تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د پوهنې وزارت وایي، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پوهنیز سیسټم د پیاوړتیا لپاره ورسره د ۲۰ ولایتونو خلکو ۶۶۲ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت تاند ته وویل، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه وزارت ته د خوست، دایکندي، کاپيسا، میدان وردک، سرپل، بامیان، پنجشېر، سمنګان، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، کابل، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات، پکتیکا او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکو ۶۶۲ میلیونه او ۶۶۱ افغانۍ مرسته کړې ده.
نوموړې وايي، دا پيسې د ښوونځیو د شوراګانو لخوا راټولې شوې دي چې ښوونځیو لپاره په ۳۷۰ جریبه ځمکه اخیستلو، د ښوونځیو په ترمیم او نورو درسي لوازمو به ولګول شي.
د پوهنې وزارت ۱۳۹۷ کال د معارف د ملاتړ او له هغې وروسته له ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۴۰۹ پورې کلونه د پوهنې د لسیزې په نوم یاد کړل چې ولسمشر یې هم منظوري ورکړه.
د پوهنې وزارت باندې نیوکه ده چې نامتوازنې ودې ته یې پام دی او خپله بودیجه په غیر پښتون سیمو ډېره مصرفوي.