دغه دوه ځوانان زما د خوني انډیوالان (اتاقيان) دي.

څه موده مخکې مې په کوټه کې يوازې ژوند کاوه خو له يوې مياشتې راهيسې مې له دوو داسې انسانانو سره ګډ ژوند پيل کړی، چې له يو او بل څخه مو ډېر څه زده کړي.

خوښي او اندېښنې مو سره ګډې دي.

د اکتوبر (۲۰ مه) د سپينې خولۍ والا کاليزه وه، موږ يې کاليزه ونمانځله.

سپينې خولۍ والا فورقت نوميږي، دمګړۍ د خلکو د دوستۍ پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې ماسټري کوي.

زه په دوی کې بکلور (بکلوریا پاس) يم او نړيوالې اړيکې وايم ، سږ مې لومړی کال دی.

دا سره خوله، چې يې پر سر ايښې اناتولي نوميږي د چين اوسېدونکی دی اوس مهال د ياد پوهنتون د ادبياتو په څانګه کې ماسټري اخلي.

موږ په يوه خونه کې د يوې مينه ناکې او مهربانې کورنۍ په څېر ژوند کوو، ډېری وخت خو لا د ماښام له لورې د يو او بل ناوخته راتګ ته ډېر اندېښمن شو.

خپلو کې سره په روسي ژبه غږېږو.

د فورقت کاليزې زموږ ترمنځ د ملګرتيا مزي لا ټينګ او پراخ کړل.

يخچال، برقي چاينکه، رڼک، برقي جارو، ټلويزيون او انترنيټ دا ټول شيان مو ګډ دي.

اناتولي مسلمان نه دی خو اخلاق او کرکټر يې د يوه ريښتيني مسلمان په څېر دي.

موږ ترې ډېر خوښ يو.

“تولي” چې کله له ښار څخه خوراکي توکي راوړي نو په يخچال کې له ايښودو مخکې ځيني په پلاستيکې کڅوړو کې تاو راتاو او بيايې يخچال ته ور ښکته کړي.

هغه وايي (( زه نه غواړم “اتاقيان” را څخه تنګ شي، کوم شيان چې تاسو نه خورئ او خوارک يې تاسوته منع دي هغه زه په کڅوړه کې اچوم بيايې يخچال ته ننباسم)).

زما او د فورقت پخلی او خوراک ګډ دی.

فورقت  ته د پخلي چل نه ورځي خو هڅه کوي، چې زده يې کړي – ډېری وخت په پخلنځي کې زما تر څنګ ولاړ وي او د ښه ديګ کولو پوښتنې ګروېګنې کوي.

اورېدلي به مو وي، چې وايي:(پوهه ژوند دی – رڼايي ده)؟!

بلکل! – دپوهنتون په ليليه او په يوه خونه کې درې تنه له درې بېلا بېلو هېوادونو څخه د يوې کورنۍ په څېر ژوند کول دا د پوهې برکت دی.

بې له پوهې ژوندون ګران دی!

اسدالله نوري – مسکو

One thought on “پوهه ژوند دی – رڼايي ده! – اسد الله نوري”
  1. سلام . دیر شایسته مطلب دی ویلی دی و زه هم به بهر کی ماستری زده کری ته راغلی یم . و په لومری سر کی چی راغلی ووم ند فکر می کاووه چی به لیلیه کی به هم زما سره په خونه کی هم اطاقی وی هو داسی ونشول . ما ته او اکثره نوروو هفو محصلینو ته چی زدکری ته راغلی دی یوه نفریزه کوتی ورکری. نو زه دیره چرتی وم چی سنگه به یوازی زوند کوم خو زما سره زما خاوند چی تش تر دی زایه یی د راتگ ملگرتیا کوله پاتی شوو او اوس می خاوند سره هم اطاقی یم. هفه هم زده کری ته شامل شوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *