تېر کال هندوستان له سعودي عربستان سره يوځاى اختر جوړ نه کړ، له هغه نه يې يوه ورځ وروسته جوړ کړ، چي د روژې له حسابه د پنجاب اختر هم په دغه ورځ راته. خو د دوى دواړو ترمنځ کشمير له سعودي عربستان سره د اختر جوړولو اعلان وکړ، پنجاب له دې فرصت څخه په لاس ته راوړلو سره يوه روژه وخوړله او اختر يې د کشمير سره يوځاى جوړ کړ، څو خپلو جذباتيانو ته وښيي چي دوى او کشميريان سره يو دي، په هر څه کي سره ګډ دي. خو د پنجاب مفتخورو يا مفتيانو دا فتوا د خپل پوځ په خوله ورکړه، چي يوه روژه يې وخوړه او اختر يې د کشمير سره جوړ کړ. هغه وخت هم ډيرو خلکو د پنجاب په مفتيانو نيوکه وکړه چي واک يې ټول د پوځ سره دې پوځ چي هر څه وغواړي، د دوى په خوله يوه فتوا ورته لټوي او د ذهني جوړو شوٶ خلکو ذهن ته په هم هغه قناعت ورکوي.
خو!
دا ځلي له بلوڅو او پښتنو وروڼو سره هم هغه کيسه وشو، چي د پنجاب مفتيانو لومړۍ روژه د سعودي عربستان سره جوړه کړه، دا کار دوى ځکه وکړ چي د (پښتون ژغورني غورځنګ) خلک سل په سل کي په دې ډاډه وٶ چي روژه او اختر به د خپلو ملايانو په خوله جوړوي يا به يې د سعودي عربستان سره جوړه وي، دلته پنجاب روژه د دوى د فکر سره سمه د سعودي عربستان سره جوړه کړه، کله چي اختر رانژدې شو، نو ټول خلک په دې ډاډه وٶ چي اختر به هم د سعودي عربستان سره يوځاى جوړوي، خو پنجاب يوه ورځ له مخه په رسنيو خبر خپور کړ چي امکان لري اختر يې له سعودي عربستان سره يو ځاى نشي، دا ځلي بيا دوى د پښتنو په احساساتو ملنډي ووهلې او ځان يې داسي ورته وښوده چي موږ څه غواړو هغه به کيږي.
خو زموږ د پښتونخوا پښتانه هم له چا کم نه دي تېر ماښام د قاسم علي خان جمات خطیب مولوي شهاب الدین پوپلزي د اختر د اعلان په وخت رسنیو ته وٶیل: په دې غونډه کي د څوارلس شرعي شهادتونو چي د دې ترڅنګ په شمالي وزیرستان کي هم آته شهادتونه تر لاسه شول د دې په بنیاد ګډه فیصله وشوه چي د جمعې مبارکي په ورځ د جون په 15مه به د کوچني اختر د میاشتي لومړۍ ورځ وي. او خپل مېړني ولس يې هر څه ومنل او اختر يې جوړ کړ. خو بدبختانه چي د سهلي پښتونخوا خلکو د مولوي پوپلزي صېب خبره ونه منله او خپل اختر يې د پنجاب د پوځي مفتيانو په خوله جوړ کړ. خبر داسي نه ده چي پنجاب هر فتوا او هر کار د اسلام په خاطر کوي، نه!
پنجاب خپلو ګټو ته په کتو سره د اسلام هيڅ پروا نه لري، په څه کي چي د دوى ګټه وي دوى د خپلو مفتخورو مفتيانو په خوله فتوا صادره وي او خلک قانع کوي چي مفتيان دا خبره کوي، لکه څنګه چي تېره ورځ په بنو کي د میاشتي لیدلو دولتي کمېټې هم اختر اعلان کړ او ویل يې چي د میاشتي لیدلو دیارلس شهادتونه یې تر لاسه کړي. خو په کراچۍ کي د پنجاب د میاشتي لیدلو دولتي کمېټې اعلان وکړ چي د میاشتي لیدلو شواهد یې نه دي تر لاسه کړي او ویلي وٶ چي اختر به د شنبې په ورځ د جون په 16مه نېټه جوړوي. دوى ځکه د بنو او نورو پښتنو سيمو د خلکو په شاهدي اختر جوړ نه کړ چي د پوځ لخوا ورته ويل شوي وٶ، چي اختر به يوه ورځ وروسته اعلانوي. خو پښتنو او بلوڅو وروڼو دا مفتيان تر وروستۍ ورځي ونه پېژندل چي دا يواځي په قواره مفتيان دي، نور هيڅ هم نه دي.