پټپټونی

د باران وهلو وښو او بوټو په منځ کې روان وم. یو نیم ځای چې بوټي لږ ټیټ وو شاوخوا به راښکاریده خو ډیر ځایه زما له ونې جګ وو. په (هرومیرڅي) کې د دې بوټو تر منځ نرۍ لار تر ځنګله غځیدلې ده.

 غرمه وه. رطوبت، ګرمه هوا، د لوخو بوی او د پټ پټانی ځای خوند راکوي. ښایي  کوچینواله رایادوي. همدا فکر مې کاوه چې بوټي وخوځیدل او یوه سپین سرې ښځه ترې راووته. لاره تنګه وه، اړخ ته شوم. د دې په لاس کې پړی و. راته ویې ویل:

– په پیشو پسې ګرځم ورکه شوې

ورته ومې خندل:

– پیشو دې لکه چې په پړي تړلې وه چې تښتیدلې

مصنوعي غاښونه یې له خندا سره له خولې راووتل، خو بیرته یې پر ژبه کش کړل:

– دا د سپي پړی دی

ښځې خپل سپي ته ورنارې کړې.د بوټو له منځه یو تور سپی راووت. د بوډۍ مخې ته یې لکۍ ووهله او بیا یې وځغاستل.

بوډۍ ته مې وویل:

– له سپي او پیشو پرته بل څه شی ساتې؟

– میړه ساتم

ورته ومې خندل:

– هغه تا ساتي که ته هغه؟

– زه هغه ساتم دغه مخکې مې ورته ویل چې راځه پیشو پیدا کړو له مخه یې نه کیده چې راپاڅي ویل یې ته درځه زه پسې درځم.

بوټي وښوریدل، بیا د پیشو میومیو شو. ښځې واه واه نارې کړې. له بوټو یو سړی راووت، په کړس کړس یې وخندل.

بوډي دواړه لاسونه سترګو ته ونیول:

– کاشکي ستا پر ځای پیشو وای

سړي ماته وکتل:

– تر واده  پنځوس کاله وروسته لا تر ما پیشو پرې ګرانه ده.

بوډۍ خپل میړه ښکل کړ په تلو تلو کې یې وویل:

– دغه ټول څاروي دې زما له سپي او پیشو پرته له تا جار شي.

دوی کړس کړس وخندل او د بوټو په منځ کې زما له سترګو پناه شول.

                                                                          پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *