خوشال د موبایل شیشې ته د ادیلا عکس راوست. دا عکس یې پرون د پوهنتون په بر سر کې له ونو سره اخیستی و. د مني په زیړو پاڼو کې د نجلۍ سره اننګي داسې ورته وایسیدل لکه یاقوت چې دې په سرو کې نیولی وي.
د موبایل رڼا ورکه شوه. ده بیا ګوته پرې ټینګه کړه. پر اوږې اړولی بیک یې پرانیست. پیاله یې راواخیسته. پر سپینه پیاله یې د ادیلا همدغه عکس چاپ کړی و:
« د دې خوښیږم؟! »
« زړه زړه ته لاره لري»
د پیالې منځ ته یې وکتل:
« کاشکي مې یو ګران بیه شی ورته اخیستی وای»
د موبایل سکرین ته یې وخندل:
« دیارلس دقیقې یې لا درس ته پاتې دي»
« زومړې په هغه بله لاره ونه وځي»
پیاله یې په بکس کې کیښوده. له چمنه واوښت. چپ لاس ته ځیر شو. بیا یې ښۍ خوا ترسترګو تیره کړه:
« شپږ دقیقې پاتې شوې»
« اوف کاشکي مې د سرو زرو یوه ګوتې ورته اخیستی وای»
شونډه یې په غاښ کړه:
« سره کله خوښوي»
د ادیلا غږ شو. خوشال د ونې د ډډ شاته شو، نجلۍ له یوه سپین پوستي سره لاس په لاس تیره شوه.
ده زنګ ورته وواهه. هغې ورته وویل:
-سبا به په پوهنتون کې وګورو
-زه له صنف سره تاته انتظار وم
-تا خو ماته نه و ویلي چې راځم
– ما ویل ناڅاپه به سره وګورو
د ادیلا خندا لوړه شوه. د ده لاسونه سست شول. بیک یې له اوږو وښویده. بیک له مځکې سره ولګید. دی ورته کښیناست، د بیک ځنځیر یې کش کړ. د پیالې لاستی مات شوی و او په سپینه پیاله کې د ادیلا شنو سترګو لمبه کوله.
پای