سرچینه: فرانسې خبري اژانس

د قطر معاملې تر افشا کېدو وروسته او بیا د کوټې تر هغو پټو وژنو چې سوله خوښي طالب مشران پکې وژل شوي او یا وژل کېږي، افغان حکومت د سولې لپاره په درېیم انتخاب مجبور کړی دی.

راپورونه وایي، د سوله خوښو کړیو استازي دا مهال د افغان حکومت له استازو سره په لیدو کتو اخته دي، چې غواړي افغان سولې ته د رسېدو لپاره یوې عمليٍ لارې چارې ته لاره خلاصه کړي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې پټې سرچینې په حواله لیکي دي، چې په وروستیو کې د پټې سولې په موخه د افغان حکومت او یو شمېر طالب جنګیالیو ترمنځ د سولې استازي رد و بدل شوي او پدې اړه په نېږدې تېر کې غونډه هم شوې ده.

دا ډ‌ول غونډې په تېر کې هم ترسره شوې دي، خو د قطر دفتر په پرانستو او د بهرنیو مداخلاتو له وجې یې بهیر ځنډنی شو، خو یو ځل بیا یې د پیلېدو خبر ورکول کېږي او ویل کېږي، چې دا ځل به یې پایلې تر پخوانیو لیدنو یو څه حقیقي او عملي نتیجه هم ولري. خو لا تراوسه د تېرو لیدونو د هیلو او غوښتنو کومه عملي یا لیکنۍ بېلګه په لاس کې نشته.

طالباني سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې لا تراوسه د افغان حکومت په استازیتوب دوه افغان وزیرانو له طالب استازو سره په متحده عربي اماراتو کې لیدلي او د دغو لیدنو په نتیجه کې افغان ډلې له طالب استازو سره ژمنه کړې وه، چې په پاکستان به فشار راوړي، څو د سولې د پرمختګ لپاره له پاکستاني زندانونو افغان طالب بندیان خوشي شي.

د افغان حکومت د همدغو فشارونو په نتیجه کې په تېر کې پاکستان د یو شمېر طالب بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه، خو تر ټولو مهم کس ملا برادر لا هم ندی خوشي شوی، هغه چې د خوشي کېدو خبرونه یې ډېر وړاندې ورکړل شوي دي.

یادې سرچینې ویلي، چې له افغان لوري سره یې د خبرو درېدو بل دلیل له زندانونو د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه وه او یو ځل بیا د دغو لیدنو کتنو د پیلېدو شین څراغ د بندیانو د خوشي کولو له امله هم کېدای شي.

له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ پدې وروستیو کې افغان حکومت پیل کړې، خو دغه بهیر د امریکا له مخالفتونو سره مخ دی، چې کېدای شي د سولې د همدغو پټو هلو ځلو یوه برخه وي.

د ۸۸ بندیانو د خوشي کولو موضوع تردې راورسېده چې د وروستۍ پرېکړې په اساس به یې د ۱۶ پرته نور ټول خوشي کېږي او تردې مهاله پاتې ۶۴ یې بشپړ بې ګناه اعلان شوي.

پردې سربېره د افغان حکومت هغه هڅې ناکامه ښکاري چې د دوی د پلان په اساس ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به افغان سوله بریالۍ کېږي، او دا هغه کال دی چې بهرنیان به له افغانستان څخه وځي او یوازې د امنیتي او دفاعي دوه اړخیزه تړون په اساس به یې یو محدود شمېر په نظامي هډو کې پاتې کېږي.

پردې ټولو سربېره د پټې سولې لپاره د هڅو په بیا راژوندي کېدو دواړه خواوې؛ افغان حکومت او طالب استازي دا ځل پخپل دریځ ټینګ ښکاري او په سوله کې د پرمختګ لپاره د پټو غونډو په لاسته راوړنو باوري دي.

امریکا هڅه کوي، څو ولسمشر کرزی قانع کړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پاتې کېدو سره موافقه وکړي او ددې کار لپاره تر ټولو مهم دلیل له افغان ځواکونو سره مرسته توجیه کوي.

خو ولسمشر کرزی پخپل دریځ ټینګ دی او وایي، هله به دی امنیتي تړون مني او پرې لاسلیک به کوي، چې امریکا او بهرني ځواکونه د سولې په اړه صادقانه ګام پورته کړي او دوی یې مثبته نتیجه هم وویني. په ورته وخت کې ولسمشر کرزي هله له طالب استازو سره خبرې ودرولې، چې کله په قطر کې د طالبانو لپاره (د طالبانو اسلامي امارت) تر عنوان لاندې سیاسي دفتر پرانستل شو او افغان حکومت دا له یو بل افغان حکومت سره تشبیه کړ.

یو بل بې نومه طالب سرچینې د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی ګروپ د دوو هغو افغان ډلو ترمنځ منځګړیتوب هم منلی چې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د روسانو تر وتلو وروسته تل له دوی سره په جګړه او مقابله کې پاتې شوې دي.

دې منځکړې ډلې د دوو ډلو ترمنځ دا زمینه سازي کړې، چې په اخلاص سره کېني او پدې کار روان دی چې له هغې ازبک ډلې سره د طالبانو جوړجاړی وشي، چې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ په شمال کې له طالبانو سره سخت وجنګېدل او د بشري حقونو د سازمانونو په وینا زرګونه طالب بندیان پدغو جنګونو کې ووژل شول.

د طالبانو دغه استازي چې په پټه یې د فرانسې خبري اژانس ته د پټې سولې په اړه معلومات ورکړي ویلي چې؛ په طالبانو سربېره ځینې نورې ډلې هم شته چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په افغانستان کې د جګړې غځولو هڅې کوي.

نوموړي ویلي، دغه طالب مشران د سولې لېواله دي، خو په جګړه کې اخته یا راګیر قوماندانان پدې پوره مطمین ندي، چې تر روغې جوړې وروسته به بېرته هېواد ته راوګرځېدای شي او کنه؟

په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ پخپل یو خپاره کړي راپور کې هغه اټکل حقیقي کېدو ته نېږدې بللی دی، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکوتو تر وتو وروسته کېدای شي کورنۍ جګړه رامنځته شي.

په افغانستان کې د سولې د هڅو اوه کلونه پوره کېږي، خو لا تراوسه کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري. د سولې عالي شورا په نوم رامنځته شوی ارګان لا تراوسه ندی توانېدلی چې هغه طالبان د روغې جوړې میدان ته راولي چې له ۱۹۹۶ کال څخه یې تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان حاکمیت درلود او د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په یرغل کې یې واکمني وپاشل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *