محمد تمیم رحیمزی

نن- سبا د بېکارۍ بېلابېل ډولونه شته، یو له هغه ډولونو چې په یو ډول نه یو ډول له هغې ډېره ناوړه ګټنه کېږي؛ پټه بېکاري (بېکاري مخفي) ده. په دې اړه د اړونده چارو د پوهانو له خوا ډېرې څېړنې شوې او لا هم روانې دي، ځکه د بېکارۍ یو ډېر خطرناک او مافیايي ډول ګڼل کېږي. پیل به یې خپله له بېکارۍ وکړو:

بېکاري (وزګارتیا) څه شی ده؟

هغه کس چې په ټولنه کې د کار کولو ځواک لري؛ خو کاري فرصت نشي موندلی، بېکاري یادېږي.

بېکاري یوه ټولنیزه ستونزه شمېرل کېږي او د ټولنې په مېشتو کسانو ناوړه اغېزې لري.

زده کوونکي، معلولین، زاړه، متقاعد او د موقتې دندې درلودونکي؛ د بېکارانو په ډله کې نه راځي.

د بېکارۍ ډولونه:

۱.جوړښتي بېکاري

۲. اصطکاکي بېکاري

۳. طبیعي بېکاري

۴. سیمه ییزه بېکاري

۵. موسمي بېکاري

۶. د لوږې بېکاري

۷. ښکاره بېکاري

۸. پټه (مخفي) بېکاري

۱- جوړښتي بېکاري: د بېکارۍ دا ډول د هېواد د اقتصاد په اوسنیو فعالیتونو کې، د ځینو برخو د ودې له امله منځته راځي او دا د مهارتونو د څرنګوالي په ټاکنه اغېز کوي.

۲- اصطکاکي بېکاري: د بېکارۍ دا ډول په سیمو او بېلابېلو دندو کې د کار کوونکو تر منځ د شته غورځنګ او خوځښتونو او په ملي اقتصاد کې د بدلونونو له امله، رامنځته کېږي.

۳- طبیعي بېکاري: د مهارتونو د عرضې (وړاندې کولو) او تقاضا (غوښتنې) تر منځ باید انډول ساتل شوی وي.

۴- سیمه ییزه بېکاري: په دې ډول بېکارۍ کې اقتصادي وضعیت د صنعتونو او قلمرونو په ځینو برخو کې د خطر کرښې ته نږدې وي.

۵- موسمي بېکاري: د موسمي بېکارۍ ځینې اقتصادي فعالیتونه په دې ډله کې شاملېږي. لکه: کرهنه، جوړونه، سیاحت ….

۶- د لوږې بېکاري: هغه کسان چې د پانګونې لپاره کافي پیسې نه لري؛ له دې ډول بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

۷- ښکاره بېکاري: دا د بېکارۍ هغه ډول دی، چې خلک نشي کولای د خپلو شرایطو او تخصص سره سم؛ دنده ترلاسه کړي.

۸- پټه بېکاري: د کمزورو کسانو ګمارنه؛ که څه هم دوی ته ګټه نه لري او دا ډول، د رفتاري بېکارۍ په نامه هم یادېږي.

داسې شرطونه شته چې د هغې له مخې کولای شو ووایو، چې کس د بېکارانو له ډلې سره نښتی:

  • که چېرې د کار د ترسره کولو ځواک ولري.
  • که چېرې د کار په لټه کې وي، خو کار ورته پیدا نشي!

د بېکارۍ لاملونه:

۱. له کلي، ښار ته ګډوالي

۲. په تولید او پراختیا کې زیان او د مالي سرچینې نشتون

۳. د زده کړې او لوست کچه

۴. د ځینو لاسي کارونو ښه نه ښکارېدنه لکه: د سړک غاړې خرڅلاو

۵. د کار له بازار سره د ښوونیزو مرکزونو د اړیکو نشتون

۶. له نړیوال صندوق او خصوصي کولو څخه د کارګرانو د چوپړتیاو له ځینو برخو د دولت ډډه

۷. د هېواد د ملي اقتصاد په جوړښت کې بې نظمي

۸. په ځینو ځایونو کې د بېلابېلو خلکو تر منځ د جنسیت او قومیت غوره والی

۹. د کورني تولید په پرتله د نفوس د ودې زیاتوالی

۱۰. له هېواده بهر کار او سوداګري

۱۱. د زېرمو د جوړښتي برخو ډېرښت

پټه بېکاري

هغه کس چې په دنده بوخت دی او د عاید زېرمه هم لري؛ خو کار یې د هېواد په اقتصاد کې مثبته اغېره نه لري، پټه بېکاري نومېږي.

د بېکارۍ او پټې بېکارۍ تر منځ توپیر همدا دی، چې بېکاري د دندې نه درلودل دي؛ پټه بېکاري بیا د دندې درلودل، خو د هېواد په اقتصاد کې مثبت رول نه لوبول دي.

د دې ترڅنګ، کله چې یو کار کوونکی په یوه سازمان (بنسټ) کې په قرار دادي ډول په دنده بوخت وي، د سازمان له اصولو سره په پوره ډول بلدتیا ولري؛ په خپلو اړونده چارو کې د لوړې پوهې خاوند وي، د دفتر اخلاقي اصول یې زده وي؛ خو کله چې د هغه کس لپاره مناسب بست خالي شي او د بشري سرچینو له خوا بیا یاد بست د ځینو بوروکراسیو او جوړ جاړي له امله بل چا ته ورکړل شي؛ پټه بېکاري یادیږي او دا یې ډېره خطرناکه او ناوړه بېلګه ده، چې سازماني جوړښتونه له منځه وړي او کاري اړخ کمزوروي.

له دې سره، بشري سرچینې د پټې بېکارۍ د رامنځته کولو لپاره له بلې لارې هم ګټنه کوي او هغه دا ده، چې  د دندې کړنلاره (لایحه وظایف) د پخوا په پرتله بدلوي او مشرتابه ته د یوه مکتوب له مخې د یاد کس د دندې موثریت صفر ښيي او په دې اساس خپلې موخې په یاد بست او سازمان کې پلې کوي.

ځینې وخت بېکاري ښکاره او روښانه بڼه لري؛ چې دې ډول بېکارۍ ته پټه بېکاري ویل کېږي. پټه بېکاري یوه نامطلوبه بېکاري ده، چې په هغو کې غوڅ والی (قطع) نه تر سترګو کېږي، بلکې لومړی کاري ځواک د تولید په برخه کې د فعالیت پر ځای په واسطه کولو، دلالۍ او خدماتي چوپړتیاو ځان بوختوي او وروسته بیا کار کوونکي ډېری په هغو برخو کې په دندو ګمارل کېږي؛ چې په هغې ډله کې د کار کوونکو شمېر د چارو په پرتله ډېر وي او هر څوک ځان د کم کارۍ په هېنداره کې احساسوي.

نو په دې اساس د پټې بېکارۍ په تعریف کې ویل کېږي، چې له هغه فعاله او بوختو کسانو څخه عبارت دي، چې په عملي ډول د تولید یا پرمختګ په برخه کې نقش نه لري او د هغې په لرې کولو سره د کار لړۍ ته کوم زیان نه اوړي.

دا ډول بېکاري د صنعت په برخه کې لږ تر سترګو کېږي؛ خو د کرهنې (کورنۍ نه تولیدونکې او وړې برخې) په خوا کې  چې د کلو او بانډو د مېشتو د پیدایښت له امله لږ تولید او مصرف لري او تر څنګ یې د خوره مه مره اقتصاد؛ تر څنګ یې د خدمتونو په برخه کې (کار کوونکي، د سپکو څیزونو خرڅلاو او هغه کسان چې کالي لاس په لاس ګرځوي) د سړک غاړې د لاسي څیزونو د پلورونکو ډېرښت، هغه بوخت کسان چې لږ ځواب وینه لري، اداري کار کوونکي او داسې نورو برخو کې ډېره رامنځته کېږي.

هغه ټکو ته په کتو چې وویل شول، دا ډول بېکاري د کم عاید لرونکو کسانو په ژوند کې، د قومي او توکمي وړو ټولنو، د غیر ماهره خلکو، د هغو سیمو د مېشتو تر منځ چې له رکود سره مخ دي، کلي مېشتي او … تر منځ ډېره دود لري.

په ټوله کې بېکاري او پټه بېکاري د لاندې ټکو لامل کېږي:

الف) د ټولنیزې پانګونې (انساني ځواک) په پوخوالي (ثمر) نه رسېدل، چې د زده کړې او روزنې له لارې ترسره کېږي.

ب) د دولت مالیاتي عاید ته زیان رسېدل.

ج) د بېکارۍ د ښه والي د خرڅونو د تأمین ډېرېدل چې ټولنیزې نېکمرغۍ له خطر سره مخ کوي.

اوس مهال ورځ تر بلې د صنعت برخه او د لویو تولیدي واحدونو رامنځته کېدل د پراختیا په حال کې دي، ځینې پوهان داسې انګیرنه کوي چې د صنعتي تولید په منځپانګه او په ځانګړې توګه د صنایعو د خپل سره کېدو او د چوپړتیاو د لمنې پراخېدو، د بېکارۍ د کچې د زیاتوالي او په ځانګړې توګه د پټې بېکارۍ لامل کېږي؛ چې په ټوله کې بشپړه بوختیا او کاري چاپېریال رامنځته کېدل محالي بڼه ځانته غوره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *