نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٦
کندهار افغانستان-د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ يو تن محلي پوليس چي د تيري جمعې راهيسي لا درکه و، پرون يې جسد د امنيتي ځواکونو له خوا وموندل سو .
محمد قاهر د محمد عمر زوى د پنجوايي ولسوالۍ يو تن محلي پوليس چي تېره جمعه د خپلو ملگرو په بلنه ميلمستيا کي ګډون کړى و تر پرون ورځي پوري لا درکه و.
هغه امنيتي ډله چي د نوموړي محلي پوليس د موندني په موخه پلټنې کولې تېره ورځ وتوانېدل چي د محمد قاهر هغه مشکوک ملگري د پينځو تنو نورو وسلوالو سره مل پيدا کړي کوم چي ياد محلي پوليس ته يې د مېلمستيا بلنه ورکړې وه.
نيول سوو وسله والو او ملگرو يې په خپل جرم اعتراف کړي او دا يې منلي چي محمد طاهر يې د مېلمستيا په پلمه لومړى کور ته بيولى او وروسته يې وژلى او مړي يې د سيمي په يوه باغ کي پټ کړى ول.
دغه پينځه تنه وسلوال کسان چي د محمد طاهر په قتل تورن دي د طالبانو د يو سيمه ايز قومندان معلم فدا محمد د افرادو څخه دي چي په سيمه کي د دولت پر ضد د نورو وسلوالو فعاليتونو تر څنګ د دولتي کارمندانو او قومي مشرانو په وژلو هم لاس لري.