میرویس جلالزی

د سیمې ځیني کتونکي خبرداری ورکوي چې که د آسیا په کچه د تبلیغیانو کلکه څارنه و نه شي املکان لري دغه ډله چې شمیر یي ملیونونو تنو ته رسیږي د تندلارو او افراطي بنسټپالو ډلو تر اغیز لاندي راسي .

د تبلیغیانو په نوم چې اوس کومه ډله په نړیواله کچه مشهوره ده، بنسټ یې د هند دیوندي عالم مولانا محمدالیاس په ۱۹۲۰ کال کې په هند کې ایښی دی.

دغه ډله په امریکا کې هم شاوخوا ۵۰ زره غړي لري.

د شمیرو له مخې تبلیغیان، چې ځان تبلیغي جماعت بولي، د افغانستان په ګډون د اسیا په کچه یوه ستره شبکه ده او تقریباٌ په هر اسیايي هیواد کې څه نا څه لارویان لري.

د سویلي اسیا د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز پوځي محقق ریشن مشرا په خبره دغه ډله اوس تر بل هر وخت له خطر سره مخامخ ده او دا به هغسي خطر وي چې نه یوازي تبلیغیانو ته بلکې ټولي اسیا ته خطر زیږولای شي.

2د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د دغې ډلي د غړو شمیره نږدې یو ملیون کسه ښودل شوي په داسي حال کې چې په بنګلدیش کې په یوه کلنیزه تبلیغي غونډه کې تیره اونۍ یو ملیون تبلیغیان را ټول شوي ول.

د نوموړي په خبره که څه هم تبلیغیان په اوس حال کې نه سیاسي بحثونه کوي، نه هم له لویدیځ سره د اسلام پر اړیکو تمرکز لري لیکن هغوي کلینیکونه او ښونځي هم نه جوړوي.

د دغه شناندي په باور تبلیغیان د آسیا په کچه کوم مشر نه لري لیکن په ځینو مواردو کې د دوي مشران له یوه او بل هیواد څخه په رسمي او غیر رسمي لارو تګ را تګ کوي او خپلو لارویانو ته ویناوي کوي.

د امریکې متحده ایالتونو چارواکي چې په اسیا کې په پراخه کچه سیاسي، نظامي او اقتصادي ښکیل دي له ۲۰۰۱ کال راهیسي د تبلیغي ډلي خوڅښتونه څاري.

امریکايي چارواکي وايي که څه هم تبلیغي جماعت له القاعدي او نورو تند لارو ډلو سره تړون نه لري لیکن په ۲۰۰۳ کال کې د امریکې استخباراتو موندلي وه چې القاعدي سرزوري ډلي د تبلیغیانو جماعت د تندلارو د جلب او جذب لپاره کارولي وه.

خو د تبلیغیانو د خطر په اړه هغه وخت امریکايي چارواکو سور زنګ وکړنګاوه چې د تیر کال په وروستي برید کې د ښکیل پاکستاني او تبلیغي جماعت تر منځ د اړیکو په اړه لاسوندونه را بر سیره شول.

د امریکې دولت وايي په کلفرونیا کې د شوي برید عامل پاکستاني سیدرضوان فاروق په پاکستان کې له تبلیغیانو سره اړیکه درلوده.

په کابل کې د تبلیغیانو د یوه مرکز غړي محمودالله د دوي د لاري پلویان او لارویان د دین اصلي ستني وبللي. هغه وايي زمونږ دین ( اسلام) حتی پر څارویو هم د مهربانۍ امر کړی نو دا به څرنګه امکان ولري چې مسلمان دي پر انسانانو ظلم وکړي.

ویل کیږي د تبلیغیانو هیڅ یوي ډلي هم د مسلمانو په باب د لویو پیښو په هلکه لوری نه دی نیولی، نه هغوي به بوسنیا کې د ۹۰مي لسیزي پر مهال شویو ظلمونو او نه هم پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په اړه غږ پورته کړی.

وروستي شمیري ښيي، د تبلیغیانو ډله چې ۷۵ کاله دمخه رامنځ ته شوي اوس په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵ ملیونه لارویان لري.

د تبلیغانو په ډله کې اوس د نړۍ یو شمیر مهم سندرغاړي او سپورټي ستوري هم ور ګډ شوي دي.

د بریټانیا وتلی پخوای سندرغاړي کت ستیفن چې اوس ورته د یوسف اسلام نوم ورکړل شوی او د NBA لوبغاړی کریم عبدالجبار چې یو مهال یی نوم لیوالسیندور وو د تبلیغیانو د جماعت یوه برخه دي.

One thought on “پوځي مبصرین تبلیغیان د سیمي لپاره غلی ناورین بولي”
  1. الله ج دی هر هغه چا ته هدایت د نیکی وکړی چی د تبلیغیانو مخالفت کوی په الله باور وکړی د کومی ورځی چی زما انډیوالی ددی جما عت سره پیدا شوی زما په کور کښی بی اتفاقی او غربت ورک شوی او الحمدالله ټول اولادونه می ددین برکت ده چی ټول په کارونو مصروف دی او مازیګر الحمدالله کور ته یوه مړی حلال رزق راوړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *