د پوهنې وزارت

تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: دپوهنې وزارت وايي، د ښوونیز نصاب د اصلاح لپاره د عقرب په ۲۰مه نېټه یوه لویه څلور ورځنۍ مشورتي ناسته رابولي.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا مشورتي ناسته به د عقرب له ۲۰مې تر ۲۳مې نېټې پورې په کابل کې له ۳۰۰ متخصصینو، دولتي استازو، د بوهنتون د استادانو، علماو، وکیلانو او د زده کوونکو له والدینو سره روانه وي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، له ناستې رابللو څخه یې د وزارت هدف دا دی چې معارف ولسي شي او د خلکو نظریاتو ته د نصاب په تدوین او جوړولو کې خاصه توجه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت څه موده وړاندې د اسانتیاو په خاطر د لیسې دورې د زده کوونکو لپاره د رشته بندۍ په سیسټم هم غور پیل کړی و.

دغه وزارت له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۹ پورې کلونه د افغانستان د پوهنې د لسیزې په توګه نومولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *