په فیسبوک کې یې درې عکسونه خپاره کړې دي، خو پروفایل یې لاهم عکس نه لري. په یوه تصویر کې یې شا ده، په تیاره کې اوبو ته ګوري. په بل تصویر کې شپه ده له لرې یې د ښار څراغونو ته سترګې نیولې دي، دریم تصویر هم د تکي تورې شپې دی چې د سیند غاړې ته نرۍ موازې لار تیر شوې ده. درې سره عکسونه کاږه غوندې دي، سم نه دې اخیستل شوي. د عکسونو پر سر یې لیکلي دي، ژوند ښکلی دی.

دا جمله یې روغو ته ښایي سمه وي، خو ده ته ژوند تیاره شوی، په سرطان اخته دی. تیره اونۍ یې راته ویل چې لاهم څه ناڅه هیله لري چې ښه به شي. نن یې په مسیج کې راته ولیکل چې ښه نه دی.

تر عکسونو لاندې مې ورته ولیکل، ژوند ژوند دی بیشکه چې ښکلی دی. کمپیوټر مې بند کړ. د خوب خونې ته ولاړم په اړخ بل اړخ واوښتم، خوب تښتدلی و، لوړ دنګ سړی مې ترسترګو سترګو کیده. هغه وخت راپه زړه کیده چې لومړی ځل پراګ ته راغلی وم ده د سیند غاړې ته ګرځولی وم، ښار یې راښکاره کړی و… په فیسبوک کې مې د ده خپاره کړي عکسونه داسې مخې ته تیریدل لکه په ماشومواله کې چې به مې په پلاستیکي کمره کې نصب شوي عکسونه تکرار تکرار کتل. خپل پیغام ته مې ورپام شو:

«ژوند ژوند دی، ژوند ښکلی دی…. اوف»

 په منډه ورغلم کمپیوټر مې ولګاوه، ده ته لیکلې جمله مې ړنګه کړه د هغې پرځای مې ولیکل، د پراګ ډیر ښایسته عکسونه مو خپاره کړي.

ځای ته راغلم، سترګې مې له خوبه سره ورغلې وې چې د ایس ایم ایس غږ شو، بیا تړنګ شو بل ایس ایم ایس راغی. موبایل مې راواخیست، ده په یوه مسیج کې راته لیکلي و، ولې دې په فیسبوک کې خپل پيغام بدل کړ، حقیقت مه پاکوه ژوند خو نورو ته ښکلی دی، دوهم ایس ایم ایس هم د ده و او همدا جملې وې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *