د ولسي جرګې د ځینو غړو وروستۍ خبرې،چې د جمعیت اسلامي ګوند د موقت مشر صلاح الدین رباني ترمشرۍ لاندې د سولې شورا عالي شورا یې یوه ګوندي او غیرقانوني شورا ګڼلې،په اوس شرایطو کې د بحث او اړین اقدام وړ مسله ده.
د غې جرګې په وروستیو کې د رسنیو له ګډون پرته یوه پټه بڼه غونډه کړې او ورته د سولې د روانو هڅو په اړه د ولسمشرد ملي امنیت سلاکار،د بهرنیو چارو وزیر او د سولې شورا د دارلاانشا مشر د معلوماتو ورکولو لپاره ورغوښتي.
د جرګې ځینو وکیلانو د غونډې له تالاره د باندې رسنیو ته ویلي،چې حکومت او د سولې شورا دروغ وايي او له هغو جریاناتو څخه افغانان ناخبره ساتي،چې د قطرپه ګډون په عمومي ډول د سولې لپاره روان دي.
ولې پټه غونډه؟
د ولسي جرګې د دغې غونډې سري توب،چې د نورکله په شان به دا ځل هم ښایي د ورغوښتل شوو چارواکو په غوښتنه شوی وي،د افغانستان خلکو ته د اندېښنې وړ موضوع ده.
ځکه خلک شکمن کېږي او باید هم شي،چې ولې د هېواد د ترټولو اساسي اړتیا لپاره یې د روانو هڅو اصلي څېره له دوی څخه د پردې شاته پټه ساتل کېږي.
د دوه زره څوارلسم کال په رانېږدې کیدو سره چې افغانانو ته د دوی راتلونکی برخلیک خورا ګونګ او له اندېښنو ډک انځورشوی،د دغسې غونډو سري توب د ولس پراندېښنو نورې اندېښنې هم اضافه کوي.
دا به هغه څه وي،چې د ګټې پرځای یې د تاوان کچه لوړه وي،ځکه د افغانستان د اساسي قانون مطابق ولس حق لري،چې له ځینو کمو مهمو استثنایي اطلاعاتو پرته هرڅه ورته په روښانه ډول وویل شي.
مشکل جوړونکی واقعیت
د ولسي جرګې د وکیلانو دا اعتراض اوس په یوه مشکل جوړونکي واقعیت بدلیدونکی دی،چې د سولې له عالي شورا څخه ګوندي او ناقانونه شورا جوړیدونکې ده.
په خاص ډول دې ته په کتوسره،چې لږې ورځې مخکې د جمعیت اسلامي ګوند مشهورو څېرو پخپله یوه غونډه کې صلاح الدین رباني د خپل موقت مشر په توګه اعلان کړ.
صلاح الدین،چې د سولې د عالي شورا مشر هم دی،په یاده شوې غونډه کې وویل،چې د موقت مشرله ټاکنې څخه یې د جمعیت اسلامي هدف دا دی،چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خپل مستقل کاندید اعلان او د بریالي کیدو هڅې یې وکړي.
له وسله والو طالبانو سره د شمال ټلوالې او په سرکې یې د جمعیت ترینګلو او تردښمنۍ رسیدلو مخکینیو اړیکو ته په کتو سره دا ګوند په ډېراحتمال سره د وسله والو طالبانو مخالفت د خپلو ټاکنیزو هدفونو او شعارونو په سرټکو کې راولي.
د سولې عالي شورا له مشرۍ سره هم مهاله د صلاح الدین رباني په مشرۍ دا کار به د سولې په اړه د وسله والو طالبانو پر دریځ او لېوالتیا بدې اغېزې وکړی شي.
یو وړاندیز
اوس چې امریکا متحده ایالاتو له افغان حکومت سره منلې،چې طالبانو سره د سولې مذاکرات به د افغانستان د سولې عالي شورا کوي،ډېره اړتیا ده چې د دغې شورا پر هدفونو،ترکېب او رهبرۍ له سره جدي کتنه وشي.
دا کاربه له سولې سره د وسله والو طالبانو لېوالتیا زیاته کړی شي.
ولسمشرکرزی،چې یاده شوې شورایې له پیله د نامعقولو او شخصي مصلحتونو پربنسټ کوله،د دې وړاندیز په عملي کیدو کې دې ځان ته د تاوان وېره نه کوي.
ځکه صلاح الدین خان د راتلونکي واک لپاره په مستقل او لومړۍ درجې بڼه د هڅو اعلان کړی او ولسمشر ته د ولس او ملي اړتیاوو ترڅنګ له دې وروسته پرسولې شورا د دوی د ډلې حاکم ساتل یوازې او یوازې تاوان لرلای شي.