د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې د یو واده پر مراسمو ځانمرګي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، ځانمرګی برید د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان ملک تور د زوی د واده پر مراسمو شوی چې په ترڅ کې یې پخپله د ملک تور په ګډون ۹ کسان وژل شوي او ۱۲ نور مېلمانه ټپیان دي.
عیني شاهدان وايي، بریدګر ماشوم واده ته د راغلیو مېلمنو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.
تر اوسه د برید پړه کوم لوري پر غاړه نه ده اخیستې، خو پچیر اګام هغه ولسوالي ده چې د داعش ډلې له وسله والو سره یې کلک ولسي مقاومت وکړ او دا ډله یې پرېنښوده چې له دغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیم کړي.