د بالاخانې په برنډه ولاړو ښځو شېبه په شېبه کلي ته راګرځېدلي سړک ته کتل او په بې صبرۍ سره يې د ورا د راتلو لاره څارله. يوه سپين سرې د نورو له منځه خپلې ملګرې ته ورنږدې شوه
- وى خورې! پخه پتيره ده ، خداى يې دې وروڼو ته انساپ( انصاف) ورکي…
ملګرې يې په لرګينه کټاره څنګل ولګوله او له شهادت ګوټې يې ټک ويوست
- پرېږده يې کاملې خورې، اوس مامور سايب( صاحب) نو څه سره خوله الک( هلک) دى، يوه ښځه يې زړه کړې، د مور يو وزرى اولاد دى، کونډ دى، نيم درجن لورګانې او زامن ورڅخه پاتې دي، د مشرانو خبره همدا غر همدا کربوړى.!
بخت بي بي ترور تعجب شوه، لکه خبره يې چې بې ځايه کړې وي.
- هو دا خو سمه ده خورې، زه حيرانه په دې يم چې د نجلۍ وروڼه څنګه هازر ( حاضر) شول چې پېغله نجلۍ کونډ ته ورکړي، دا هم خير دى او دا شپږ سره اولادونه يې…
کاملې ترور يې خبرې ور پرې کړې
- هى خورې نجلۍ يې له اولادونو نه ده خبره کړې، د نجلۍ وروڼه له وادونو وروسته له خپل مور او پلار بېل شوي، نجلۍ قسم خوړلى و چې د مور او پلار په ژوند به د چا مېرمن نه شي او تل به د مور او پلار خدمت کوي، د ورونو غوندى بى وفايي نه ورسره کوي، کلونه کلونه همداسې پاتې شوه، مور او پلار يې تېر کال وفات شول، بس دا خوارکۍ د پلار په کور پخه ښځه شوه.
بخت بي بي ترور بېرته څنګله را اوچته کړه او کاملې ته يو قدم ور نږدې شوه، لکه د هغې کيسه چې ورته ډېره زړه راښکونکې معلومه شوې وي.
- ياني همداسې ده… ؟
- زه خو همداسې خبره شوې يم، ټول وايي وروڼو يې هم د پلار مېراث ته سترګې خښې کړې وې، نه يې غوښتل چې خور يې يوازې پاتې شي، بس قسمت يې زموږ له مامور سيب سره و، وريې کړه ، مامور سيب ته يې چا د وروڼو ادرس ورکړى و، د قلم او قسمت خبره ده سره جوړ شول. نجلۍ ته يې يوازې د مامور سيب د کونډ والي خبره کړې او د اولادونو يې هېڅ نه دي ورته ويلي، بس چې دوه په دوه به وى.
دوى لا په دې خبرو کې وو چې کلي ته په راغلي سړک د موټرو ګردونه پورته شول، ماشومانو شور ماشور جوړ کړ، د ورا په لور يې منډې کړې، ټولې ښځې هم په بيره يو پر بل پسې له بامه په لرګينو زينو انګړ ته ښکته شوې .
په ګلونو پوښلې سور کرولا موټر په لويه دوه پټه لرګينه دروازه کې وردېد، لومړى زوم او بيايې ناوې راښکته کړه، له هرې خوا اوبه، چاکلېټ او يو ګون نوټونه را ورېدل ، ماشومانو د ښځو او نارينه وو په پښو کې چور تالان پيل کړ.
يوه سپين سرې ښځه چې خوله يې نه را ټولېده، له نورو ښځو په خوښۍ رامخکې شوه ، لاسونه يې وغورځول او غږ يې کړ
قدم يې بختور شه! هله مشر لمسى مى راولئ چې د نګور نوک مې ور سور کړي، هلئ توريالى څه شو؟
د مامور صيب په تندي پرېشناني خپره شوه، خپلې بوډۍ مور ته يې د لومړي ځل لپاره بد بد وکتل، لکه له موره يې چې په خوښۍ کې هره خبره هېره شوې وي، څنګ ته يې مشر زوى د نارينه وو له منځه را ووت. د مامور صيب له ګوتو د خپلې ناوې سوړ مړوند خطا شو او په دروازه پړمخې ور ولوېده.
پاى
٢٠١٤ د لړم ٢٣مه