ضمیر ساپی
ځینې وايي، پټهخزانه خو څه قران نهدی چې نقد او نیوکه دې پرې ونهشي او داسې استدلال هم کوي چې د بیان ازادۍ زمانه ده، خلک حق لري چې پر یوه اثر نقد وکړي او قدامت یې تر پوښتنې لاندې راولي، خو دلته د نقد او نیوکې تر شا نور ډېر څه پراته دي چې روښانه کول يې اړین بولم.
ناشناس چې خبرې يې تر ډېره په خپله ولکه او اراده کې نهدي، نقد نه؛ بلکې د نورو په لمسون پښتو ادب، تاریخ او کلتور ته یو ډول غیر مستقیم سپکاوی کړی دی. که پټهخزانه قران نهدی، خو په دې اثر کې د یوه قوم کلتوري عزت، تاریخي مخینه، د پښتو ژبې قدامت او د ادبي څېرو تر څنګ نور ډېر مسایل پراته دي.
ناشناس د بل چا په ځیرکانه چل د دې پرځای چې په مستقیم ډول د پښتو او پښتو تاریخ او کتلور جعلي وګڼي، هڅه يې کړې چې په غیر مستقیم ډول د پښتنو او پښتو تاریخ ناسم ثابت کړي. د هغه له دې خبرو داسې پیغام اخېستلای شو چې پښتانه هېڅ لرغونی تاریخ، کلتور او ژبه نهلري او د خپل تاریخ او کلتور قدامت ټول لاسوندونه یا شواهد یې په جعل او تزویر ولاړ دي.
نن چې په نړۍ کې اسلامي تاریخ، د مصر، چین، پخواني هندوستان، فرعونیانو، فارسیانو او نور له مېلاده زرګونه کاله مخکې او وروسته تاریخونه ژوندي دي، دا ټول د پټې خزانې په څېر د تاریخي او لرغونو اثارو د پاتې شونو په وسیله د پیړیو نسلونو ته رسول شوي دي او که دا ډول اثار له منځه لاړ شي، د هغه سیمې، قوم او قبېلې تاریخ ورسره هممهاله له منځه ځي.
پټه خزانه ښايي ځینو ته عادي تذکره ښکاره شي، خو دا اثر د پښتو او پښتنو په تاریخ کې یو تر ټولو ارښتمن او یوازېنی لرغونی تاریخي اثر دي، ځکه پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي او استاد عبدالغفور لېوال وايي، د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څېرې رابرسیره شوې دي.
بل دا چې د نقد او سپکاوي تر منځ ډېر توپیر وي. ناشناس په ډېر ضعیف او کمروزي استدلال سره د پښتو او پښتنو تاریخ په صفر کې ضرب کړی دی. نقد داسې نهوي؛ بلکې هغه یو ډول شعوري سپکاوی کړی دی، ځکه د پښتو تاریخ لرغونتوب نه منل د پښتنو نه منل او ردول دي.
که د ناشناس وروستۍ مرکه وکتل شي؛ هغه پهخپله پهکې اعتراف کړی دی چې د پټې خزانې په اړه دقیقه مطالعه نهلري او په خبره يې له څو مجلو او نورو چاپي اثارو يې دا مستند جوړه کړی دی. هغه په دې ویډیو کې یوازې په دوه یا درې شعرونو وړاندې کولو سره خپلو دلایلو ته توجیهات وړاندې کړي دي.
پټه خزانه د پښتو ادب ارزښتمنه سرچینه ده، که څک یې جعلي او تزویري بولي؛ دلایل یې باید له څو شعرونو او چاپي اثارو نهوي؛ بلکې باید منطقي، اصولي او د څېړنو پر بنسټ ولاړ وي.
پټې خزانې ته ارزښت نه ورکولو خبره هغه څوک کوي چې د پښتو د تاریخ په اړه یې ډېر څه نهدي لوستي او که په اړه یې مالومات هم لري، د نورو له خوله یې اورېدلي او یا یې د هغه چا په کتابونو او مقالو کې لوستي چې خپل تاریخ ورته ارزښت نهلري او یا په لوی لاس غواړي د پښتو ادب قدامت تر سوال لاندې راولي.
له بده مرغه باید ووایم، په دې وروستیو څو کلونو لکه د لطیف پدرام په څېر د ایران او پنجاب جاسوسې، لاسپوڅې او منفورې څېرې چې کله وغواړي ځان خپل ځانونه مشهور کړي؛ په شعوري ډول کله د افغانستان ۵۰۰ کلن تاریخ نه مني، کله غازي امانالله خان ته خوله وراچوي، کله د افغان کلمه تحمیلي بولي او کله خو بیخي د افغانستان د نوم بدلولو ته پایڅې رابډوهي.
د ښاغلي ناشناس د پښتو ژبې دوکتورا او پښتو ته د خدمت پرځای اهانت :
دا به څوک درسره ومني چې یو روس په افغانستان کې د خپلې مورنۍ ژبې یعنې روسې ژبې دوکتورا په کابل کې واخلي؟
د ناشناس د پښتو ژبې دوکتورا هم همداسې درواخله.
که احیانا ښاغلي دوکتور صادق فطرت ناشناس په پښتوژبې کې واقعي دوکتورا هم اخیستې وای ، نو دوي به هم په خپله اصلي رشته کې کار پیل کړی و، خپلې ژبې ، قام او هېواد ته به یې د هغو لګښتونو په مقابل کې چې پر دوي شوې وو ، چوپړ کړی و.
خو ماته داسې مالومیږي چې په هغه وخت کې دوي خپل وخت عبث تېر کړی او د دې جوګه نه شو چې په خپل مسلک کې کار وکړي ،ځکه یې موسیقي ته مخه کړه.
په موسیقي کې یې هم زیات خدمت نسبت پښتو ژبې ته دري ژبې ته ډېر کړي او خپلو اولادونو ته یې هم پښتو نده ورزده کړې.
له بلې خوا د خپلو همزولو او د خپل وخت له موجوده نسل په منځ کې کوم درنښت او قدر چې د دوي د پخوانیو سندرو او کنسرتونو له درکه تر لاسه کړی و او لږ و ډېر د خپلو مینه والو په زړونو کې یې ځای درلود ، پدې ورستیو خبرو سره یې هغه هم له لاسه ورکړ.
وایی « خپله خوله هم کلا ده هم بلا ». که څه هم ښاغلي ناشناس غوښتل خپل ځان نوي نسل ته ور شناسا ، آشنا او معرفي کړي ، خو په خواشینۍ سره باید ووایم ، دوي خپل ځان سرچپه او معکوس معرفي کړ. یا په بله اصطلاح د هغه ساده سړی کیسه پردوي هم وشوه چې د خپل ځان د معرفت او شهرت لپاره یې په جومات کې متیازې کړې وي.
د نورو ولسونو سپین ږيري او مشران د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره سرمشق او اتلان وي ، خو زمونږ بیا د شرم ، خجالت او مایوسې ګیدړان.
اوس یو ځل بیا مونږ پښتانه باید دا هوډ نوي کړو ښاغلي ناشناس او د هغوی پدرامي ، مجیب رحیمي او حفیظ منصوري افغان او پښتو ضد کړیو د تبلیغاتو پرضد د خپلې خوږې ژبې د لا پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې څو چنده زیاتې کړو.
که په دغو ورځو کی ناشناس چا لیدلی وی نو هیڅ ګیله به تری ونکړی، ځکه په فیزیکی او جسمانی وزن کی هسی دچرګ بڼکی او پخی غوندی ښکاری، د پیژندو نه دی ځکه د وجود اسکلیت یی نورمال نه دی بلکه نورمال ماشومان او حتی غټان تری ډاریږی.
دماغی، ذهنی او دعصابو جوړښت یی هم له منځه تللی دی او یو علت یی دادی چه په الکولو سخت روږدی دی، هغه ډیر ارزانه او بی کیفیته الکول څښی اوهمدغه علت دی چه کله کله د نورو متعصبو کړیو لخوا تحریک کیږی او بی هوده، بی خوده او بی غیرته خبری کوی.
د دغه معذوره سړی د کتاب لیکل هم د پوډریانو حرکتونو او قیصو ته ورته دی، ښه به دا وی چه د کتاب په هکله ورته مشهورتیا او کریدت ورنکړو. ځکه دغه کتاب به حتمند د غمازانو او پښتون ضد کسانو لخوا لیکل شوی وی نه د معذوره ناشناس لخوا.
پټه خزانه، احمد شاه بابا او د ۷۵ میلونه پښتنو نورو توریالیو او میړنیو خویندو او ورونو ته چه هر څوک بد او سپک وای د هغه نتیجه به د ناشناس فطرت په شان وی.
الله ج دې کاذب، شراچوونکی، مضره او ذلیله انسانان د ځمکی د مخ څخه پناه او ورک کړی. آمین