یو د خبروکول دي او بل یې پوهیدل دي، چې د خبرو کولو نه یې پوهیدل ډېر مهم دي. لکه څرنګه چې د علم لپاره عمل مهم دی، دغه ډول د خبرو کولو لپاره یې پوهیدل مهم دی .
ډېر خلک دي ښې ښې خبرې کوي، خو پرې پوهېږي نه . له ډېرو مې اوریدلي دي چې وایي: د ظالم بادشاه په مخ کې حق ویل افضل جهاد دی، سړی به فکر وکړي چې اصلي د منصور لمسی همدا دی، چې کله د حق ویلو وخت راشي د یو مظلوم په مخ کې هم حقیقت نه وایي. دی په خولی ویلی شي، چې حق ویل افضل جهاد دی، خوپه معنا یې نه پوهېږي او عملي کولای یې نه شي.
که یو بل کس حقیقت وایي، همدا د حق چغې وهنونکی پرې بد وایي، ځکه دی حق او حقیقت نه پېژني.
یا ډېر خلک وايي: غیبت مه کوئ، غیبت کوونکی داسې مثال لري، لکه څوک چې د یو انسان خامه غوښه خوري.
هغه څوک چې وایي، غیبت بد کار دی، بیا په خپله غیبت کوي. په هرې خبرې باندې له ویلونه پوهیدل ډېر مهم دي.
ډېرد کتابونولوستونکې مې ولیدل، له ډېرو مکتبونواو پوهنتونونومې خلاص شوي کسان ولیدل، چې د پوهې خاوندان پکې ډېر کم دي.
د پوهې پېژندل لکه دښکلاپېژندنې او انسان پېژندنې په ډول ستونزمن کار دی.
ډېر خلک دي هغه چا ته پوه وایي، چې لوړ تحصیلات لري یا هغه چا ته پوه وایي چې په لوړو څوکیو کار کوي یا هغه چا ته پوه وایي چې د دریځ په مخکې ښې ښې خبرې کوي او په همدې ډول نور …..خود مختلفونظرونواو فکرونوخلک بېلا بېل نظریات د پوهې د معیار ټاکنې لپاره لري، خو زما په نظرلکه څرنګه چې د انسان پیژندل اسان کار نه دی، دغه ډول د پوهې پېژندل هم اسان کار نه دی.
ډېر مشران او تحصیل کوونکي مې ولیدل، چې ډېرې ښې ښې خبرې کوي، خو عملي کولای یې نه شي، دوی هر څه ویلای شي خو پرې پوهېږي نه.
تحصیل خو ډېر خلک کوي یا درس خو ډېر خلک وایي، خو پوهېږي پرې ډېر کم کسان.
دوه کسان دي، دواړه له طب پوهنځي فارغ دي او وظیفې لري، یویې ټوله ورځ په منکراتو اخته او د عوامو وینې څکي او بل د یو ښه ډاکټر ټولې ښې ځانګړنې لري. لومړني درس ویلی دی، خو پوه شوی نه دی. دویم یې درس ویلی او پوه شوی هم دی.
یره وروره ما شا لا ډیری لیکنی کوی خو که په کیفیت یی لژ فکر وشی شه به وی -مننه