پیر روښان

 فرهنگ کې دهغه اغيزه

د مسالي پس منظر:

د پښتنو د اوسېدو سيمه چې د يو ډول سنکرتيک، فرهنگ لرونکې ده. د هند د نيمې وچې، چين ، منځنى اسيا،او ايران ترمنځ  د لويو لارو پر سر موقعيت لري . داسيمه په  تيرو پېړيو کې يعنې د سمندري لارو له کشف تر مخه تل د گاونډيو  او  ان  لېرې فرهنگي بدلونونو څخه اغېزمنه وه. سعيد نفيسي په خپل اثر ((سرچشمهء تصوف در ايران ))کې ليکي :

((ډېر ښه دليل دا دى چې د آريايي او هندي افکارو، شرايعو او تعليماتو او ان داستانونو، متلونو او تمثيلاتو پورې، ان ترکومه چې د هنديانو ديني  کتاب   رېگوېدا  او د ارياييانو د  اوستا  او پخوانيو ديني کتابونو تر منځ اړيکي او خپلوۍ ليدلای شو  ۔۔  ۔ ۔ ۔  خو ډېر په زړه پورې پړاو د اسلامي دورې څخه د مخه د ودا او اوستا ، بودايي ، زردشتي او ماني اديانو  ترمنځ اړيکي  دي· همدارنگه له اسلام څخه وروسته د بودايي دين او تصوف ترمنځ اړيکي  هم موجودي  دي)).[i][1]

خبره دا ده چې زردشتيزم، بوديزم، مانيزم او نور فرهنگونه د پښتنو په سيمه او ټاټوبي کې سره يوځاى شويدي او يا يې له گاونډيو سيمو دلته اغېزه کړېده. له څېړنو جوتېږي چې بودايي افکار د پښتنو په سيمه کې له زرونو  کالو  زيات لاسبري پاتي شوي وو  او يو ډول  داسې فرهنگي ريښې يې ځغلولې دي چې نن هم موږ په معنوي فرهنگي نمونو اومثالونو کې دهغو اغيزه ليدلای شو . دغه کيت يا دين لومړۍ وار په  هند کې خپور شو . د لطيف ذوق ، شاعرانه ، عارفانه او سوله ييزو احساساتو سره مل وو. هېڅکله يې زور زياتى او جنگ جگړې ته لاس نه دى اچولى، بلکې پخپله د زور زياتي ، ظلم ، نابرابرۍ او قهر په وړاندې يو پاڅون او سرغړاوى وو.

د افغانستان معاصر فيلسوف  مرحوم استاد  پوهاند دوکتور بهاؤالدين مجروح ليکې :

((په لويديځ کې انساني پروبلمونه فلسفې مطرح کړل، خو په ختيز کې دغه پروبلمونه تصوف مطرح کړي دي)). استاد مجروح په ((بودا داسې ويل ))، رساله کې ليکي :

((د برهمن پر عکس بودا د خپلو زده کړو دروازه د ټولو طبقاتو ان د ((سودرا)) طبقې پر مخ پرانېسته. بودا  په  خپله  يو خطابه کې وايی :

(انسان د هرې طبقې پورې چې اړه ولري که حقيقي ژوند يعنې د نفس تزکيه او پاکوالى غوره کړي کمال ته رسېږي. ځکه هر لرگی چې اور ته نژدې کړې  که  چيرې لرگى ډېر  عالي  او  ناياب وي  او که د خندق لرگى وي يو ډول لمبه ترې پورته کيږي. د هغه ځلا او شغله يو ډول ده. ان  تر دې چې  بودا  ښځو ته حق ورکوي چې په (رهباني) ژوند کې داخلې شي )))[2].

افغانستان هغه هيواد دى چې بودېزم په کې له هنده راغلى او بهر هست شويدی، خو د زرونو کالو په تر څ کې پاتې شوی او  اوس هم د سترو بودايي اثارو مرکز دى. له ټيکسلې ـ پيښور، باگرام جلال اباد نه ان تر بلخ پورې د بودايي اثارو مرکزونه شته. د دغه اثارو بل ستر مذهبي مرکز باميان دى چې نړيوال شهرت لري.

دا يادوني مو د دې  له پاره وکړې چې  بودېزم د دې ولس يعنې افغانانو  په خټه کې اوس هم موجود دى او په پښتني فرهنگ  کې يې ريښې ځغلولي دي .

د کارل گوستاويونگ د ساه پوهنيز نظر له مخې ځينې افكار او عقايد چې په يو قومي تحت الشعور كې ځاى ونيسي زرگونه كاله وروسته هم يووار بيا په يو قوم كې راژوندي كېږي او د يوه پياوړي جريان په توگه  ظهور پيداكوي. په پښتنو كې د ((عدم تشدد))

جريان د بودايي ((اهيمسا)) يو څرگند مثال دى، خو په هر صورت كله چې د تصوف د تاريخ پاڼې اړوو درې مهم جريانونه په كې وينو :

۱- د عراق او جزيري تصوف چې د نصارا  او نستوري يا يعقوبې او صابيينو له اصولو اغېزمن وو.

۲- د مصر او شام يا مغرب او اندلس تصوفي جريان چې د ځېنو افلاطوني  نو افلاطوني او يهودي حكيمانو له زده كړو اغيزمن وو.

۳- آريايي او هندي تصوف چي له  زردشتي، مانوي او بودايي تعليماتو اغېزمن وو.

خو شرقي تصوف يا آريايي او هندي تصوف ېه هغه سيمه كې وده وكړه چې د بودېزم ستر مدنيت په كې تير شوی وو او كه د اسلام په اوايلو كې يې اثرات له منځه تللي هم  وي۔ يادگارونه يې ډېر تازه او ژوندي ول. د پښتنو د كركيلې، د غورځو پرځو او كوچ وبار سيمه هم يوه له دغو څخه وه.

هغو څېرو چې د اسلام په اوايلو كې هلته ريښي نيولې وى، لكه ((ابو اسحاق)) ((ابراهيم بن ادهم بن سليمان بن منصور بلخي[3])) چي په ۱۶۰ ؛ ۱۶۲ يا ۱۶۶ هجري قمري كلونو يوه كې مړ دی. ابو علي شقيق بن ابراهيم بلخي چې په ۱۷۴هجري قمري  كې ومړ او عبدالرحمان حاتم چې په حاتم مشهور وو په ۲۳۷ هجري  قمري كې ومړ. له اسلام نه وروسته په تصوف كې د سير وسلوك لومړي مراحل جوتوي. دغه پړاوونه اووه (۷) دي چې په ماني مذهب كې هم شته او په لږ توپير سره په بودېزم كې هم شته. په نتيجه كې ارتقاء، يوځای كېدل په مبداء او فنا فى الله كې محوه كېدل او بالاخره اتحاد وصلت او حلول(5) [4]دى. څرگند مثالونه يې د سنايي غزنوي ((سيرالعباد الالميعاد)) هم دغه ډول داستان دى. د عطار ((منطق الطير)) چې روح په کې ديوه مرغه په توگه  له اوو واديو  تېرېږي  او  كمال مطلوب ته رسېږي ، عبارت دى. د تصوف غايي هدف فناء او محوه كېدل دي او په بودېزم كې دې ته ((نيروانا))[5]وايی.

عبدالحكيم طبيبي ليکي:

((هغه مهم ټكى چې په افغانستان كې د تصوف د سير په برخه كې بايد په نظر كې ونيسو هغه دا دى چې د افغاني صوفيانو له خوا تصوف او عرفان هر وخت يوه خاصه تگلاره او اخلاقې نړۍ ليد وو چې د اشعارو، ادبياتو او وجيزو او مناجاتونو په وسيله د مولانا جلالالدين محمد بلخي *په مثنوي او نورو اثارو كې يې اثار پاتې دي)).[6]

دغه فرهنگي جريان غوره فرهنگي ارزښتونه هم پرې اېښي دي، په دې ډول :

الف: ((زموږ متصوفين  تصوف او عرفان د حق په معرفت كې د نفس پېژندنه بولي)

په نفس باندې دغه توانايي زموږ د خلكو په نزد په معرفت كې څو زره كلنه ريښه لري. په افغانستان كې ان له اسلام څخه د مخه دور كې دغه عقيده ډېره پياوڔې وه. له همدې كبله فارابي، ابن سينا بلخي د يونان افلاطوني او ارسطويي افكار د اسلامي عرفان سره مخالف نه بلل. د ابن سينا د اشارات والتنبيهات اثر د دې ادعا يو دليل دی)).[7]

ب : بل غوره عنصر چې له دغه فرهنگ څخه د ميراث په توگه پاتې دى د قهر او خشونت  په وړاندې سرغړاوی اوپاڅون  دى. ميخاييل .ای زند  د تصوفي جريانونو پيدايښت د منځنۍ اسيا څخه په اسيايي هېوادونو باندې د بېرحمانه حملو او تاړاكونوغارت اولوټمار کې ويني  او د ټولنيزو شخړو په باب يادونه كوي. ((د ۶۱۷ هجري كال په پيل كې (۱۲۲۰ م)  له درې ورځو سختو جگړو وروسته د چنگيز خان تر مشرۍ لاندې د مغلو د لښكرو مركزي ځواكونه  د بخارا د مدافعينو د اجسادو له پاسه تير شول  او نوموړى ښار يې ونيو. د دغه ښار په زرگونه وگړي د مغلو له بېرحمانه تېغ څخه تېر او ځېنې چې پاتې شول د مرييانو په توگه بنديان شول. د هماغه كال د پسرلي په لومړيو  شپو او ورځو كې لومړى  سمرقند او بيا ورپسې خجند او كال وروسته بلخ او اورگنج له همدې ډول سرنوشت سره مخامخ شول. ((د دغه فتنو اور په ټولو ځايو كې بل شو او هر ټپ چې ترې پيدا شو د ټولو په ځانونو يې درد راووست. د دغه بلا طوفان ټوله سيمه ونيوله او د تورو وريځو په څېر پرې پلنې او هر څه ړنگ شول**)). [8]

ج  : بل ميراث يې سماع او موسيقي ده چې په اسلامي فرهنگ كې يې هم له دې لارې وده وكړه. په افغانستان كې يې ظهور وکړ او په هند كې اوج ته ورسيده.

د: كه ځېنو معاصرو اگزستانسيالست فيلسوفانو د خپلو افكارو له پاره د ښې شننې او درك له پاره داستان، ناول او ډرامه بستر وگرځوله، نو زموږ صوفيانو ان له اوله شعر او ادب د خپلو تصوفي افكارو له پاره ښه او غوره فورم وټاكه او په دې فورم كې يې خپل افكار بيان كړل. هم يې شعر لوړو مدارجو ته ورساوه او هم يې غزل.

د روښانيانو ظهور نوی باب :

په پښتو ادبياتو كې د روښانيانو دوره د دې لارې مخكښ جريان دى۔ دې كې شك نشته چې  په پښتنې فرهنگ  كې  په ډېره څرگنده  توگه عرفان د روښاني غورځنگ له لارې وده او پراختيا ومونده. دا هغه څه دي چې د پښتو ادب په باب هم صدق كوي. ځكه د فارسي ادب په خوا كې په پښتو كې دا زمينه هم برابره شوه.

د لويو تاريخي لارو  پر سر  د  پښتنو هستوگنه او ژوند او دا ډول د هنداو فارس په منځ كې د دوې موقعيت د دې زمينه برابروله چې له دواړو خواو څخه فرهنگي اغيزې ومني.

له زيات شمير فرهنگي  اثارو او څېړنو جوتېږي چې د اسلامي دورې له پيل نه وروسته د  پښتونخوا زياترو فرهنگي ټولنې  د عربي او اسلامي علومو د سترو شخصيتونو د افكارو او اثارو څخه اغېزمنې وې. له حالنامې جوتېږي چې د مولانای بلخ مثنوي په پښتنو ټولنو كې لوستل كېده لکه چې نمونې يې په حالنامه کې هم راغلي دي . د حافظ شيرازي شعرونه په مدارسو كې د تعليمې نصاب برخه وه. د بايزيد بسطامى، سنايى، جامى، عطار ، شيخ اكبر( محى الدين ابن عربى) او نورو زياتو اثارو خپل ټاكلى نفوذ درلود. دوست محمد كامل مومند په خپل اثر رحمان باباكې ليكي :

((په پښتو ژبه كې روښانيانو موږ ته ښه او جوته سرمايه را پرې اېښې ده. هيله ده چې د پښتو ادب پوهان او نقادان به له ماسره په دې وينا كې ملگري وي چې د پښتو د لويو شاعرانو څخه يو ميرزاخان انصاري د روښانيانو ټولو نه لوی نماينده شاعر دی)). [9]

مرحوم علامه رشادصيب ليكي:

پښتون بايزيد د خپلو پيروانو له پاره په معرفت او سلوك كې د وحدت الوجود لاره غوره كړه او د خدای د پېژندگلوۍ دغه غامضه فلسفه او پېچلې مساله يې داسې تلقين كړه چې تر دريو – څلورو پښتو(پشته ) پورې يې د تلقين اغېزې په ډېر قوت پاتې وې. د ده په پيروانو كې د وحدت الوجود د فلسفې داسې مبلغين پيداشول چې د دغې غامضې فلسفې په باب يې غونډ دېوانونه وكښل او د پښتو په منظومه ذخيره كې يي د قدر وړ زياتوب راووست )).[10]

 په روښاني غورخنگ كې پخپله پير روښان، ملا ارزاني، على محمد مخلص، ، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼي، واصل روښاني، خواجه محمد روښاني، كريم داد، ملا مودود او نورو پيروانو يې په خپلو اثارو كې هڅه وكړه چې عرفاني او تصوفي افكار د شعر په قالب كې بيان كړي. د روښان پيروانو په خپلو ادبې اثارو كې د خپل پير صوفيانه اوعرفاني  نظريه وڅېړله او ښايسته ټول اثار يې د دغه مفكورې د تبليغ له پاره وكارول. ملا ارزاني خويشكي په خپل تصوفي اثر كې په منظم ډول دغه عرفاني نظريات بيان كړل.

همدا راز له پورتني تحليل نه وروسته په ساده گۍ سره دې پايلې ته رسيږو چې موږ په  تاريخي ډول دهغه ماضي جوړښت اوبيا ددې سره په موازاتو کې د ټول  اسلامي مدنيت اوفرهنگ اغيزې هم له ياده نه شو ويستلی ۔ پاتې دې نه وي چې له  رحمان بابا څخه ترمخه  دوره كې په پښتني ټولنه كې روښاني غورځنگ سره له دې چې په زور اوشدت سره وټکول شو ، خو خپل فكري اثرات يي تر ننه پورې هم زموږ په شعر كې اوپه مجموع کې په فرهنگ کې پرې ايښي دي ۔

روښاني فکري اوعقېدوي لاره:

دبايزيد روښان داسطوره يي شخصېت دعقايدو اوافکارو دڅيړنې له پاره بيلابېلو پښتنو اوغېر پښتنو ختيځ پوهانو خپلې نظرېې اوعقيدې وړاندې کړې دي. دغه فرضيې زياتره يا خو دروښان په اثارو اويا دهغه دمخالف اخوند دروېزه داثارو اوويناوو په بنېاد ولاړې دي ·کله ناکله د((دبستان مذاهب)) په اثر هم استناد شوی دی. هغه څېړنې اوفرضيې چې دروښان دمخالف اونورو مخالفېنو په نظريو ولاړې وې په هغو کې دروښان په باب ښې پوره بدې ردې وېل شوي دي. په دغو اثارو کې د((اخوند دروېزه)) اثار لکه ((مخزن)) او((تذکرۃ الابرار والاشرار)) ډېر مهم دي .خو دروښان په خپلو اثارو کې چې له هغه جملې خيرالبيان اومقصود المومنين څخه عبارت دي استنادي بڼه لري. بياهم دمغالطې او مبالغې وېره ترې شته. په وروستيو کلونو کې دروښان دحالنامې پېداېښت اودافغانستان دعلومو اکاديمي له خوا دهغه چاپ ((گستتنر )) له يو لړ گونگو او تتو مساېلو هم پرده پورته کړه . پردې سربېره دروښاني غورځنگ په اړوند يو لړ تعبيرات هم شته چې ديو غورځنگ اودمغلي حکامو سره مخالفت هم ډول ډول تعبير شوی دی. ددې تعبيراتو له سموالې اوناسموالي څخه سترگې نه شو پټولی. خو ښه چلند به هماغه اکاديميک هغه وي چې مسايل دحقايقو اواسنادو په رڼا کې وڅېړل شي.

په هر حال کله چې د روښان پير خپلو اثارو اوافکارو ته راځو نو د هغه اثار په خپله خبرې کوي. په دې کې بيا ستونزه داده چې څيړونکو بيا هم دلاسبرې مذهبي محافظه کارۍ له مخې څه نه دي ويلي او يايې زړه نه دی کړی چې په زغرده څه و وايي، خو دقلندر مومند په کار کې چې د(( دخيرالبيان تنقيدي مطالعه )) نومي اثر څخه عبارت دی يو څه زړورتيا شته اوځينې ټکي په کې  رابرسيره کوي  چې دروښان پير دعقاېدو شننه ترېوحده  بشپړه او کره  کوي.

قلندر مومند دخېرالبيان دغه اثر چې يوه بشپړه اوږده اوڅېړڼيزه سرېزه لري په هغه کې يې داخبره روښانه کړې ده چې دخېرالبيان دانسخه دکابل اوپيښور دچاپ نسخو نه توپير لري. نوموړی خپل دلايل وړاندې کوي او په دې باور دی چې دکابل اوپېښور نسخې دبايزيد پيروانو کښلي او په هغو کې يې ايات اواحاديث ورزيات کړي دي.بله داچې دهغه له مرگه وروسته کښل شويدي نو زياتونې په کې شوې دي .(( دنوموړی په باور دخېرالبيان په باب عامه عقېده چې دخېرالبيان له ځينو حصو اودحالنامې اود اخوند دروېزه له الزاماتو ثابتيږي داده چې دباېزېد روښان اودهغه دمنونکيو په خيال دا يو الهامي کتاب دی. دالهامي کتاب دعظمت او((دمِنْ جَانِبْ الله ))کېدو تقاضا داده چې ټول کتاب له خداېه

وگڼلی شي ولې دپېښور اوکابل چاپي نسخو کې داحاديثو ،دحضرت علي (رض) دارشاداتو دهادي دبيان (باېزېد روښان ) دويناگانو دعبدالقادر جېلاني اومحمد الدينوري دحوالو دموجودگۍ په وجه يې دا حيثيت مجروحيږي او ځکه د دې خبرې ډېر اعتبار نه شي کېدی چې يو خو ا د ې يو کتاب دخدای له طرفه وگڼلی شي اوبل خوا دې خدای دخپلې خبرې ددليل دپاره دبنده گانو دمقولو محتاج وي. )) [11]

بايد وويل شي چې دقلندر مومند دغه وينا دپښتنو دسترو اومشهورو څيړونكو له خوا منل شوې نه ده · دژور اودقيق څيړونكي استاد معصوم هوتک په قول چې وايې : په دې برخه كې بايد له تاءمل نه كار واخيستل شي ·

دپېښور چاپ دخيرالبيان دنسخې په مقدمه کې مولېنا عبدالقدوس صاحب ددبستان مذاهب دا عبارت را نقل کړی دی: ((دبايزيد تصنيفات په عربۍ فارسۍ هندۍ اوپښتو کې ډېر دي. مقصودالمومنين په عربۍ دی، وايي چې خدای پاک به ورسره بې د جبراييل د واسطې نه پرته خبرې کولې. دده يو کتاب خيرالبيان دی چې په څلورو ژبو دی. يو په عربۍ بل په فارسۍ دريم په هندۍ اوڅلورم په پښتو، هم يو مطلب يې په څلورو ژبو وېلی دی. داکتاب دالله تعالی خطاب دی بايزيد ته .( روشنيان ) دا کتاب دخدای کتاب گڼي ))[12]

قلندرمومندپه دې هکله زياتوي: (( کوم ترتيب چې دانسخه لري هغه ددبستان مذاهب دبيان سره سم دی يعنې دخدای له خوا خطاب چې دجبراييل يا دبل کوم ولي په واسطه نه بلکې براه راست شوي دی. اوځکه زه دا دعوی کولي شم چې زموږ دانسخه هغه نسخه ده چې داخوند درويزه خوشال بابا اوددبستان مذاهب دليکونکي له نظره تېره شوې وه، تلک عشرت کاملۃ))۰[13]

 دخېرالبيان اثر يوه ډېره مهمه برخه دبدايۃ الکتاب هغه ده. دمعاصرې فلسفي اوسايکالوژيکو څېړنو په رڼا کې دقلندر مومند دويناوو بر علاوه ډېرې خبرې را سپړلی شو،دکتاب او د ليکوال اويا مصنف رابطه قايمولی شو.

دخېرالبيان په لومړۍ برخه کې د((اِقْرَا ءبِاِسْمِ رَبک )) مبارکې سورې په پېروۍ پېل کېږي خو په دې کې ډېر ستر پيغام دادی چې په ديالوگ کې بايزيد ته څو مهمې لارښوونې کيږي. چې دژبې (پښتو ژبې ) دليکلو اوفونيمونو، سمبولونو وضع کولو لارښوونه يو له دغو څخه ده.

(( اوبايزيده !–وکښه هغه حرفونه چې په هره ژبه سازيږي دفايدې دپاره دادميانو ،ته دانايې له هره څيزه ما نه زده بيرون حرفونو دقران اوسبحان. ))

د ژبې اودحرفونو دايجاد له لارښونې وروسته بل مهم ټکی دخدای دوحدانيت اودخدای ستاينه ده چې بايزيد ته لار ښوونه کيږي.

((اوباېزيده ! زما ډېر ستر صفت وکښه .خوښي مې پېداشي چې زما ډېر ستر صفت وايي ادميان .گوره زما تسبيح وايي چې زما په مزکه کې دي (يا ) په اسمان نشته هيڅ بېرون چې زما تسبيح وايي ته باور کړه په دابيان.

-زه عامي مېړه يم په څه ستا صفت وکښم اوسبحان .

اوباېزېده ! دخپلې پوهې په اټکل يې وکښه .تمام. )) [14]

دلته په ډاگه کيږي چې دخدای اوروښان پيرخبرې بې واسطه اوسېده خبرې دي. اودروښان پېروانو هم دا ډول باور درلود.

همدارنگه بايزيد ته دکتاب يا خيرالبيان دکښلو لارښوونه کيږي په دې ډول:

۱.((وکښه په دا کتاب صلوۃ په خاتم دانبياءچې محمد دی اوپه واړه پيغمبرانو چې ددوی دي پس روان. ومې کهه رحمت اوبرکت په تا اوستا په پس روانو په محبانو چې وې نغوږه په دا زمانه په تادې وې سلام. )) [15]

۲: همدارنگه بايزېد روښان ته دا ډاډ ورکول کيږي چې خدای تعالی تا اوستا ياران اومحبان که چېرې توبه وباسې بخښل کيږي. خو له دې وروسته دې تن له گناهونو اوناوړه چارو ژغوري. بايزېد ته لارښوونه کيږي چې ديو پېر اوهادي په توگه خپل پېروان له بدو کارو نو منع کړه اوسمې لارې ته يې راوبوله.

۳: موږ دبايزېد په ټولو اثارو کې گورو چې ديو هادي اومرشد په توگه هيڅکله دکوم شخص اومخالف نوم نه اخلي. خو نوموړی په دغه ديالوگ کې له تواضع کار اخلي اووايي چې زما ليکل اولوستل ښه نه زده اوکه زه وليکم کېدای شي غلطي وکړم. اوزما مخالفين به پر ما پورې مسخرې اوملنډې وکړي. بايزېد دعامه ذهنيت اودخپلو مخالفينو عکس العمل ته انعکاس ورکوي. خو په دغه ديالوگ کې نوموړي يعنې بايزېد ته ډاډ ورکول کيږي. اود ډاډ له پاره ورته دتېرو انبياو مثالونه راوړل کيږي.

((اوبايزيده ! شرم دې نشته چې درپورې مسخرې کا يا درپورې خاندې اونه نقصان دايمان. گوره هسې يې مسخرې کړې اوخندل يې زما په پيغمبرانو په اولياء گانو پورې له تا وړاندې ځنې ادميانو، اوبايزيده !وتا مې عقل درکړه ودې ليده ودې پيژانده دده په رڼا رښتيا دروغ، امر نهی، حلال اوحرام. ترو مې ننويست ستا په زړه کې ډار اميدواري. په هغه بهنه دې کړه چار داسلام. دچارې په بهنه دې بيا لار مونده اوهر مقام. ترو حکمت مې درکهه اواجتهاد اونور دالهام. وهر چا لره چې مې حکمت ورکه وهغه مې ډېر ښيگړه کړه ورعيان. )) [16]

۴.د خيرالبيان دکښلو لارښوونه

: ددې خبرو اترو په ترڅ کې په ډاگه باېزېد ته رسالت ورکول کيږي چې دخپلو خلکو دروښنايي اوسمې لارې ته درابللو له پاره اړينه ده چې کتاب وکښې. نوموړي ته دکتاب محتويات هم په ډاگه کيږي. په دې مانا چې کوم شيان چې خلک ورته اړتيالري اوخلک اودهغو په ژوند کې دبدلون جوگه کېدای شي.

(( اوبايزيده !که زما خوښي غواړې اوډيره ښېگړه ،وکښه خيرالبيان زه اورم په دا زمانه له ځنې ادميانو خبرې ددنيا اوهر چې پکې دي خبرې دکرلې دسود اوبازرگانۍ اودځناورانو اوبيهوده خبرې اودروغ دکېنې دغيرت دميرڅۍ يا نور نور رنگارنگ خبرې سخنان دبهشت خبرې اوهر چې پکې وي نعمت درنگارنگ طاعت يا د دوزخ خبرې اوهر چې په کې دي عذاب يې په بهنه درنگارنگ گناهان . .. .)) [17]

دخيرالبيان له بيان سره سم او د ياد شوي ديالوگ پر اساس لوی ذات بايزيد ته دا لارښوونه کوي چې خيرالبيان وکښه. دبايزېد دقناعت له پاره دنورو پيغمبرانو مثالونه هم راوړل کېږي. خو کله چې دخدای امرپرې وشو کتابونه پرې نازل شول .(( اوبايزيده ! وکښه زما په عنايت خيرالبيان، نه يې کښل پيغامبرانو اولياگانو کتابونه له تا وړاندې اونه يې کړه بنده گي چار دښيگړې بي عنايته بې توفيقه په تا دې وي اعلام .))

دبايزيد دکتاب دکښلو دستور اوادب لار ښوونې غوښتنه: بايزيد روښان ته ددې خبرې هم الهامې وضاحت کيږي چې څرنگه کتاب وليکي اودهغه محتوی به څه وي.

(( اوبايزيده ! دستور اوادب دکتابو دکښلو هغه دی چې يې وکښه زما په توفيق په ښکلي توگه په ورکولو دانديښنې اودزړه په حضورۍ اوپه نه نغته دنوس دهوس اودشيطان اودفايدې دپاره د ادميان. )) [18]

۵.دخپل قام په ژبه دکتاب په کښلو تاکيد يوه هغه مساله ده چې روښان ته يې ابديت ورکړی دی. دا هغه څه دې که څوک وايي چې روښان اودهغه پيروانو ماتې خوړلې ده اودهغو لاره نه ده بريالۍ شوې نو دپښتو ژبې غوړيدا اووده اوپه دې ژبه دروښان دپيروانو په لسگونه اثار اوديوانونو کښل ددې خبرې هغه مثال دی چې څو پښتو ژوندۍ وي، روښان به ورسره ژوندی وي. ځينې کسان دا هم وايي چې دپښتو له پاره خو دهغه مخالف اخوند درويزه هم کار کړی دی. خو دا بايد ورسره غبرگه کړو چې داسمه ده چې اخوند دروېزه خو دا کار کړی دی .ددې له پاره چې روښان پروړاندې تبليغ وکړي اوهغه ورټي. خو روښان پښتو دمذهب ژبه گرځولي ده اوپه هغه وخت کې مذهب داوس مهال دتکنالوجۍ سره سيالي کوي.

روښان ته الهام کيږي چې:

((گوره ما کتابونه له تا وړاندې پيغامبرانو وته استولي وو چې پکښې وه بيان درښتيا ددروغو دکړو دنکړو دحلالو دحرامو په ژبه دخپل قام .زه به دروښيم وتاوته په خپل قدرت په څلور ژبې خيرالبيان .څه شو که ته له دغو وړاندې بې خبره وې له خيرالبيان گوره زما اوزما دانبياء واولياء(ع)، رښتيا دی کلام، زما اوزما دانبياء داوليا(ع) کلام می کړی دی خيرالبيان .)) [19]

۶.رښتينې لاره:

روښان ديو ډول ټولنيز ريفورم اوپه ټولنه کې دشيطانې وسوسو اوشرارتونو دله منځه وړلو اوسمې لارې ته دانسانانو دسيخولو لارښود هم دی اودا کار له مذهبې لارښوونې اوله دغه زاويي پرته ناشونی وو. هغه ته ويل کيږي: ((اوبايزيده ! رښتينې لار دانبياء ده. دانبياء لارهغه ده چې زما وپيژندگلوی وته بولي ادميان. ))

بايزېد روښان په خپلو تعليماتو کې داعتقاد لوړې درجې ته رسيږي اوهغه دا تلقين تر لاسه کوي چې هغه په دې قادر دی چې کولی شي خلک سمې لارې ته راوبولي. اوخلکو ته لارښوونه وکړي دهغه داثر دا ايت چې وايي:

مرگ به ورشي وسړې وته ننگهان ،نشته په دونيا کې تل دتله مقام.

دلارې يو بنسټ جوړوي. اوپه رواني لحاظ انسان دې ته رابولي چې له تاءمل اوغور نه کار واخلي چې دڅه له پاره راغلی اودڅه له پاره دلته دی. خيرالبيان دا ا لهامې عبارت لري چې وايي:

.((نشته په دا زمانه پير تمام بيرون له تا چې وارث دانبياء يې درښتينې لارې څښتن يې ته باور وکړه په دا کلام وايه وسړي وته چې په رښتينې پيژندگلئ وپيژني دا جهان چې کړی مې دی سرای دفتنې دزيان اوده چارچوبۍ دتاريکۍ اوسرای دورانۍ عيان. هر چې محبت دبلا دفتنې له زيان کارۍ سره کا مبتلا به يې کړم په سختۍ په بلا په فتنه، په اندوه په غم اوپه تاريکۍ په ړندوالي ترو به زما له پيژندگلوۍ دروند شي عيان. )) [20]

ميرزاخان اودپير روښان نور پيروان بايزيد انصاري پير روښان ديو هادي اوپير کامل په توگه بولي اويادونه يې کوي اوپه تعليماتو يې عمل کول ځان اونور مکلف بولي.

تصوفي تعليمات:

دنويو څيړنو اونويو مدارکو په ترلاسه کېدو سره دا هم اړينه ده چې دبايزيد روښان په عقايدو اوافکارو باندې نوی نظر وشي .په دې اړوند دبايزيد روښان دتصوفي زده کړو کې مراحل دپير کامل اهميت، اودمعرفت درجې ته رسيدل اودتصوف اوشريعت ترمنځ داتصال کړۍ جوړول اوهمدارنگه له هغه وروسته دهغه دپيروانو په اثارو کې ددې زده کړو په قوت سره روزنه شامله ده .

دحالنامې له دې قوله جوتيږي چې روښانيت دپير په پيروۍ تاکيد کوي او له هغه لاس نيوی دانسان له پاره په خدای باندې په اعتقاد کې اساسي شرط بولي:

حالنامه وايي: (( ای عزيزمن ! پير دستگير قدس سره نشسته بودزنی پيرزالی از دردرامد وگفت يا بايزيد ! دوپسر دارم پدرشان مرده است، وهر دو فرزند بمزدوری حلال مشغول اند وهميشه با درويشان همصحبت اند ودرکار شريعت مستقيم اند، اما پير ندارند.

بعده پير دستگير قدس سره فرمود.ای زال بشنو !طلب پير مکن، هرکه پير ندارد دين ندارد ،وچنانچه رسول عليه السلام فرموده است: قا ل النبی عليه السلام: (( لاَدِيِنَ لَهُ لِمَنْ لاَ شِيخَ لَهُ )) [21]

د بايزيد انصاري ((خليفه اول)) محمد کمال صاحب وايي:

(( پير که از چهار مقام واز چهار سير واقف باشدومريد خود خبر گرداند اگر مريد او باز گردد مرتد ومردود باشد..)) ۰ [22]

بيا وايي: وهر که از چهار مقام وچهار سير خبر نباشد … اگر از چنين پير باز گردد مرتد ومردود نه شود. بلکه لازم بود اورا که از ان پير باز گردد)۰[23]

په حالنامه کې ځای ځای ددې يادونه شوېده چې بايزيد په دې ټينگار کوي چې زه دنبې عليه السلام لاره خلکو ته ښايم. اوخپل پلار ته هم په يو ځاې کې وايي چې دنبې لاره دشريعت، طريقت ،حقيقت اومعرفت لاره ده. بايزيد روښان دحالنامي په قول يو حديث بيانوي چې ترجمه يې په دې ډول ده: (شريعت لکه دشپې دی، اوطريقت لکه دستورويو دی اوحقيقت لکه سپوږمۍ ده اومعرفت لکه دنمر دی اودنمر دپا سه هيڅ شی نشته ( ددې حديث په فارسۍ ترجمه کې دحالنامې مصنف د ((ليس فوق الشمس شياء)) معنی کوي (نيست چيزی روشن تر از افتاب)) يعنې دنمر دپاسه څه روښنايي نشته. )) [24]

هغه دخپلې لارې دښوولو او توضيح له پاره شريعت باندې ټينگار کوي. دا مساله واضح کوي چې هغه دخپلو دوښمنانو اومخالفينو پروپيگندې هم له پامه نه دې غورځولي اوغواړي په پوره احتياط گام پورته کړي.

((دټولې مسلمانۍ دتعريف په سلسله کې بايزيد انصاري سره دا قول هم منسوب دی (( تمام مسلماني شريعت وطريقت وحقيقت ومعرفت است))

مقامات:

دبايزيد انصاري د تعليماتو اودهغه د تصوفي زده کړو په باره کې هم يو لړ ناسمۍ رواج شوې دي .دبايزيد روښان دتصوف په باره کې تراوسه زيات څېړونکي په دې خبره اتفاق لري چې بايزيد دنورو صوفيانو برخلاف دڅلورومقامونو پر ځای داتو مقاماتو قايل و.

۱.شريعت .۲.طريقت .۳.حقيقت .۴.معرفت .۵.قربت .۶.وصلت ۷.وحدت .۸سکونت ياديږي. دبايزيد دخپلو ليکنو اودهغه دتحريک دځينو شاعرانو اوپيروانو له شعرونو څخه دا ناسمۍ تقويه کيږي .خو دخيرالبيان اړونده برخې که په دقت اوغور ولوستلی شي نو دا ترې څرگنديږي چې دا وروستی ذکر شوي (څلور مقامه ) دبايزيد دبيان کړي معرفت مدارج دي.

په خيرالبيان کې دغه مقامات په دې ډول تعريف شوي دي:

(( اوبايزيده! دشريعت دطريقت دحقيقت دمعرفت ديگانگۍ پوهه مې دپيغمبرانو کړې دي عليهم السلام)) .

د شريعت دی بيان:

بايزيد روښان په خيرالبيان کې دشريعت اوږود بحث لري اودطريقت تر سرليک پورې ټول فرايض اوواجبات چې انسان ته اړين دي اودپيغمبرانو لارښوونې دي تشريح کوي. په دې اصولو کې ديو کامل مسلمان له پاره د حلالو او حرامو پيژندگلوې اوهمدارنگه دلمانځه اواوداسه په ارکانو، دعشر اوزکوۃ اونورو اصولو بحث اوخبرې دي اوله هغه وروسته بيا دطريقت بيان کوي .

خيرالبيان واييL( گوره ! دشريعت ورمندن گفتار دپيغامبرانو دی اوچار دپنځه بنياددمسلمانۍ ده په ادميان اوگناه دشريعت نه نغته دشريعت ده اونغته دنوس اودشيطان چې ليږي يې اوبی شريعت وته اوبې شريعت لکه ليوه دی چې پکښې قرار دی هغه هسې دی لکه ځناوران.)) [25]

د طريقت بيان:

((دطريقت زده اوچار وکښه ؛زده اوچار دطريقت دشريعت لِزده له چار بِه ده پر آدميان ))

روښان وايي: راوښيه وماوته زده اوچار دطريقت په خپل فرمان اوسبحان ! اوبايزيده ! شريعت وينا اوطريقت چار د پيغمبرانو ده زما رحمت په دوی اوسلام .نه نغوته دنفس اودشيطان اونغته دزړه ٬دروح چار دپيغمبرانو ده عيان. ))[26]

د حقيقت دې بيان:

په خيرالبيان کې راغلي دي : ((اوبايزيده ! اوکښه زده اوچار دحقيقت ؛ گوره زده اوچار دحقيقت ،دطريقت له زده اوله چار بِه ده په ادميان ((قل رب زدنې علما په قران کی دی بيان الخير لا يوخر نبی ويلي دي عليه السلام .))

راوښيه وماوته زده اوچار دحقيقت په خپل فرمان اوسبحان !

اوبايزيده ! حقيقت دی حال دپيغمبرانو اوچار يې پټ يادوي او فکر مدام))[27]

د معرفت دی بيان:

اوبايزيده ! وکښه اوچار دمعرفت، گوره ! زده اوچار دمعرفت دحقيقت له زده اوله چار ی به ده په ادميان .

او لږ وروسته روښان وايي:

راوښيه وماوته زده اوچار دمعرفت اوهر چه پکې دي مقام دعارف، طاعت اوگناه يې په خپل فرمان اوسبحان،

اوبايزيده ! دمعرفت زده ديگانگۍ زده اوچار يې هغه ده چې هر چار زما په حضوري کا ادميان .

گوره ! په معرفت کې مقام دقربت دوصلت دوحدت دسکونت دی په تادې وي اعلام، اوعارف واجد مقرب واصل موحد مسکين دی عيان. )) [28]

دمعرفت په بيان کې داوضاحت راځي:

((گوره! په معرفت کې مقام دقربت دوصلت دوحدت دسکونت دی په تادي وي اعلام اوعارف واجد،مقرب، واصل،موحد، مسکين وي عيان. )) [29]

له دې جوتيږي چې قربت، وصلت،وحدت اوسکونت دمعرفت مقامونه دي اودمعرفت پورې اړه لري. اوجلا جلا مقامونه نه دي.

 قلندر مومند هم په دې خبره ټينگار کوي اوهغه را پورته کوي اوليکي:

دواړو کې دبايزيد روښان دمصروفياتو په باره کې دحالنامي مصنف ليکي:

(( اوعارف واحد به يې دقربت دسير خواته عارف توب دی به يې دوصلت دسير په طرف عارف واصل به يې دوحدت دسير په طرف عارف موحد به يې دسکونت دسير په طرف اودتخلقو ابااخلاق الله مرتبې ته راغب کول.))[30] همدارنگه لږ وروسته زياتوي چې: ( شريعت زما خبرې، طريقت زما کردار، حقيقت زما حال اومعرفت زما رازونه دي. ))[31]

له دې خبرو اترو اوبحثونو جوتيږي چې روښان دخپل توحيد علم له پاره دغه څلور منزله لازم بولي چې دنورو تصوفي طريقو کې هم شته. اودقربت، وصلت، وحدت اوسکونت سيرونه دمعرفت مراتب گڼي.

چې په دې منازلو کې دوړومبيو دريو منازلو نه پس دسکونت درجه صرف کامل پير ته حاصليږي. اودبايزيد روښان په باره کې دااخرني څلور مقامات دجدا منازلو په طور دهغه دځنې مريدانو له خوا په ناسمه توگه دمخالفينو دپروپيگندو په وجه پيدا شوي دي چې ښايي هدف به يې داوو چې بايزيد روښان لاره دنورو صوفيانو له لارې بيله اوجلا وښودل شي . سره له دې چې په ځينو تصوفي لارو دا منازل اوسير وسفرونه زيات اوکم ښودل شوي اوتوپير لري خو دا جوته ده چې بايزيد خپله طريقه لرله اوځان يې اکې يو کامل پير گڼلو ځکه نو دې مخالفانه پرپيگڼډو اواعتراضاتو ته زيات څيلمه وه .

په صراط التوحيد اوخيرالبيان کې داخبره څرگنده ده چې دپير کامل په لارښوونه مريد دحقيقت تر مقامه پورې رسيږي اوکه دخپل پير له خوا ورښودل شوی ذکر جاري وساتي نو دمعرفت مقام ته پورته کيدای شي. دا بيا هغه مقام دی چې په هغه کې ذاکر دعارف واجد مقام ته رسيږي اوله هغه نه وروسته چې نور هم پرمختگ کوي نو دا عارف واجد په عارف مقرب بدليږي . دې پړاو ته په روښاني فرهنگ کې عارف سامع هم وايي ځکه چې دغوږ پرده يې لري کيږي اونوي اوازونه اوريدلی شي. له دې پړاو نه وروسته چې کله پرمختگ کوي عارف مقرب ( عارف سامع ) وصلت مقام ته رسيږي او عارف واصل شي اودعارف واصل کيدو نه پس دنورې ترقۍ په نتيجه کې دعارف موحد مرتبې ته اوبيا ددې تعالي وروستی پړاو هغه وخت ترسره شي چې موحد عارف په عارف مسکين بدل شي .

نوکله چې خپلې خبرې راټولوو دې پايلو ته رسيږو چې دروښان لاره. دهغه دخپلو اثارو له لارې زيات دقت اوتاءمل غواړي. دروښان اعتقادي يا فکري ليدتوگه کې دا جوتيږي چې هغه دنبوت دعوه نه کوي خو دخيرالبيان دمتن له مخې هغه داسې شخصيت دی چې دلوی خدای سره له واسطې اومنځگړې پرته سوال اوځواب کوي.

هغه يو عارف اومتصوف دی خود هغه دپړاوونو پيل دشريعت له مقامه کيږي. په داسې حال کې چې په فلسفي لحاظ دتصوف اودشريعت دلارو په يووالي کې تناقض شته. کيدای شي دوخت متصوفينو ځکه دا غوره بللې وي چې دټولنيزې مواخذې څخه ځان گوښی وساتي .

 د پير بايزيد عرفاني لاره کومه تجريدي اوله دنيوي فعاليتونو څخه پردۍ اويوازې رواني اوروحې سفرونو کې ډوبيدل نه بلکې يوه ټولنيزه اصلاحي پاملرنه هم لري. په دې مانا چې ددروغو اومنکراتو څخه دخلکو ليرې ساتل، دسوداگرۍ اوکرکېلې کاروبار ته پاملرنه کول اودخدای لاره تعقيبول، اودوحدانيت لاره يا توحيد په مخ کې نيول دي.

په فرهنگي لحاظ دپښتنو دفرهنگ اومعنويت دغوړيدو اوخبرتيا له پاره هم يې ډير څه پښتنو ته ورکړل. په دې مانا چې له ده وروسته دده پيروان وو چې په پښتو ژبه کې يې بشپړ ديوانونه ايجاد کړل. دپښتو ژبې ليکل اواثار رامنځ ته شول. اوس موږ دد ې ټکو په رڼا کې دميرزا خان تعليمات کتلی شو اوليدلی شو چې ميرزا خان په څومره اندازه دغه تعليمات پاللي اوروزلي او څومره له دې تعليماتو څخه ترمخه تللی دی.

په پورتنيو توضيحاتو سربيره  بايزيد روښان په عقايدو کې  داسماعيليه فرقي اغيزي هم شته ۔ مشهور عالم  مولانا محمد شفيع    لاهوري په انسيکلو پيديا اف اسلاميکا کې په دې باب يوه مقاله لري چې دحالنامې په استناد يې پرې ليکنه کړې ده اوداسماعيليه فرقې اصول يې تشريح کړي دي ۔ دغه برخه زما په اثر (( په حالنامه کې دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره )) کې په تفصيل سره راغلي اويادونه شوي ده۔ اوهم دغه اصول په  پرتليزه توگه تشريح شوي دي چې دلته يې بيا ځلي يادونه دمقالي له حوصلي بهر ده ۔

په هر حال دبايزيد روښان او د هغه دفکري لاري په بابا څو ډوله نظريات موجود دي ۔

۱۔عرفاني نظريه

۲۔ملي نظريه

۳۔عوامي نظريه

خو ددې ټولو نظرياتو له نچوړ نه جوتيږي  چې  دانگلز دبزگري پاڅونونو دتيوري له مخې روښاني نهضت  دشکل له پلوه يو عرفاني اودمحتوا اوماهيت له پلوه يو خود بخودي عوامي اولسي غورځنگ وو ۔چې په خپل وخت کې يې دارتودوکسي مذهبې دوگماتيزم په وړاندې قد علم کړي په فرهنگ اومعرفت کې يې اغيزمنې طرحې وړاندې کړې دښځو ازادي ، دموسيقي ادب اودپښتو ژبې په برخه کې ديو رنسانس په توگه اغيز لرلي دي ۔

يادونه : پير روښان په ۹۲۸ هه ق کال ( ۱۵۲۱)ميلادي کې دپنجاب په جالندهر کې وزيږيدو ۔ دپلار نوم يې عبدالله  اودمور نوم يې بی بی ايمنه يا امينه وو۔ پلار يې دشيخ محمد زوي اومور يې دحاجي ابابکر لور وه ۔ پلار يې په قوم اورمړ پښتون اودوزيرستان دکاڼيگرم اوسيدونکي وو۔ بايزيد روښان  ژوند دمغلي امپراتورئ په شرايطو کې تيريږي له زيږيدو يو کال وروسته يې بابر مغلي هند ته ورځي  اودلودي پښتنو حکومت له منځه وړي ۔ دخپل ژوند په يو پړاو کې دروښان لقب گټي يوه مذهبې تصوفي فرقه رهبري کوي ، اودخپل وخت له متداوله علومو فيض اخلي ۔ په خپلو سترگو مغلي حکومتونه ويني  دمغلو ((مغل واره ))تاړاکونه ويني  اوپه ځوانې اوزلميتوب کې  دظلم اوبربريت پر ضد اودخپلي فرقې دپيروانو د جذبولو له پاره کار کوي ،، دزيات تفصيل له پاره ۔حالنامي اويا په حالنامه کې دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره اثر وگورئ ۔

۱. نفيسي، سعيد. سرچشمهء تصوف در ايران. (تاثير تعليمات بودايي در فرهنگ ايران ) از نظر فلسفي ۔  : تهران : ۱۳۴۳ ص (  )    .

۳- مجروح، سيد بهاؤالدين .بودا چنين ميگفت اريانا مجله، دويمه گڼه . كابل : د تاريخ تولنه د اطلاعاتو او كلتور وزارت ۱۳۵۲ كال     ص ۲۱

3 ابراهيم بن ادهم : يا د بلخ شهزاده چې په اسلامي فرهنگ كې يې داستان ډېر مشهور دی او زياتره څېړونكي عقيده لري چي د هغه كيسه د سيدهارتا بودا سره ورته ده. وايی چې ادهم تاج وتخت پرېښود. د چوپان كالي يې واغوستل او اواره شو

4.حلول : له عرفاني پلوه په دې باور درلودل چې خدای تعالی په هر څه کې حلول کړی اوامتزاج لري ۔  لکه په خرما کې خوږوالی ۔ فرهنگ سجادي  ص ۳۲۸)

5ـ نيروانا : يعني خاموشي، د بودا په نظر د مطلقې نابودۍ مانا لري. د برهمنانو په عقيده له عالمي روح سره د فردي روح يوځاي كېدل دي.

6- طبيبي، عبدالحكيم – تصوف وعرفان در افغانستان – كابل :اطلاعات وكلتور ص   ۵   .

7.همدا اثر ۶مخ

  1. 8. ميخايل – ای.زند – نور وظلمت در تاريخ ادبيات ايران، تهران : ايران، تهران خ ۲۵۳۶ (۱۹۷۵) ارشليم.۱۴۱مخ .
  1. 9. دوست محمد كامل مومند (رحمان بابا) پيښور چاپ ۱۲۶ .

10- رشاد عبدالشكور – د واصل روښاني څو شعرونه سريزه)  مخ ۲

قلندرمومند. دخيرالبيان تنقيدي مطالعه. پيښور چاپ ،کال: ۱مخ [11]

[12] خيرالبيان، دپيښور چاپ مقدمه ص ۵۳ تنقيدي مطالعه ص ط ۹

تنقيدي مطالعه ۱۰ مخ [13]

[14]خيرالبيان تنقيدي مطالعه ۱۹۵مخ

همدغه ۶مخ [15]

همدغه ۷مخ [16]

[17] همدغه ۸مخ

همدغه ۸مخ [18]

همدغه ۹مخ [19]

همدغه ۱۵مخ [20]

[21] حالنامه .مخلص نوی چاپ ۱۳۴مخ

[22]حالنامه .مخلص نوی چاپ ۱۳۴مخ

حالنامه .مخلص نوی چاپ ۱۳۴مخ [23]

تنقيدي مطالعه ۲۳مخ [24]

[25] خيرالبيان پيښور چاپ ۳۸۴

همدغه ۳۱۸مخ [26]

همدغه ۳۵۳مخ [27]

همدغه ۳۸۳ مخ [28]

ق.مومند سريزه تنقيدي مطالعه ۲۲مخ [29]

همدغه ۲۴مخ [30]

همدغه ۲۴مخ [31]

[i]

One thought on “پيربايزيد روښان اوپه پښتنې تصوفي عرفاني/ اکبرکرګر”
  1. مننه گل زرين خانه له تبصرې نه دي ۔
    زه پوهيږم چې ته څه وايي ماته هم په زړه پورې ده چې ته دمقالي تيزس نه ويني په دې دې هم سر نه دى خلاص چې مقاله دکوم هدف له پاره کښل شوي ده ۔ دا يو اوږود بحث دې چې نه غواړم را وې سپړم ۔ کولي شي يو وار بيايې ولولي اوزما په څير خپل نوم وليکي نه دگل زرين له نامه ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *