تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره پوهنې وزارت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خبرداری ورکړی چې د رایو مرکزونو په توګه د ښوونځیو د کارونې په طرحه دې بیا غور وکړي، ځکه دوی نه شي کولی ناامنه سیمو کې د ټاکنو په ورځ دوی ته د ښوونځیو ودانۍ وسپاري.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، تېر ځل هم هر وار ټاکنو کې له دې کبله چې کمېسیون د دوی ښوونځي د ټاکنو په ورځ کارولي دي، د امنیتي ګواښونو له کبله دوی ته لوی مالي تاوانونه اوښتي دي: (( همدا تېر کال پارلماني ټاکنو کې چې کمېسیون زموږ ښوونځي وکارول، نو ۴۳ میلیونه افغانۍ تاوان یې پوهنې وزارت ته ورسېده.))
نوموړې وايي، له دې وروسته پوهنې وزارت نه شي کولی چې په زیاتو ناامنه سیمو کې د ټاکنو د ورځې لپاره خپل ښوونځي د ټاکنو کمېسیون په اختیار کې ورکړي: (( کمېسیون لپاره به ښه خبره دا وي چې دا وار ټاکنو لپاره د ښوونځیو پر ځای نور ځایونه د رایو د مرکزونو په توګه وکاروي، یا غور ورباندې وکړي.))
که څه هم د پوهنې وزارت وايي، د ټاکنو د مرکزونو په توګه د ښوونځیو د کارونې د بدیل موندنې طرحه یې یو کال وړاندې کمېسیون ته سپارلې ده، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، د رایو د مرکزونو په توګه د ښوونځیو د نه کارونې او بدیل لارو د موندنې په اړه اوس د غور کولو وخت تېر شوی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وايي، د ټاکنو د مرکزونو امنیت ټینګول د امنیتي بنسټونو کار دی او دوی مجبور دي چې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ټاکنو په ورځ عام المنفعه ځایونه وکاروي: (( د میزان د شپږمې په ټاکنو کې به زموږ ټول د رایو مرکزونه په ښوونځیو کې وي، ځکه دا برنامه همداسې تنظیم شوې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې تېرو پارلماني ټاکنو کې کمېسیون د هېواد سلګونه ښوونځي کارولي وو او نږدې ۲۰ زره ښوونکي یې هم ځان سره د لنډمهال د کارمندانو په توګه ونیول چې د ټاکنو د یوې ورځې معاش یې لا هم نه دی ورکړی.
ټاکل شوې چې د میزان په ۶مه ۹ میلیونه ۶۴۵زره او ۲۸۳ هېوادوال د ټاکنو د ۵ زره ۳۸۸ مرکزونو له لارې خپل راتلونکی زعیم وټاکي.
مسوولان وایي، دا وار به هم ټاکنو کې د رایې اچونې لویه برخه مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شي.