نن ورځ د منګلو لسګونو قومي مشرانو دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره په ولايت مقام کې ليدنه وکړه او پدغه ليدنه کې يې يو ځل بيا د دوى او مقبلو قوم ترمنځ شوې فيصله يو مثبت او سوله ايز ګام ياد کړ، کوم چې ددوى او مقبل قوم ترمنځ يې له لسيزو، لسيزو وروسته د وروروليز ژوند دروازه پرانېسته .
د دوى مشرانو وويل چې موږ نظام، دولتي حاکميت اود افغانستان نافذا قوانينوته بشپړ درناوى لرو او په هېڅ صورت سره د شوې فيصلې په خلاف کړنې سرته نه رسوو.دوى زياتوله چې ځينې پټ لاسونه شته، چې غواړي په سيمه کې بې امني زياته او قومي شخړې رامنځته کړي .
دوى مقبل خپل ورور قوم وباله او پدې تړاو يې وويل چې هېڅ وخت به داسې کار ونه کړي، چې د شوې فيصلې خلاف او د شوې سوګند بې احترامي وشي.
دوى له خوست سرپرست والي وغوښتل چې په سيمه کې امنيتي پوسته ځاى پرځاى او د بيارغونې په يو شمېر پروژو باندې کار پيل کړي او هغه پټ لاسونه قطع کړي، چې په دواړو خواو و کې سيمه وال د يو او بل په وړاندې جګړې ته هڅوي.
دخوست سر پرست والي عبدالجبارنعيمي د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ هغه کړنې په ټينګه وغندلې، چې د شوې پرېکړې او سوګند خلاف ترسره کيږي.نوموړي وويل د منګلو او مقبلو ترمنځ شوې فيصله د زياتو هلو ځلو وروسته د دواړو اړخونو په بشپړ تفاهم ، تاييد او د خوست د ټولو ولسونو په وړاندې د سوګند په پورته کولو سره منل شوي ده ، چې د همدې فيصلې پر اساس دواړو قومونو سوله ايز ژوند پيل کړى دى .
خوست سرپرست والي وويل چې د پټو لاسونو د قطع کولو لپاره يې کشفي ارګانونو ته جدي دنده ورکړي ، چې هغه کسان ونيسي، چې د هوارې شوې شخړې بيا تازه کولو ته هڅې کوي.
خوست سرپرست والي په سيمه کې د هرډول غيرمسوولو کسانو حضور، شوې فيصلې ته بې احترامي او پټې دسيسې د نافذا قوانينو او دولتي حاکميت خلاف ياد کړل ، له قومونو يې وغوښتل چې ددغو ننګونو په مخنيوي کې له دولت اوپه ځانګړي ډول د امنيتي ارګانونو سره بشپړه همکاري وکړي او هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي، چې د دوى ترمنځ پيل شوى سوله ايز ژوند ګډوډ او په خوست کې ټولنيز نظم ګډوډ کړي .
نعيمي ګوتڅنډنه وکړه، چې که هر څوک د قومونو ترمنځ د شويو پرېکړو خلاف کړنې سرته رسوي، حکومت به يې په وړاندې جدي ګام پورته کوي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٨-١١-١٣٩٣