دطالبانو په وخت کې دهلمند په کوپکه کې يو پير پيدا سو دی ډير جالب او چالاکه پير وو، څوغوړه مالان يې هم درلودل هغه دچا خبره چې ده به ويل قران مريدانو به يې ويل موږ دې ووهي، ډيرې لوبې يې وکړې خوهغه ډول چې ددوی غوښتنه وه چې خلک ،له خلکو سره تورې چرګې، پسونه، غواوې او نجونې پرې راماتې سي راماتې نه سوې، ډير وخت دې کاري ټيم په دې فکرکاوه چې څه ډول يوه نوې طرحه وړاندې کړي چې خلک پرې راټول سي، ډيرې طرحې يې وړاندې کړې ځينې په کې پخوانۍ خو يوه برخه يې نوې، ځينې په کې يو مخ پخوانۍ ، ځينې په کې نوې خو لږاغيزه ، دطرحو په تمرين لګيا وول چې يوه ورځ خپله پير صاحب نوې ډېره جالبه طرحه وړاندې کړه چې دټول کاري ټيم سخته خوښه سوه ولې يې خوښه سوه؟ ځکه چې طرحه ساينسي اوعصري وه يانې له وخت سره جوړه وه ،طرحه داسې وه چې مشر پير مريدانو ته وويل:اوازه ګډه کړئ ، چې دپير صيب موټر تيل نه خوري،پير صيب مبارک په کې توکړي دي،اوس نه خرابيږي او نه تيل خوري،مريدانو به يې کوښښ کاوه چې په جومات کې له لمانځه وروسته دا موضوع ميدان ته کړي،چې مازې به خبره ياده سوه په نوبت به مريدانو له قسمونوشرنګی جوړکړ ،دمکر په انداز به يې ويل کرامت داولياووحق دی که يې څوک نه مني لکۍ به وکړي په پخوا زمانه کې هم يوه سړي کرامت نه مانه لکۍ يې وکړه، بياله شرمه دباندې نه سو ګرځېدلی،زموږ پير صیب په خدای مې دې قسم وي چې هغه ورځ په دښت کې موټر خراب سو نږدې نه کور وو نه کلی ، په ډاګ پاتې سو، نږدې وو چې مړه سوي وای ، اخير پير صيب مبارک ، زه يې دپښو خاورې سم راکښته سو دموټر انجن ته يې وکتل ، بيا يې اسمان ته وکتل له دې سره يې چوف پر وکړ ماته يې وويل چې اوس يې سلپ کړه چې دا سلپ مې کړ دخدای په قدرت چالانه سو ، يو څه چې مخته راغلو بيا يې تيل پسې خلاص کړل ، بيا مو پير صيب ته وکتل پير صيب مبارک بیا ورکښته سو دموټر دتيلو په ټانکۍ کې يې ورتو کړل دټانکۍ سر يې ښه کلک وتاړه ،اوس دا شپږ مياشتې وسوې چې قسم په خدای يو څک تيل مو هم نه دي وراچولي . له دې سره به خلک هک پک سول ،دوی به نو له قسمونو ورته لاندې ول ډير لږ خلک به پرې پوهېدل چې دا هر څه ډرامه ده خوډير به ورته په څلورو ورتلل، حتي ملايان يې هم اغيزمن کړي وو ، هيڅ يې ددوی په اړه نه ويل ،دپير لنګر چالانه سو ځينوساده ګانوبه چې دخلکو ګنه ګونه رش وکش ته وکتل په رښتيا به يې مريدي شروع کړه له دې سره رښتينو مريدانو هم غيږې ته ځان ورواچاوه ،اوس يې نو ارمان پوره سو ، کور يې له تورو چرګو ،سپينو پسونو او خړوغواوو ډک سو، خو يو ارمان يې لا پاته وو چې نوی واده هم وکړي داسې واده چې شهرت يې لا ورسره زيات سي په يوه تيردوه نښې وولي، له پخواني ټيم سره ديره سو سپارښتنه يې ورته وکړه چې تاسې ونيسئ دې خبرې ته کار وکړئ چې که چا خپله خوراولورپيرصيب ته بخشش کړه په جنت کې به خپل مقام په خوب وويني،هستي به لکه باران پرې را اوري،داخبره خپره سوه چې ډيرخلک يې دې ته جوړکړل چې خپله خوراونازولې لورپيرته وبښي،چي يوپه کې موټرسايکل جوړونکی وو ،ده جرئت وکړ او خپله لوريې دجنت په نشه کې پير ته په دې شرط وبښله چې دده په موټرسايکل کې به هم توکوي چې تيل ونه خوري ، پير صيب لومړی لږ شاته سوخوچې نجلۍ ته یې وکتل بيرته رامخته سو ورسره ويې ومنله ، چې موټرسايکل جوړوونکی ولاړه ټيم يې راټول سو په پير يې نيوکې وکړې چې که تيل يې خلاص سول زموږ دراز کڅوړه به سورۍ سي ، پير دواسکټ دمخې له جيب څخه مسواک راوايسته ، لاندنۍ شونډه يې تر غاښونولاندې کړه څټ يې وګراوه اوبياموسکی سو زما يې چل زده دی . له واده مخکې خسر بابا موټرسايکل ،پيرته راوست ده هم مريد ته ورکړ چې ښه يې له تيلو ورته ډک کړه، وروسته يې په کې توکړل ، واده سو ميله خلاصه سوه چې دا دی موټر سايکل والا خسر په خشم او غوسه پير خانې ته ننوت ، په پير صيب يې تور پورې کړ چې درواغ يې ويلي موټرسايکل خو تیل خلاص کړل ،څنګه يې خلاص کړل دا څنګه کيدای دا هيڅ امکان نه لري ځان يې ناارمانه وښوده بيرته يې په سړه سينه ورته وويل دټانکۍ سر خو به دې نه وي خلاص کړی ، خلاص مې کړ ، خوله يې شپېلۍ کړه اوف يې کړ، ځان دي غرق کړی تا ته چا وويل چې سر يې خلاص کړه له دې سره يې خسر هم هک پک سواوځان يې ګرم وګاڼه، څو وخته چې تير سول خسر بابا پرې پوه سوچې دکاسې لاندې بله کاسه ده او لور يې دتوتو په تول تللې، له ځان سره يې فکروکړ چې اوبه خو هسې هم له ورخه تيري دي لورمې راڅخه ولاړه راځه له همدې فارمولې خپله هم ګټه پورته کړه اوازه يې توده کړه چې زما په موټر سايکل کې چې پيرصيب مبارک توکړي وواوس بې تيلوچليږي بلاخره يوه بله هوښياره مرغۍ راپيدا سوه دا موټر سايکل يې په لوړه بيه ورڅخه رانياوه اوونۍ وروسته بيرته ورته راغی چې زوی مړې ماته خو دې دروغ ويلي ووداخوتيل خوري ،ده هم عين اداکاري چې پير صيب له ده سره کړې وه ترسره کړه دټانګی سر خو به دې نه وي خلاص کړی خلاص مې کړ ومې کاته څک تيل هم نه ووپه کې ځان دې غرق کړی تاته چاوويل چې سريې خلاص کړه دپيرصيب مبارک چوف ځينې الوتی له دې سره هغه هم ورسره ومنله او پړه يې ومنله، داپيراوس هم ژوندی دی اوس يې دريم واده هم کړی چې داهم چاورته بخشش کړې ده پخوانۍ خبره ده احمق چې په جهان کې وي، مفلس بندنه پاته کيږي، داکيسه مې ولې وليکله په دې مې وليکله چې راتلونکی نسل راپورې په کړس کړس وخاندي .
اقبال خيبر
هلمند،لښکرګاه