د پوهنې وزارت
خبري اعلامیه
سه شنبه، کابل: د افغانستان د پوهنې وزارت نن له یوې داخلي چاپي کمپنۍ سره د لومړنیو ټولګیو د ۱۲،۲ میلیونه جلده کتابونو د چاپ او وېش تړون لاسلیک کړ. ددې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وايي، چې یاد کتابونه به په څلورو میاشتو کې چاپ او ښوونځیو ته ووېشل شي.
نوموړی وايي، چې دغه کتابونه له ۱-۶ ټولګي پورې دي او د 382،183،772.60 میلیونه افغانیو په ارزښت چاپېږي. د هغه په وینا، پروژه د پرانیستې سیالۍ له لارې نهايي شوې او په پام کې ده د بهیر طباعتي شرکت له لوري عملي شي.
کتابونه به له چاپېدو سره سم ټولو ولایتونو ته د چاپوونکي شرکت لخوا ووېشل شي. پوهنې وزارت ښوونځیو ته د کتابونو د پر وخت رسېدو په موخه د چاپ ترڅنګ د انتقال مسئولیت هم مطبعې ته سپارلی دی.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وايي، چې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره یې د امریکا د متحدو ایالتونو له پراختیايي ادارې یو ایس اې آی ډي نه 75  میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې، چې یوازې به د کتابونو د چاپ او وېش په موخه وکارول شي. هغه وویل، چې په همدې پیسو به ډېر ژر د ۳۷ میلیونه کتابونو بله پروژه هم لاسلیک شي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې وزارت یې هڅه کوي له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي او د ښوونځیو د زده کوونکو کتابونه برابر کړي.
د بهیر طباعتي شرکت مشر حاجي شیرباز کمینزاده وايي، چې ژمن دی پروژه په خپل وخت او ښه ډول عملي کړي. نوموړي وويل، له پوهنې وزارت سره د کار تجربې ور ښودلې، چې څنګه دا کتابونه په ښه کیفیت چاپ او ولایتونو ته ورسوي.
پوهنې وزارت له ۲۰۰۴ کاله تر اوسه شاوخوا ۲۲۹ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي دي، خو بیا هم په دې برخه کې له جدي ستونزې سره مخامخ دی، ځکه چې د زده کوونکو شمېر اوچت او هر کال چاپېدونکي کتابونه ډېر کم وي.
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *