د سم اند له مخې د ویاویونو ځای بدلون. ګوان مې دۍ، چې لږ نابلده به وي، خو په هرډول 

په یوه لیکنه کې مې ولوستل چې: ،،پټ سړی کور ته نه ځي. سړی ،،

پټ کور ته نه ځي. او سړی کور ته پټ نه ځې،،

درانه لیکونکي په دې هکله پوره او په زړه پورې لیکنه کړې وه، خو زه هغې لیکنې باندې خبرې نه کوم، یواځې دې ټکي ته غواړم د ګرانو لوستونکو پام راړوم، چې، دا جملې یا ویناوې په لومړي لید یو ډول یانې د همغې مانا جملې دي یا همغه ویناوې دي، خو که ورته په ځیر شو دا دریواړه غونډالې سره بیلې بیلې ښکاري. لیکوال موضوع ښه څیړلې.

ما هم وغوښتل چې  په دې هکله دا یوه لیکنه د ګرانو لوستونکو سره  د سماند په بنسټ ګډه لوست ته وړاندې کړم، چې داسې لیکنې نو نور څه د لیکنې ډولونه لري ، ولې دا سره ورته یا همغه غونډالې دي او یا هم سره ورته نه یا د همغې ترې پوهیدنې غونډالې نه  دي. د دې څرنګوالی به لږ پوره وڅیړو او وبه ګورو، چې ستونځې نو په څه کې دي.

له دې د مخه چې په دې هکله خبرې کوم، لنډ د سم اند له مخې 

 لومړی: د وینا پېژند راوړو او

دویم-  د یوې وینا د لیکنې ډولونه د ویونو د ځای بدلیدنې له مخې غواړو وپیژنو، چې  څومره دا ویونه په غونډاله کې سره ځای بیلیدلی شي، د همغې 

ترې پوهدنې سره.

لومړي ته- وینا د ویونو موخه وره څنګ په څنګ ايښوونه ده، چې یو رښتیاارزښت رښتیا یا نارښتیا ولري، دا په دې مانا چې دا وینا به رښتیا یا نارښیا وي.

دویم ته- یوه غونډاله یا ښه یې یوه وینا د څو ویونو څخه جوړه وي، نو د دې غونډالې ډولونه د ویونو ځایبدلیدنې له مخې د ویونو د ګڼون (تعداد)  د فاکولتيت سره برابر دۍ.

له دې د مخه د ا یادونه اړیینه بولم، چې دا وینا د سم اند له مخې ده، دا چې زموږد ادیبانو د اند سره به وي او که نه یا به دا ویناوې ښکلې او که څنګه وي، ایا دا د پښتو ژبلار سره سرلګوي او که نه، زه یې له دې سره سراو کار نه لرم، موخه مې یواځې او یواځې د  ویونو موخه ور یوځای ایښوونه ده او بس..

دا نو څه مانا؟ 

که پنځه ګڼونه ولرو، نو د دې فاکولتېت  برابره ده له

Fakultät  

5!=1.2.3.4.5= 120

سره. دا په دې مانا چې د پنځه ویونو څخه یوه وینا په یوسل او شل ډوله د ویونو ځاي بدلون له مخې لیکل کیږي. دا را سره ومنۍ یا یې و ازمایۍ او زموږ بیلګه کې به یې د وینا څخه، چې له درې او څلورو ویونو څخه جوړه ده روښانه کړو.

 راځۍ، چې پیل وکړو او دا وینا وې داسې ولیکو: 

سړی کورته لاړ. 

په پورته وینا کې ویونه سړی، کورته او لاړ دي.  دا له درې ویونو جوړه وینا په شپږ ډوله لیکلی شو. ګران  لوستونکي دا پخپله لیکلی شي، چې ځان باوري کړي

اوس راځو خپلې لیکنې ته او همدا ویونه  کاروو:

سړی کورته لاړ.

لاړ سړی کورته.

کورته سړی لاړ.

دا د سم اند له مخې همغه موخه لرونکې وینا ده، چې یواځې د ویونو ځای په کې بدل دۍ، چې د نورو درېواره لیکلو څخه یې تیرېږم، ګران لوستونکي دې ځان پرې باوري کړي.

 که ولیکو چې: 

پټ سړی کور ته لاړ. سړی پټ کور ته لاړ، سړی کورته پټ لاړ او سړی کورته لاړ پټ، نو دا به سره همغه موخه ورې غونډالې یا وینا وې وي او که نه؟

خبره را لنډوم:

په پورته هره وینا کې که وليکو: پټسړی همداسې پټکور ، دا په دې ترې پوهیدنه چې سړی پټ دۍ او کور هم پت دۍ، یواځې پټ لاړ، چې موخه ترې داسړی په پټه لاړ.

اوس نو وینا لرو:

یو- پټسړی( دا خوي دۍ او ګومان مې دۍ، ګډ به لیکل کیږي، لکه سپینغر، او نور) کورته لاړ. دا وینا له درې ویونو، پټسړی، کور ته او لاړ جوړه ده نو له دې امله په شپږ ډوله لیکل کیږي:

 پټسړی کور ته لاړ، کورته پټسړی لاړ او لاړ کورته ټتسړی.

دوه – سړی پټکور ته لاړ. دا هم د ویځای بدلون له مخې په شپږ ډوله لیکل کیږي. سړی پټکور ته لاړ. پټکورته سړی لار او پټکور ته لاړ سړی.

دریمه- که ولرو: سړی کورته پټ لاړ. په دې وینا کې ګورو، چې سړی ګوندې کورته په پټه ځي. دا وینا بیا له څلورو ویونو پټ، سړی، کورته او لاړ جوړه ده، چې له دې امله یې لیکنه هم د ځای بدلون له مخې په دولس ډوله ده، دلته دې پام وي، چې دا پټ دې د په پټه په ځای وي لکه چې لیکلې مو وو، پټ لاړ(یعنې په پټه) لاړ.

دلته لیکلی شو: 

سړی کور ته پټ لاړ.  

سړی پټ کور ته لاړ . 

 پټ سړی کورته لاړ.  

سړی کورته لاړ پټ.

د دې نور اته ډولونه د ویونو ځای بدلون سره نه لیکم، خو دا دې په ګوته وي، چې په پورته کې دا ،، پټ،، د سړي او همداسې د کور سره نه دۍ تړلی یانې داسړی پټ نه دۍ یانې دا پټسړی نه دۍ.

One thought on “پټ سړی کور ته نه ځي | ډاکتر ماخان میږی شینواری”
  1. زه د تاند د درنې خپرونې منلو خپروونکو او ډېرو ګرانو لوستونکو څخه زیاته بخښنه غواړم، چې یوه تیروتنه راڅخه شوې، چې باید نه وی شوې، چې شپې خوب کې ورته پامو، خو ناوخته وو. هغه دا چې: هغه وینا چې له څلورو ویونو جوړه وي، لیکنډولونه یې دیونو د بدلون له امله څلرویشت دي، نه دولس. ځکه چې
    4! = 1.2.3.4 = 24
    بیا هم بخښنه راته وکړۍ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *