موږ دواړه د ژوند په سمسوره دښته کې د باد له مسير سره څنګ په څنګ روان وو.  يوازې خپلې لارې ته مو کتل، شا وخوا ښکلاوې او منظرې مو نه ليدې. په يوه  دمه ځاى کې تم شوو. پاس اسمان ته مو وکتل، يو قوي او د غښتلو پنجو لرونکى شاهين په هوا کې د باد د مسير خلاف روان و، په پوره شهامت يې وزرونه خوځول او طلايي بڼکو يې لمر ته خپله ښکلا او ځلا شيندله.

    په همدې شېبه زه غلى وم، خو هغه پوهېده، چې د څه په اړه فکر وړى يم، لکه زما خيالونه چې لولي  راته  وويل : بايد همت وکړو، ځکه چې رښتينې او پټه ښکلا له همت او شهامت سره ځلېږي او زموږ ښکلاوې د بې همتۍ، وېرې او کمزوري هوډ تر پردو لاندې په مرګونې خوب ويدې دي.

٢٠١٤ د جولاى ٧مه

0 thoughts on “پټه ښکلا/ ګل رحمن رحماني”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *