تاند، سه شنبه، د عقرب ۱۴مه: د پوهنې وزارت وايي، سږ ۱۳۹۸ کال کې یې ۱۸۴ زره ۷۴۹ بې کوره شویو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې رسیده ګي کړې ده.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، دغه بې کوره شویو ماشومانو ته د وزارت لخوا په بلخ، بادغیس، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کونړ، کندوز، ننګرهار، سرپل، ارزګان، زابل، فاریاب، سمنګان، پکتیکا او هلمند کې د زده کړو اسانتیا برابره کړې ده چې له منځه یې یوازې ۱۰۵ زره او ۹۹۱ یې نجونې زده کوونکې دي.

اغلې نزهت وايي، دغو ماشومانو ته یې په ۵۰۸۰ درسي لنډمهالو ټولګیو کې د ۵۸۴۹ ښوونکو په مرسته تدریسي چارې برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت په وینا په ۱۳۹۷ کال کې یې هم په ۸۰ ولسوالیو کې ۲۴۶ زره بې کوره شویو او بېرته ستنو شو ماشومانو ته درسي اسانتیاوې برابرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د جګړو له کبله د داخلي بې ځایه کېدونکو وګړو د جمعیت له مخې د نړۍ د سر هېوادونو کې راځي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *