په تازه کې د افغانستان د سولې عالي شورا یوه چارواکي اسوشیتېد پرېس خبري اژانس ته منلې چې له طالب استازو سره یې په دوبۍ کې په پټه لیدلي دي او د افغان سولې په اړه دا د پرمختګ یو بل اقدام دی.

افغانستان وروسته له هغې د پټې سولې هڅې پیل کړې، چې له امریکا سره یې د امنیتي تړون لاسلیک ته له سولې سره د مرستې شرط وړاندې کړ، خو امریکا له دې شرطه انکاري ده او تر دې دمه په افغان لوري ټول فشارونه عملي شوي دي، خو لا امریکا ترې مثبته ګټه نده لاسلیک کړې.

د امریکا په مرسته په قطر کې د سیاسي دفتر له پرانستو سره د افغان حکومت مخالفت او تر هغې را وروسته له پاکستان سره، څو ځل د سولې په اړه ناستې ښیي، چې د افغان حکومت په خوښه پرمختګ ندی شوی.

په تازه کې د پټې سولې هڅې ښیي چې دواړه لوري د امریکا له سیوري لرې د سولې لپاره د پرمختګ په لټه کې دي.

سوله خوښي طالبان ځکه پټې سولې ته اهمیت ورکوي، چې له دې پرته بل انتخاب نه لري او نور له جګړې ستړي شوي دي او افغان حکومت ځکه نور پر امریکا او پاکستان د سولې په برخه کې باور نه کوي، چې تر دې دمه یې نتیجه مثبته نشوه او د امنیتي تړون د لاسلیک پرمهال دا خبره بیخي جوته شوه.

اوس پوښتنه داده چې؛ امریکا ولې په افغانستان کې د سولې راتلو وېره لري؟

په روان وضعیت کې د سیاسي، نظامي او اقتصادي حالت دوام د امریکا ګټې تنظیموي او کله چې سوله راشي، نو د امریکا دغه ګټې له ګواښ سره مخ کېږي.

د افغانستان د نشه یي توکو له کر او قاچاق څخه امریکا هر کال له ۵۰ میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوي، چې دا په افغانستان کې د امریکا د جګړې له کلنيو مصارفو سره برابرېږي.

که سوله وي، ارامي وي او افغان عسکر د افغانستان په هره څنډه کې د امنیت ټینګولو واک او وس ولري، نو هله بیا چېرې کېدای شي چې نشه یي توکي وکرل شي؟

نن سبا خو د نشه یي توکو قاچاق یوازې پدې نامه په ښه خوندي ډول ترسره کېدای شي چې؛ دا د طالبانو کار دی او په هغو سیمو کې حکومت واګې نه لري.

د اوسني سیاسي حالت دوام امریکا ته زمینه سازي کوي، چې په سیمه کې له پاکستان سره اوږه په اوږه خپلې برنامې عملي کړي او د سیمې سیاسي وضعه له همدې چېنله وڅاري.

په نظامي برخه کې هم که امریکا په سیمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې حضور ونه لري، نو د ترورېزم په نوم یو بهیر یې په سیمه کې سیاسي ګټې تر پوښتنې لاندې راولي.

د همدې ضرورت په اساس اوس امریکا مجبوره ده په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره نظامي اډې ولري او دا کار یوازې د امنیتي تړون په اساس کېدای شي، چې اوس یې خبره د شرطونو منلو ته پاتې ده.

دا ټول څه په روان ګډوډ حالت کې خوندي کېدای شي او د پټې سولې هڅې هم له همدې سیوري د خوندیتوب په موخه ګڼل کېږي.

له جنګه ستړي سوله خوښي جنګیالي هم د ارام بل ځای نه لري، په پېښور کې د مولوي عبدالرقیب د وژنې وروسته پېښه هم د همدې جریان یوه بېلګه ده. اوس دوی هڅه کوي بېرته افغانستان ته راوګرځي او نور تجربه شوي ټول انتخابونه یې ناکام برېښي.

د پټې سولې هڅې له وړاندې په کور دننه پیل شوې دي او هره ورځ د ارګ پرلاره د څو مخ پټو تګ راتګ د همدې هڅو له برخې دي، خو تر ارګ چاپیره د بهرنیو استخباراتو څار هم هومره کمزوری ندی، چې دا بهیر دې یې له څاره همداسې پټ پرمخ ولاړ شي.

اما له هېواده بهر په عربي هېوادونو او ترکیې کې روانې پټې هڅې هم شاید ددې لپاره وي چې له بهرنیو استخباراتو په خوندي ډول دا هڅې یوې نتیجې ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دوبۍ کې یې له طالب چارواکو سره د سولې تازه خبرې کولای شي د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په سوله کې مرسته وکړي .

خو لاهم په بهرنیو استخباراتي کړیو پسې نښتیو طالبانو د سولې دا هڅې رد کړې دي او ان دوی د اغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو د دوبۍ بهیر تحریم کړی دی.

په تازه اقدام کې د دوبۍ د سولې خبرې د افغانستان د سولې عالي شورا له لوري مثبتې ارزول شوې دي او د دوه اړخیزه ګډو خبرو په توګه یې له لاسته راوړنو ډکې بللې دي.
اوس د اعتماد د بحراني حالت له منځه وړو لپاره دواړه لوري د باوري درېیم ګړي په لټه کې دي، خو ددې انتخاب معیار تر اوسه نه انګلستان پوره کړی، نه ترکیې او نه هم سعودي عربستان.

په طالبانو کې رامنځته شوی انشعاب هم کېدای شي سولې ته زیان واړوي، هغه انشعاب چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به بیا د طالب ډلو ترمنځ د جګړې دوام ته زمینه سازي وکړي.

بل لور ته افغان حکومت ځکه د حکومت د وسله وال مخالفت په توګه دا مهال یوازې له طالب ډلې سره د سولې بهیر پرمخ بوځي، چې ښکاري له وړاندې یې د حزب اسلامي وسله واله ډله مهار کړې او په ټاکنو کې د هغوی د کاندید ګډون او ترې د ښاغلي حکمتیار ملاتړ په همدې هدف دی.

په ټاکنو کې د حزب اسلامي کاندید ته د زمینه سازۍ کار د هغو پټو لیدنو نتیجه ده چې، د حزب اسلامي د استازي غیرت بهیر او ارګ ترمنځ نېږدې دوه میاشتې وړاندې د تګ راتګ پرمهال فیصله شوې او دا کار هڅه هم د افغان حکومت له لوري د پټې سولې لپاره یو ګام دی، څو مخالفین په یو نه یو ډول راضي کړي؛ اما وروستۍ اندېښنه یوازې له دې ادرسه پاتې چې؛ دا هم د بهرنیو استخباراتو لوبه نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *