۶ ثور ۱۳۹۴
د ماشوم نړیواله ورځ چې د اپرېل له ۲۳ مې نېټې سره سمون خوري نن د کابل ښار د رابعه بلخي په ښوونځي کې د پوهنې د پوهنې وزارت د مشرتابه، د یو شمېر کورنیو او بهرنیو مېلمنو او ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ولمانځل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل ښار د پوهنې رییس محمد سعید منصور د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې د ماشوم د نړیوالې ورځې په تړاو یې د کابل ښار د شاوخوا ۴۰۰ زره زده کوونکو ترمنځ د مقاله لیکلو، نقاشۍ او خطاطۍ سیالۍ جوړې کړي، چې د کابل ښار د باتجربه او مسلکي ښوونکو له لوري یې نظارت کېده. په دې سیالیو کې نجونو او هلکانو ګډون کړی وو، چې تر کره ارزونې وروسته لومړی، دویم او درېیم مقام زده کوونکي وټاکل شول.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو سرپرست معین او د ساینس مرکز رییس پوهندوی سید اصغر هاشمي غونډې ته وینا وکړه او د ماشوم نړیواله ورځ یې د هېواد ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول زده کوونکو ته مبارکي وویله او ددې غونډې له جوړونکو او د ښوونیز نظام له نړیوالو ملاتړو یې مننه وکړه، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې له معارف سره د پام وړ مرستې کړي دي.
ښاغلي حیدري زیاته کړه، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې له شویو پرمختګونو سره سره یو شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي او وزارت به هڅه وکړي، چې د یو منظم پلان پر بنسټ له زده کړو لرې پاتې ټولو ماشومانو ته د لیک لوست اسانتیاوې برابرې کړي.
په دغه ناسته کې د ترکیې د نظامي قطعاتو مسوول د افغانستان د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه او د ښوونې او روزنې په برخه کې شوي پرمختګونه یې د پام وړ وبلل.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د مشرتابه او نورو مېلمنو له لوري د مقاله لیکلو او نقاشۍ سیالیو ګټونکو زده کوونکو ته جایزې ووېشل شوې.