تاند، یکشنبه د چنګاښ ۳۰ مه: پوهنې وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وورسته د هر ډول کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي، لاریونونو او تبلیغاتي- کمپایني غونډو لپاره څوک د ښوونځي د ماشومانو وړلو حق نه لري.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت نن د یو ویډیويي پیغام په خپرولو ویلي، د پوهنې د وزیر په شمول هیڅ ډول حکومتي چارواکي، یا هم کمپایني غونډو ته د ښوونځي د ماشومانو د وړلو حق څوک نه لري: (( په دې کار ماشومان له زده کړو پاتې کېږي او امنیتي ګواښونه هم ورته پېښېږي.))
پوهنې وزارت دغه راز وايي، پوهنې وزارت بې طرفه او غیر سیاسي بنسټ دی او دا پرېکړه یې امنیتي وضعیت ته په پام د ماشومانو د خوندیتوب په خاطر کړې تر څو پېښو کې دوی په رواني او جسمي لحاظ زیانمن نه شي.
پوهنې وزارت دغه راز خپلو ټولو ولایتي مسوولانو امر کړی چې لارښوونې يې په جدي ډول تعقیب کړي او له سرغړوونکو سره د جدي قانوني برخورد راپور ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې غازي سټیډیوم ته د ولسمشرۍ د ځینو راټولو شویو نوماندانو لخوا د نظام ضد اعتراض کې ماشومان هم راوستل شوي وو، چې په ترانو کې یې د حکومت د نړولو او راپرځولو شعارونه ورته لیکلي وو.
دا لومړی ځل نه دی بلکې نوماندانو په دې وروستیو کې خپلو کمپایني او تبلیغاتي غونډو ته د ماشومانو راوستلو ته کار ویلی دی.