نبي الله پیرخېل

د کابل ولایت د والي له ویندوی تبي الله پیرخېل سره د سرخط مرکه |

د کابل د پرمختيايي پلان په هکله وخت پر وخت هم انتقادونه شوي، هم يې غوښتنې وړاندې شوې او هم يې په هکله د چارواکيو له خوا غوړې وعدې شوې دي. يوازې د کابل د درې کلن ولايتي پلان نه، بلکې اکثره خدماتي مواردو په هکله ولس او حکومت د سالمې مفاهمې پر درشل نه دي سره درېدلي.

سرخط ورځپاڼې له همدې لړه د کابل د درې کلن پلان د لا وضاحت، رڼاوي او عملي اړخ د سپړنې په هکله د کابل ولايت مقام له وياند ښاغلي نبي الله پيرخېل سره ځانګړې مرکه کړې، ښاغلي پيرخېل يې د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پرمختيايي پلانه هدف څه دی او څه به پکې وشي، داسې ويلي؛

پيرخېل؛ د کابل ولایت درې کلن پرمختیايي پلان د څوارلسو ولسوالیو د خلکو د غوښتنو، ستونزو او لومړيتوبونو په اساس جوړ شوی دی چې له مخې به یې د بیارغونې، امنیت، ښې حکومتولۍ، روغتیا، اوبو لګولو، کرنې او پوهنې په برخو کې د پام وړ کارونه وشي.

دغه راز اوسمهال د کابل ولایت پر پنځه کلن ولایتي پلان کار روان دی چې د خلکو او دولتي ادارو د مالوماتو پر بنسټ داسې پلان جوړ کړو چې په پلي کېدو یې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، په دغه پلان کې د ادارو له مسوولانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو نظرونه اخیستل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د جوړېدو کارونه بشپړ شي.

په دغه پلان کې به تر ډېره کومو برخو ته توجه وشي؟
پيرخېل؛ موږ په دې پلان کې پوهنې، امنیت، بیارغونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ته پاملرنه کوو. همدا راز د کابل ولایتي اداره د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او هغه کسان چې په فساد تورن دي عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې ور وپېژني.

د ځمکو د غصب له موضوع سره به څه وکړئ؟

پيرخېل؛ د دولتي ځمکو غصب د کابل ولایتي اداري ته د زغملو وړ نه دی او غاصبان به د قانون پنجو ته وسپارو. د کابل ولایت د ریاستونو او ولسوالیو ارزونه مو پیل کړې چې د ارزونې پايلې به د رسنیو له لارې له ولسونو سره شريکې کړو.
له خصوصي سکټورونو سره مو تعامل څنګه دی؟

پيرخېل؛ کابل د ټولو افغانانو ګډ کور او عزت دی، له ټولو هغو کسانو مو هیله ده چې په کابل کې اوسېږي او پانګونه یې کړې ده چې د کابل له ولایتي ادارې سره د کابل په بیارغونه کې مرسته وکړي. له جلالتماب ولسشمر محمد اشرف غني مننه کوو چې په دې وروستیو کې یې د کابل ښار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

تر دې وړاندې ستاسې خدمتونه په کوم حالت کې وو؟
پيرخېل؛ کابل د هېواد پلازمېنه ده، خو له بده مرغه په ډېری ولسوالیو کې د قناعت وړ پروژې نه دي پلې شوې. د کابل ولسونه له نامتوازن پرمختګه ستړي شوي، د کابل ولایت نوې رهبري ژمنه ده چې د کابل په ښار او ولسوالیو کې خلکو ته وړ متوازن خدمتونه وړاندې کړي.

په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخيستل شوي؟
پيرخېل؛ په لومړي ځل د کابل همغږۍ دوې غونډې د کابل ولايتي ادارې په نوښت جوړې شوې چې په دغو غونډو کې د کابينې غړيو، د ولایتي شورا، مشرانو جرګې او ولسي جرګي غړيو او د کابل ولایت د دولتي ادارو رییسانو، ولسوالانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مېرمنو، ځوانانو، د مدني ټولنو او رسنیو استازيو ګډون کړی و.
د کابل ولایت د همغږۍ په غونډو کې د کابل والي له وزیرانو وغوښتل چې په خپلو کې پلانونو کې د کابل ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تر دې دمه داسې څه شوي چې مثبت يې ارزيابي کولای شئ؟
پيرخېل؛ کابل د هېواد پلازمېنه ده، څوارلس ولسوالۍ لري چې له نېکهمرغه په دیارلسو ولسوالیو کې د کوکنارو کرکیله صفر شوې ده، له بده مرغه د سروبي ولسوالۍ په ځینو سیمو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي، خو موږ جدي هڅې پیل کړې چې په دې ولسوالي کې هم په روان کال کې د کوکنارو کرکیله صفر ته را ټيټه کړو.

دغه هڅه به څنګه کاميابه کړئ؟
پيرخېل؛ په همدې موخه مو په دې ولسوالي کې د دېرشو شنو خونو د جوړولو چارې پیل کړې چې «۱۲۰۷۸۹۳۰» افغانۍ لګښت به ورباندې راشي چې له یوه پلوه به د کوکنارو کرلو مخه ونیول شي، له بله پلوه به د سروبي ولسوالي بزګر د حلال کښت او ښو حاصلاتو خاوندان شي.

دغه راز په روان کال کې د پیازو ۱۲۱ سړې خونې په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړې شوې دي چې په دې سره د بزګرو په عوایدو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په نورو ولسواليو کې هم دې ته ورته عملي پروژې پلي شوې؟
پيرخېل؛ په شکردره ولسوالي کې د ملي او حیاتي پروژې د شاه و عروس بند د جوړولو چارې روانې دي چې ۷۸ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي، موږ د کابل له ولسونو مننه کوو چې تل یې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې له ولایتي ادارې سره ښه مرسته کړې ده.

تر دې ور ها خوا کومې برخې دي چې کار پکې کوئ يا مو کړی؟
د بې‌سوادي د له منځه وړلو له‌پاره مو د هر کور دروازه ټکولې او په دې اړه د پراخ کمپاین هوډ لرو چې په کابل ښار او ولسوالیو کې یې وکړو.
مالوماتو ته لاس‌رسی د هر افغان حق دی او موږ ژمن یوو چې ولسونو ته د خپلو فعالیتونو او پلانونو په اړه پر وخت دقیق معلومات ورکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *