تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: پاکستانۍ محکمې نن په ضمانت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د خوشې کولو امر ورکړ.
پاکستاني استخباراتو او حکومت د بنو له جلسې وروسته پر هغه د بغاوت، نفرت خپرولو، مجرمانه هڅو او ولس پارونې اړوند ۵ تورونه لګولي وو او د جنورۍ له ۲۷ مې راهیسې یې څو اوونۍ په بند کې وساته، چې د څلورو تورونو سپیناوی یې مخکې شوی او نن یې د وروستي تور سپینه هم وشوه.
د منظور پښتین مدافع وکیل وایي، محکمې یې نن د منظور په اړه وروستی ضمانت هم ومانه او د هغه د خوشې کولو امر یې ورکړ.
د منظور د راخوشې کولو لپاره په ټوله نړۍ کې مظاهرې وشوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
۲۸ کلن منظور له پاکستان څخه د پښتنو د ژوند حق، بشري ازادي غواړي او وایي، پاکستاني استخبارات دې د ترهګرو د لابراتوار په توګه د پښتنو سیمو کارونه بس کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دوی د منظور خوشې کېدو لپاره د زندان سیمې ته نږدې ورټول شوي او انتظار لري چې څو ساعتونو کې یا نن شپه هغه خپلو ملګرو ته وسپارل شي.
بلخوا د منظور ملګري او د پي ټي ایم د رهبرۍ غړي محسن داوړ پر ټویټر له ټولو خواخوږو مننه کړې چې د پښتین د راخوشې کولو غږ یې ورسره بدرګه کړی دی.
له منظور سره د هغه شاوخوا شل ملګري نور هم نیول شوي دي چې تر اوسه د هغوی په اړه لا څه نه دي ویل شوي.