معلم نه و راغلی. زموږ بنډار جوړ و٠ هغه لکه نور کله د صنف په پای کې یوازې ناسته وه۰ ور نږدې شوم۰څنګته یې کېناستم:
-څه لیکې؟
-نه ، رسامي کوم
– کتلی یې شم؟ –
– نه، لا یې ډېر کار پاتې دی
له خپل بکسه یې یو کاغذ راویوست۰ وه یې ویل: « دا مې پرون شپه ایستلی». د یوې نجلۍ سترګې وې شااوخوا یې رنګونه ول۰ د رنګو په معنا پوهه نه شوم۰خو د سترګو رسامي اثر ناکه وه۰ وه مې ویل:
-ښایسته سترګې
– دا سترګې دي چې د ښکلا معیارونه تعینوي
د خبرې په مطلب یې پوهه نه شومه، ورته ومې ویل:
-نجلۍ نام خدا ډېر استعداد لرې ته به پیکاسو شې
-پیکاسو څوک دی؟
خبرې یې حیرانه کړم۰ما په ټول عمر کې یوه کرښه هم سمه نه وه ایستلې۰خو پیکاسو مې پیژانده۰
– ته پیکاسکو نه پیژنې؟
په داسې انداز یې منفي ځواب راکړ ته وا هیڅ ورته مهمه نه ده چې د دنیا تر ټولو لوی او مشهور رسام څوک دی۰ خندا راغله۰ومې ویل:
-جالبه ده۰
ځواب یې راکړ: « ایا پیکاسو ما پیژني؟ »
خبره یې داسې وه لکه ټوکه ۰سترګو ته مې یې وکتل۰ دا جدي وه۰
– هغه په ۱۹۷۴ کال کې په فرانسه کې مړ شو۰ که ژوندی هم وي زه او ته به یې له کومه پېژندو،هغه د رسامي نابغه و۰
ځواب یې راکړ:
– خدای دې یې وبخښي.
پای