د نوستالژیکولیکنوپه لړ کې داوار یو څه لرغونې نوستالژی د قلم ترڅوکې لاندې راولم .

لومړی به هغه نومونې (اصطلاحات) تاسو ته دروپیژندل شی چې دې نوستالژی پورې تړاولری :

پړاو : د کاروان تم ځای چې معمولاٌ لویه برجوره کلا چې د کاروانیانو د اوښانو، آسونو، کچرو او د مساپرو لپاره پکې دلنډ مهال داوسیدوځایونه ، خواړه او کټونه درلودل ، ددې کلا برجونو تیرکش (په دیوال کې سوری ) درلودل ، تر څودغلو دیرغل په مهال له دې تیرکشونه دلیندۍ یاټوپک ډزې وشی چې دمورچل حیثیت یې لاره .

ډاګی : پخوا وختونو کې چې اوسنی ترانسپورت ( الوتکه ،اور ګاډی ، موټر اوداسې نور) نه وو ، پست اولیک به دیوه کس له خوا چې (ډاګی ) بلل کیده ، له یوه پړاو نه تربل پړاوبیا له هغه پړاونه بل ډاګی به بل پړاو ترڅو اصلی ځای ته ورسی ، وړل کیده – خلکو به یو بل ته ویل چې که لیک دې اړین وی نودډاګ له لارې یې ولیږه.

څاروان (کاروانچی) : هغه کس چې دکاروان بولندوی ، څارونکی اوسمبالوونکی وو – معادله اصطلاح یې په دری ژبه کې (ساربان ) دی په پښتوسندرو کې استاددری لوګری داسې وایی :

ورو ، ورو څاروانه اودخیال کجاوې     +     ورو ، ورو څاروانه دلرې لارې

او په دری سندرو کې بیا استاد ساربان وایی :

ای ساربان ! آهسته ران ، که آرام جانم میرود.

جرس (ګړنجانی ) : دکاروان دسرکښ اوښ په غاړه کې هغه زنګ (ټالۍ ) ته ویل کیده چې دکاروان دتیریدو خبربه یې ورکاوه اوهم هغه کاروانیان به چې له کاروان څخه وروسته پاتی ول ، هڅه به یې کوله تر څودې غږ ته ځان ورسوی

د فارسی ژبې نامتو شاعرخواجه حافظ څه ښه وایی :

مرادرمنزل جانان چه جای عیش،چوهردم +  جرس فریادمیداردکه بربندیدمحمله

کوچی : چې له کوچ او کوچیدن نه اخیستل شوی ماناداچې تل له یو ځای نه بل ځای ته په کډه وی ، استاد حیات کاکړپه یوه سندره کې داسې وایی :

ما دکوچی تر عمره جارکړې   +   چې دسبایی اور یې بلیږی ، دی ترې ځینه

مورې کوچیانو ته مې ورکړه  +    چې اوربل مې هرسبا دهلمند شمال وهینه

پړاو ته به چې سهار دسیمې خلک راغلل ، کاروانیان به کوچیدلی وو – خوپه نغریو کې به اوربل اوځینی خوراکی توکی، ټپی یا ناروغ څاروی به له کاروانیانو پاتې ول – کلیوالو به له پاتې شونو څخه (انګار) خوراکی توکی ، ناروغ څاروی او آن داوښانو پچې دژمی دسون لپاره دپړاو له کلا څخه راټولې او خپلو کورونوته به یې ویوړې.

بانګی چرګ : ډیری وخت به دپړاوچارواکی یا څښتن چرګ ساتلو ، اوهغه ددې په خاطرووچې په هغه زمانو کې چا سره ساعت (ګړی ) نه وو اودچرګ په آذان به کاروانیان چې له مزله نه ستړی ول راویښیدل او دپاتې سفر تابیا به یې ونیوله ، ددې چرګ آذان به ځینې وختونه سخت مزاحم وو لکه چې دشاه شجاع شعردخدای بخښلی ظاهر هویدا په غږکې داسې وایی :

مرغ سحر تو ګم شوی  +  یار به این بهانه رفت .

دسهیل اوسباوون ستوری : څاروان به دشپې له خوا خپله لاره دسهیل او د سباوون ستوروپه څرک پیدا کوله او خپل مسیر یا (routes) به یې د کاروان لپاره ټاکه .

د درملنې لومړنی توکی : په پړاو کې به تل ددرملنې لومړنی توکی (کمک های اولیه ) لکه سپیرکۍ – بادیان – مرهمونه – تاراوستن – دشړشموتیل –دوایی بوټی لکه ترخه ( دنس درد لپاره) اونوردرمل موجود وو.

سپی : سپی به دپړاوپیره داری کوله او دشپې له خوا به څارو وه – همداراز څاروان به هم یو سپی درلود چې کاروان سره به مل وواو کاروانیان به یې دلیوانو له برید نه ژغورل خوهغه ډډیی سپی نه چې ورته وایی :(کاروان تیریږی + سپی غپیږی)

که چیرې کاروان به په پړاو کې په ورځو تم شو نو بیا به د تبادلې بازار پرانستل شوچې کاروانیانو به یو جنس له بل جنس سره او یو څاروی د بل څاروي سره تبادله کول، ځکه هغه وخت له هرچا سره روپۍ نه وې .

له نن څخه دوزره کاله وړاندې به چې دوریښمو کاروان ، دوریښموله لارې تیریده نوددې کاروانونو څلور لاره (دتقاطع ټکی) زموږ لرغونی هیواد و ځکه دې کاروان (برصغیر) بهارت له یورپ سره او چین ماچین(X’in)یې له ټولې یوروایشیاسره نښلاوه – ددې کاروان ډیره ستونزمنه لار د پامیر او تیانشان هسک غرونه وچې په دې غرونو کې پړاوونه هم لږ اوغله ډیر و.

د یوه پړاوواټن له بل پړاو څخه له ۳۰کیلومترو نه نیولې تر۵۰وکیلومتروپورې اټکل شوی – خو په هغه لارو کې چې له ښارونو تیریده ددې پړاونو دمینځ واټن ډیر وو مانا داچې له ۸۰ تر۹۰کیلومتروپورې رسیده .  نوربیا

———————————————

سرچینې: انسکلوپیدیا – ګلوبل او د لیکوال ریسرچ.

One thought on “پړاو اوډاګی/ عبدالرووف لیوال ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *