تاند: پوهنې وزارت په لومړي ځل یوه کورنۍ مطبعه باندې د ابتدایه دورې ښوونځیو لپاره ۱۲ اعشاریه۲ میلیونه ټوکه کتابونه چاپ کړل.

دا مطبعه بهیر نومېږي او پوهنې وزارت وايي چې دولس میلیونه کتابونه یې پر دې مطبعه د کورنۍ پر ځان بسیاینې لپاره چاپ کړي دي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، دوی د کورنیو مطبعو د ملاتړ لپاره یوه مقرره جوړه کړه او کابینې تصویب کړه ترڅو هر کال کورنیو چاپخونو ته کتابونه ورکړل شي او هغوی یې په معیاري ډول چاپ کړي: (( د بهیر مطبعې چاپ موږ د امریکا یو لابراتوار کې ټیسټ کړ چې له نړیوالو معیارونو سره برابر و.))

 د بهیر مطبعې مشر شیربازکمین زاده هم د خپلې مطبعې د چاپ په اړه ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت یې د چاپ په پروسه بشپړ څار درلود.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د افغانستان د صنایعو ټولنې مشر سخي احمد پیمان وویل، دا مهال په افغانستان کې موجودې مطبعې کولی شي ۹۰ سلنه د اړتیا وړتوکي چاپ کړي.

 د پوهنې وزارت د ارقامو په اساس سږ کال د افغانستان ښوونځیو ته ۹۰ میلیونه کتابونه پکار دي چې له دې جملې څخه یې ۴۹ میلیونه توزیع کېږي او د ۳۷ میلیونه کتابونو تدارکاتي پروسه روانه ده.

تر اوسه د افغانستان د ښوونځیو زیاتره کتابونه هندي اوعربي شرکتونو چاپول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *