چټکه وده په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کونکو د داخلیدو یا شمولیت کچه ده. د زریزې د پرمختیايي موخو د ارزونې په دغه رپوټ کې ښوول شوې، چې د پوهنې وزارت په ۲۰۱۳ کال کې هغه هدف ته نژدې شوی، چې د ۲۰۱۵ کال لپاره ورته ټاکل شوی وو. د ۲۰۱۵ کال لپاره پلان دادی، چې ۸۲ په سلو کې د ښوونځي په عمر برابر ماشومان لومړنیو ښوونځیو کې داخل شي، په داسې حال کې چې ان تیر کال په لومړي ټولګي کې د داخلیدونکو ماشومانو کچه ۷۷ په سلو ته رسیدلې وه، چې د وزارت لپاره ټاکل شوی هدف ۷۴په سلو کې وو. رپوټ دارنګه ښيي، چې له لومړي تر شپږم ټولګي یا د لومړنیو زده کړو د بشپړولو په برخه کې هم پوهنې وزارت د ۲۰۲۰ کال ټاکل شوې موخې ته تر وخت وړاندې رسیدونکی دی. په دغه برخه کې د ۲۰۲۰ کال لپاره ټاکل شوی هدف ۸۰ ٪ دی، چې پوهنې وزارت به تر دې نېټې دمخه ور ته ورسېږي.
پر دې ټولو سر بېره د زریزې پرمختیايي موخو ته د رسېدو رپوټ ښيي، چې د سواد د کچې د لوړیدو په برخه کې پوهنې وزارت لا دمخه د ۲۰۱۵ کال لپاره ۵۰ په سلو کې ټاکل شوې موخې ته رسیدلی، چې دا هم ستر پرمختګ دی.
د زریزې پرمختیايي موخو ته د رسیدو د ارزونې رپوټ د منځنیو زده کړو په برخه کې هم چټک پرمختګ ته اشاره کوي.
خو لاهم د نجونو او هلکانو ترمنځ د منځنیو زده کړو د تر سره کولو په برخه کې واټن شته او په رپوټ کې د پوهنې وزارت پلانونو ته په کتو سره ددغه واټن له منځه وړل ډېر ستونزمن نه دي بللي. همدا اوس د افغانستان د ټولو لس نیم میلیون زده کونکو ۴۲ په سلو کې نجونې دي، چې یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
په دغه رپوټ کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ بېلا بېل اړخونه تحلیل شویدي او هغه ټولې لاسته راوړنې خورا مهمې بلل شوي، چې تر دې مهاله پوهنې وزارت تر لاسه کړیدي.
په افغانستان کې د پوهنې د پراختیا او پرمختیا مسله د افغان حکومت یوه داسې لویه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې تل نړیوالې ټولنې پرې خوښي څرګنده کړې او افغانانو ته دغې پرمختیا هیله ور بښلې ده.
دامهال په افغانستان کې شاوخوا لس نیم میلیونه زده کونکي چې ۴۲ په سلو کې یې نجونې دي، د هېواد په څه باندې ۱۶ زره ښوونځیو کې زده کړې کوي، چې لس کاله دمخه دا شمېره ایله څه باندې یو میلیون وه.
افغانستان د طالبانو له ماتې وروسته د زریزې پرمختیايي موخو ته د رسېدو پلان په رسمي ډول ومانه او د ښوونې او روزنې په ګډون یې په هره برخه کې ځانته موخې وټاکلې، چې تردې مهاله نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ په کچه پوهنې وزارت د یادو اهدافو د لاسته را وړلو په برخه کې تر ټولو بریالی بلل شوی.
د زریزې د پرمختیايي موخو د ټاکنې هدف دادی، چې په بې وزلو هېوادونو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز وضیعت په ښه کولو سره پرمختیا رامنځ ته کړي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت هر کال په منظم ډول د ټول هېواد په کچه د ژوند د بېلا بېلو اړخونو په اړه د زریزې پرمختیايي موخو ته رسېدل ارزوي او بشپړ تحلیلي رپوټ پرې خپروي.
ددغه رپوټ د خپریدو په ناسته کې چې د کابینې ډېرو غړو برخه درلوده، د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ بیساری وباله او خوښي یې وښوده، چې افغانستان په دغه برخه کې له ټاکل شوي هدف مخکې روان دی.
هغه تمه وکړه، چې نورې برخې هم د پوهنې په څېر پرمختیا ته پام وکړي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست