په لاندې ریپوټ کې (پړانګان) په دمشق او بغداد کې د امریکا اجنټان او(سوی) هم سلیمانی فرض کړی!

دوه پړانګان د دمشق په هوایی ډګراودوه پړانګان هم دعراق په هوایی ډګر کې دی.

د عراق دهوایی ډګر پړانګان دهوایی ډګر په هغه اداره کې چې ((اداره حفاظت ازتاسیسات))نومیږی، رسمی دنده لری .

دریم د جنوری ۲۰۲۰کال دسهار۱۱بجو شاوخواairbus320  د Wings Cham خصوصی شرکت الوتکه ددمشق له هوایی ډګر نه والوته ، ددمشق له هوایی ډګر نه یو پړانګ زیګنال ورکوی [سوی والوت ، سوی والوت ……..]. 

د امنیتی کمروپه استناد په سیمه یز وخت ۱۲نیمې بجې ، الوتکه د بغداد د هوایی ډګر په ځغاست لیکه را کوزه شوه ، بیاهم د بغدادله هوایی ډګر نه د پړانګانو بل زیګنال [سوی پر ځمکه کیناست، سوی پرمځکه کیناست……..]

جنرال سیلیمانی او د هغه ساتونکی د زینو له لارې سیده، د هوایی ډګردEXITله لارې بهرخواته درومی ،ابو المهندس دحزب الله د(الحدالشعبی)ډلې رییسس دهغه هرکلی ته ولاړ دی ، دواړه مشران ړومبی زرهی اوساتونکی دوهم زرهی موټرته خیژی .

د بغداد دهوایی ډګر د چارواکو د وینا له مخې دا دواړه موټر د هوایی ډګر نه د اصلی وتونکی سړک سر ته سیخ شول په همدې مهال لومړی امریکایی توغندی په سیمه یز وخت۱۲:۵۵د سیلیمانی او المهدی په موټر اصابت کوی ، څوثانیې وروسته دوهم توغندی هم د ساتونکوموټرپه نښه کوی او له منځه یې وړی .

 دCham Wingsهوایی شرکت یوکارکوونکی چې د سیلیمانی او له هغه سره مله کسانو تګ کې له دمشق نه بغداد ته مل وو، رویترز آژانس ته ویلی: دالوتکې په دې الوت کې د شاملو مسافرو په لست کې نه د سیلیمانی نوم او نه هم د هغه دملګرو نومونه  شته .

د عراق یو امنیتی چارواکی چې د سیلیمانی امنیت یې څاره وایی ((سیلیمانی د خپل امنیتی حالت نه د اندیښنې له وجهې په شخصی الوتکه کې له سوریدو ډډه کوله ))

دعراق امنیتی چارواکورویترز آژانس ته وویل چې له توغندیز برید وروسته سمدلاسه دعراق دولت له خوا څیړنې پیل شوې .

په عراق کې ددې پیښې دڅیړلو لپاره ((فالح الفیاض)) وګمارل شو، فیاض د عراق د ملی امنیت د وګړنیز بسیج د څانګې رییس دی چې د عراق له هغه شیعه ګانوسره چې د ایران پلویان دی، ورسره ټینګې اړیکې لری .

د عراق د امنیتی چارواکوله مرکوچې رویترز سره یې کړی داسې بریښی چې د بغداد د هوایی ډګر دوه کارکوونکی، د پولیسو دوه پوځیان او د شام وینګز شرکت دوه کارکوونکی په دمشق کې، په دې پیښه کې په لاس درلودلو شکمن ګڼل کیږی چې سیلیمانی پسې به څارو ول.

د دوی له جملې نه دشام وینګز د خصوصی شرکت دوه کارکوونکی [یوددمشق په هوایی ډګر کې او بل د الوتکې د عملې په توګه] په جاسوسی کولو شکمن بریښی.

د څیړنو په ترڅ کې د بغداد د هوایی ډګر یو کارکوونکی ویلی چې امنیتی چارواکو هغه د۲۴ساعتو لپاره ترڅیړنو لاندې نیولی وو، هغه وایی (ما نه یې پوښتل چې د سیلیمانی د الوتکې له کیناستو دمخه دې چاته پیغامونه لیږلی دی، زه یې له ګرویږنو لاندې نیولی وم چې کومه [عجیبه پوښتنه ] به دې دالوت په هکله له دمشق څخه، نه وی اوریدلې؟)

هغه وایی چې امنیتی کسانو موبایل راځینې واخیست او په سلهاوو پوښتنې یې له ما څخه وکړې. 

یو امریکایی چارواکی دنوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلی چې متحده ایالاتو له څه مودې را په دیخوادسیلیمانی کړه ، وړه ترخپل څارلاندې نیولی وو.

داسې نښې نښانې شتون لری چې سیلیمانی د۲۰۱۹م کال له اکتوبرنه راپدې خوا په پټه توګه د عراق د شیعیه ګانو دملیشو له لارې، عراق کې په امریکایی ځواکونو بریدونه په لارې اچولی وو، او د دې بریدونو د سرته رسولو لپاره یې، پرمختللې وسلې هغوی ته چمتو اوورکړې وې .

عبدالرووف لیوال .

سرچینې: رویترز ، اطلاعات، الجزیره، باشګاه خبرنګاران او ویکیپیدیا.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *