ليکوال: عزیزالدين يوسفزی
پټه خزانه د پښتو ادبياتو د ليکني ادب لرغونی تاريخ دی، چې د هوتکيانو د دربار يوه غړي، محمد هوتک لخوا د پښتو ادبي تذکرې په ډول د پنځوسو پښتنو شاعرانو او لیکوالو حال ـ احوال يې پکې راټول کړی. دغه اثر په ۱۳۲۲ لمريز کال د پوهاند عبدالحی حبیبي لخوا وموندل شو او له فارسي ژباړې سره يې خپور کړ.
دا چې له دې تذکرې سره د پښتنو د يو تېر ادبي تاريخ ډېرې څېرې رابرسېره شوې، دا ثابته شوه، چې پښتو ژبه هم له ګاونډيو ژبه کمه نه ده؛ خو په دې کار د ډېرو متعصبینو غوږونه لک شول او په دې کتاب يې بې معنا او بې منطقه خبرې وکړې. په هر حال، هره څېړنه له نيوکو او مخالفتونو خالي نه وي، دا د هر چا حق دی، تر څو خپله نيوکه په منطق او دليل وړاندې کړي.
دا چې د پټې خزانې له پيدايښته د مخالفينو نيوکې پیل شوي، په هغوی بحث نه کوو، ځکه هغوی په خپل وخت کې بېرته په دليل او منطق خپل ځوابونه ترلاسه کړي. دا چې په همدې ورځو کې ښاغلي ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس دغه نيوکې تازه کړې او د متعصبينو ميدان يې ګرم کړ، اړينه ده چې يوازې د ښاغلي ناشناس په څرګندونو بحث وکړو.
ښاغلی ناشناس لومړنی افغان هنرمند او غږپوه دی، چې پښتو ادبياتو کې يې د دکتورا تر کچې زده کړې کړي، په قوم کاکړ پښتون دی، په ادبي برخو کې يې بېلابېلې دندې پر مخ وړي… دا يادونې دې لپاره کوم، چې سره ددومره مسلکيتوب، چې په پښتو ادبياتو کې يې لري، ولې يو پښتون اديب څخه داسې څرګندونې اورو؟
ما د ښاغلي ناشناس خبرې واورېدې، نوموړی وايي: ((شاه حسین به محمد هوتک ګفت، هر زبان به خود تاريخ دارد، زبان پشتو تاريخ ندارد…)) يعنې محمد هوتک يې دې کار ته وهڅاوه، خو بيا وايي چې څېړنه يې د باور وړ نه ده، ځکه چې په شفاهي ډول يې له يو او بل نه راټولونې کړي. لومړی خو دا، چې محمد هوتک له خپل وخت نه مخکې تاريخ د خپل پلار له ياداښتونو اخيستی او د خپل د وخت ژوندۍ پېښې يې عملي ليدلي. همدارنګه تاریخي مسايل د وخت په تېرېدو څېړل کېږي او پيدا کېږي، چې پټه خزانه هم د هوتکيانو په وخت کې راټوله؛ خو بيا د وخت ناخوالو او بدلونونو دلاسه ورکه شوه، بېرته دولس سوه کاله شاوخوا وروسته راپيدا شوه، چې دا د معمول سره سم، د تاريخي څېړنو د کار يوه برخه ده. دا هم کېدای شي، چې د وخت په تېرېدو، د تاريخي څېړنو په نتيجه کې د پښتو ادبياتو لیکنی تاريخ له امير کروړه هم مخکې شي.
ښاغلی ناشناس وايي، چې د پټې خزانې متن اوسنی دی او بيا د فردوسی او شهنامې يادونه پسې کوي، چې ((از فردوسی سه سد سال پیش است و همین یک شعر مانده… و شهنامه مطلق فارسی است)). بيا پسې زیاتوي، د ژبې د لرغونتیا له مخې په شهنامه کې ۱۰- ۱۵ کلمات عربي ول، نوره ټوله په خالص پاړسو ده او په هغه وخت کې د کمال درجې ته رسېدلې ژبه وه. لومړی دا چې دلته د شهنامې، فردوسي او د پاړسو د خالص والي يادولو ته څه اړتيا ده؟ او بله دا چې د پښتو ژبې سوچه او خالص کلمات خو د امير کروړ په شعر کې هم تر بل هر شعر زيات دي. په لوی لاس يوه موضوع پرېښودل او بله پیلول، برالا توپيري چلند، يو ډول تعصب او په شعوري ډول رښتينولۍ ته د مخالفت ګوته نيول دي. په داسې حال کې چې په خپلې عادي او سطحي مطالعې اعتراف هم کوي، چې په دې اړه دقيقه مطالعه نه لري!
پټې خزانې ته که وګورو، د هر شاعر او ليکوال سبک يې له يو ـ بله بېل دی، معنا دا چې، ددې نيوکې مخه هم نيول کېږي، چې وایي، پټه خزانه يو کس (حبيبي صیب) لیکلې ده.
پاتې شوه د الفنسټون خبره، دا سړی په ۱۲۳۸ لمریز کال مړ شوی، په داسې حال کې چې پوهاند عبدالحی حبيبي صيب د الفنسټون له مرګ نه شل کاله (۱۲۸۹ لمريز) وروسته پيدا شوی. خو ښاغلی ناشناس يې په ډېر ډاډه زړه وايي، چې الفنسټون کابل ته راغی او بيا حبيبي صيب ورسره وليدل، ورته یې وويل، دا کتاب (پټه خزانه) تثبیت کړه؛ خو الفنسټون ورته ځکه انکار وکړ، چې د کتاب تر پاڼو پورې هم باید وګورم او حبيبي صیب سره خو اصلي کتاب نه و؛ نو غلی پاتې شو.
لنډه دا چې، د ارواه پوهنې له مخې هم، د ښاغلي ناشناس څېره او د خبرو طرز يو ډول شعوري ګمارنه ښکاري، داسې چې دا د متعصبينو او بدبينو يو ډول دسيسه وي او دا مشهوره څېره او پښتنو کې د منل شوي هنرمند له دريځه يې ګټه پورته کړې او د خپلې بدبينۍ لپاره يې د يوې وسيلې په توګه ترې کار اخيستی.