د دوبي ګرم موسم و چې کډه مو له شاوخوا ۱۲ کلن مهاجرت نه وروسته، خپل کلي ته راغله. اوړی په لغمان کې ډیر تود وي، له یوې خوا ګرمي او له بلې خوا میاشي، د خوب چانس لوټي.

د بام پر سر یوازې پروت وم. خوب نه راته. تازه مې باڼه سره ورغلي وو چې یو دم شپیلکي شوې، چکچکې شوې، غږونه شول او کړنګهار شو. حیران وم، څه وکړم؟ که د زړه خبره وکړم، نو وډار شوم. ذهن ته مې د ماشومتوب کیسې راغلې، ما ویل که د پیریانو واده دی. نیغ کښیناستم.

شاوخوا هیڅ نه ښکاریدل خو غږونه لوړیدل. په څه خوارۍ را باندې شپه سبا شوه. سهار یو کلیوال سره مخ شوم، همداسې صحرا کې ګرځیدو، کلیوال ویل: دا ګوره! هلته څو ځایه جوار مات شوي وو، وږي نیم خوړل شوي او نیم پراته وو.

هغه ویل: دلته هره شپه شکاڼه،شغالان او ځینې نور وحشي حیوانات راځي، جوار خوري، خرابوي یې. موږ مجبور یوو د شپې ورته ټیمان وټنګوو، شپیلي ووهو او له پټیو یې وشړو.

عجیبه ده، څه باندې یوه لسیزه شوه چې رسنۍ چیغې وهي، خلک شورماشور کوي، نړیوال غږونه کوي خو زموږ چارواکي نه له اداري فساده مخ ګرځوي او نه له دې شوره کومه ویره لري.نه له خدایه ډاریږي او نه له خلکو شرمیږي. د دوی زړه ورتوب هیواد د تباهۍ خوا ته روان کړی، له دوی سره باید څه وشي؟

2 thoughts on “پوښتنه/ محمد نعمان دوست”
  1. قدرمن دوسته سلامونه ! داهغه کسان دی چې نه ایمان لری ، نه وجدان داسلام په نوم یې لوحه مخکې نیولې تر شا د۵وډالرو په مقابل کې خپل ناموس اووطن خرڅوی ددو ی لپاره فقط یوه ځانګړې صادقه محکمه چې قاضیان یې دمخکینو قاضیانو غوندې چې لاتراووسه نه شخصی کور لری اونه هم په کوم بانک پیسې ،مقرر،داریانې ضبطې او خپله بندیان شی اوبس.خدای دې وبخښی هغه واکداران ،چې یې نن په نوم یوه روپی په باتک نشته آو اولادونه یې دهند دولت ساتی په دری کې وایی (جوې از مردی کم کن ،سالهافارغبال بزی)دا هغه بیغیرته کسان دی چې دنیایی ثروت له هر څه ورته زیات درنښت لری ناموس او وطن دواړه خرڅوی

    1. اشغال خپله د فساد په مانا وي هغه که اخلاقي وي یا اداري.

      خبره ددې ده چې تاسو لدې فساده ډک محیط او فساده ډک اشغاله څه ترلاسه کړل؟

      خلکو خو پدې اشغال کې میلیونونه خپل ماشومان د مکتب او پوهنتون فارغ کړل. میلیونونه ډالر ېې پخپل کلي او ولایت کې د خپلو خلکو د ژوند په ښه کولو ولګول.

      هو، میلیونونه ډالره ېې پخپل جیبونو هم تخته کړل.
      خو اې پښتونه! وایه تا څه وکړل؟
      بې لدې چې د زرګونو زده کونکو د ښونځي د تګ مخه دې ډپ کړه.
      بې لدې چې ټول پښتانه ځوانان مو له ژونده نهلي، مهاجر او پوډریان ګړل.
      بې لدې چې همدا اوس هم تر ټولو زیات د پښتنو میندې او ماشومان مري.
      بې لدې چې تر ټولو لوی جهالت اوس هم په پښتنو کې دی، د بیسوادانو تر ټولو لویه فیصدي پښتانه جوړوي.

      ستا نه څه غواړي چې په فساد خبرې وکړې؟ ښه به وه چې د فساد پر ځای د خپل مغز د معالجې فکر وکړې.

      دا خبرې پښتون ته کوم ، لیکوال دې نه خپه کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *