د پښتني ایډیالوژۍ له لیده، د تورې کلمه موږ ته دوه ډوله فکر راکوي. یو هغه توره ده، چې نورو غوندې پښتون ټپر د جنګ په میدان کې د دښمن په وړاندې کارولې ده، په دویم قدم کې توره اوس په پښتني ایډیالوژیک ټولنه کې په یو سېمبول اوښتې ده، اوس توره د یو فکر ځایناستې ده، د پښتني ټولنې کلیت ښيي، څنګه چې اوس د تورو جنګ له منځه تللی دی نو پښتانه هم دا سېمبول د غیرت، مېړانې، ننګ او ځینو هغه پښتني مغروره مفاهېمو لپاره کاروي، چې پښتون په هغه باندې پښتون یادېږي. اوس پښتانه تورزن هغه چاته وایي، چې غیرت، مېړانه، ننګ وکا او خپل پښتني غرور یې ساتل وي.
د پښتون په ذهن کې د تورې تصور یوازې پښتني غیرت ته هم ندی مختص بلکې د ژوند په نورو اړخونو کې هم کارول کېږي، فرضا که چېرې یو پښتون د یوې شي په وړاندې پاتې راځي، نو هغه ته ویل کېږي، چې توره د ونه کړه، پښتانه دا اصطلاح په ورځنیو مکالماتو کې کاروي، چې تا څه توره وکړه مطلب دا چې که یو کس یوې پېښې ته له زیات تنقیدي لیده وګوري نو مقابل لوری ورته وایي، چې تا څه توره کړې ده؟ که موږ پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ ته تم شو نو توره او مېړانه د دوه مترادفو مفاهیو په څېر راغلي دي پدې هکله د عبدالباري جهاني یو بیت ته تم کېږو جهاني صیب فرمايي:
که میرویس دی که اکبري که مسجدي دی
هره توره هر میدان او تورزن زما دی
د دې بیت په استناد ویلی شو، چې په پخوانۍ شاعرۍ کې توره هم د خپل موقف سره راړول شوې ده، هم د پښتني غیرت او مېړانې په توګه. توره د پښتني غرور، غیرت او مېړانې ځای ناستې ده، چې په اړه یې ستر او له پښتني غروره ډک انسان د پښتنو لارښود استاد تورزن او ادبپال نابغه بابا خان خوشحال خان وايي:
زه خوشحال کفن په غاړه به را پاڅم
که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو
پورتني بیت ته که د ځيرنې له لیده وګورو نو دا به راته جوته شي، چې خان بابا خپله مېړانه غیرت او پښتني غرور بیانوي دا بیت د پیغام له لوري موږ ته دوه ډوله فکر راکوي، لمړی د خوشحال خان غیرت ښايي دویم د تورې خپل موقف یانې موږ فکر کوو چې خوشحال خان د پښتون غلام کېدل نه مني کچېرې غلام شي دی به راپاڅي او په توره به سرونه ووهي.
بیا هم ستر انسان خان بابا د تورې په اړه وايي:
لا په خوب کې په لړزه پرېوځي له کټه
چې د چا تر غوږو زما د تورې شرنګ دی
بل ځای کې پره زړه په نوم ځوان شاعر څه ښه فرمايي:
زمونږه په خپله طوفاني خیالونه
مونږه چپې د سمندر نه منو
مونږه تورزن د احمد شاه لمسي یو
مونږه د سر د پاسه سر نه منو
یاد بیتونه له نهايي پښتني غرور مېړانې او ننګ څخه ډک دي، چې شاعر پښتنو زلمو ته تورزن وايي. دا چې تورزن یو غیرتي او مېړني کس ته ویل کېږي په دې تړاو یو لنډکي داستان ته تم کېږو.
یوه جنګیالي له خپل استاد څخه پوښتنه وکړه، چې تر ټولو غوره تورزن څوک دی؟ استاد یې ورته وویل، چې هغه وړاندې دښتې ته د ورشي او هغه پرته ډبره دې وښکنځي. شاګرد ووې چې ولې؟ ډبره خو ځواب نشي ورکولی، استاد ورته ووې چې بیا یې دې نو په توره ووهي. شاګرد وویل، بیا خو یې توره ماتېږي؟ استاد ورته ووې تر ټولو غوره تورزن د دغې ډبرې په شان دی، بې له دې چې توره له تېکي را وباسي د چا وس ورباندې نه کېږي. له دې داستان موږ دا فکر اخلو چې تورزن هغه دی چې لکه غر د هر څه په وړاندې ولاړ وي او ماتې ونه خوري هغه نه په خبره مات شي نه په توره او نه په بل څه. په دې اړه بیا هم د خان بابا خوشحال خان قول ته درېږو:
چې پر ځان سړی تورزن وي بل کار نشته تر داښه
که مین وي په تورزنو خود نامرد وي هم لاښه
که دا نه وي نه هغه وي هغه څه وي وچ واښه
چې د اور لمبه پرې ورشي واښه سېزي بلا ښه
خوشحال خان خټک وايي سړی خو د یا زړور او تورزن وي، که نه وي نو پر توریالیو خو دې مین وي، که دا هم نه وي بیا نو وچ واښه دي چې په یوه لمبه سوځي. ځینې څېړونکي د پښتو او پښتون ډول ډول ماناوې سپړي چې په هغه کې دا معناوې هم عامې دي او پښتون باید داسې وي:
پښتو پ = پت، ښ= ښېګڼه، ت= توره، و= وفا پښتون پ= پتمن، ت= تورزن، ښ = ښېګڼه مار، و وفادار، ن= ننګیالی.
خو ډېری روشنفکران بیا دا تورزني په ځينو ځایونو د دپښتون تباهي او ورېکدل بولي. مثلاَّ ځينې غلط دودونه دي، چې هلته بیا مېړانه کول د پښتون د ابدي تباهۍ لامل کېږي، پدې اړه لیکوال او ادبپوه سلېمان لایق وايي:
په پښتون کې توره شته خو پوهه نشته. په دې اړه د پښتون ټبر د بدمرغۍ عواملو یو انځور ته تم کېږو
تورزن غیرتي:
تورزن ورور توره وکړه په نه خبره یې د تربور وینه وبهوله عادلو جرګه مارانو د روغې په موخه د تورزن توربخنه خور په بدو کې د مقتول پلار ته وبخښله، د دوولس کلنې معصومې ناوې ډولۍ د بخت کور ته ورسېده په لمدو سترګو او لړزاندو ګامونو د ډولۍ څخه راووتله او هلته ورته د مقتول خپلوان کوتک په لاس هرکلي ته ولاړ وو.