د پوهنې وزارت
پوهنې وزارت ـ کابل: د افغانستان د پوهنې وزارت له یو شمېر کورنیو او بهرنیو موسسو سره د هېواد د تعلیمي نظام د ودې او پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د ۶۴،۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړه لیکونه نن چهارشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي او د آغا خان بنسټ، له ماشومانو د ملاتړ موسسې، افغان ایډ موسسې، د افغانستان لپاره د تدریس موسسې او جې.آر.اس موسسې د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د یادو تړونونو د لاسلیک پرمهال یادونه وکړه، چې دغه هوکړې د ښوونکو د ګمارنې، له دولتي ښوونځیو د ملاتړ او د سواد زده کړو او محلي زده کړو د ۱۵۰۰ ټولګیو د جوړېدو په موخه لاسلیک کېږي.
د آغا خان بنسټ مشر نجم الدین نجم د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال وویل، چې له دغه بنسټ سره شوې هوکړې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې پلي کېږي او اټکل دی، چې پر بنسټ به یې له ښوونځي بهر شاوخوا ۳۵ زره ماشومانو ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې شي.
د یادولو وړ ده، چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر بنسټ به د آغا خان بنسټ د څلورو کلونو لپاره ۱۰۸۷ د محلي زده کړو او ۲۴۵ د چټکو زده کړو ټولګي جوړ او له ۴۳۵ دولتي ښوونځیو به هم په بېلا بېلو برخو کې ملاتړ وکړي.
له ماشومانو د ملاتړ موسسه به په کندز ولایت کې ۴۰ د اضطراري حالاتو ټولګي جوړ او لس دولتي ښوونځي به بیا ورغوي.
د افغان ایډ موسسه به د یادو هوکړو له مخې د راتلونکو دریو کلونو لپاره په سمنګان او غور ولایتونو کې ۱۷۰ د سواد زده کړو ټولګي جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د تدریس موسسه به د شوې هوکړې پر بنسټ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یو کال لپاره دولتي ښوونځیو ته ۵۰ تنه ښوونکي استخدام او ۱۵۰ نور له وړاندې ګمارل شویو ښوونکو ته به معاشونه ورکړي.
او د جې.آر.اس موسسه به د شوي تړون پر بنسټ په کابل، هرات، بامیانو او ډایکنډي ولایتونو کې د یو کال لپاره ۱۹۸ د انګلیسي ژبې، ۵۱ د کمپیوټر زده کړې، ۲۹ د ساینسي مضامینو، ۵ د ریاضي او دري او ۴۶ د کانکور چمتوالي ټولګي جوړ کړي.

د پوهنې وزارت له پوهنې د ملاتړ لسیزې په ترڅ کې ژمن دی، چې د هېواد تعلیمي نظام ته په ټولو اړوندو برخو کې وده او پیاوړتیا ورکړي او دغه راز له یادو موسسو غواړي، چې شوې هوکړې په ښه ډول عملي کړي.

درنښت
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *