داسې چې د اسلام اباد نه په ګاډي کې کينې او د پنډۍ، لاهور، حسن ابدال، چکري، ميانوالۍ او په جهلم ترې ورتير شې نو ته په خدای که يو پوليس هم په سترګو ووينې خو چې بيا په ډېره اسمعيل خان پښتونخوا ته رادننه شی سم دم به حیران شی چې دا اوس د پوځ چاوڼی ده که د پښتونخوا خاوره نو چې بيا پسې څومره ورو ورو مخ پر وړاندې ځې هم دومره به له ذلالت سره مخ کيږې، هم دومره به تلاشي کیږې، همدومره به د زنانه په مخ کې بې عزته کيږې او هم دومره به ستا په وړاندې زنانه، ماشومان زهیریږی ذلیل کیږی به، د خولې نه د تش ” اه ” کاږلو په ځواب کې دې سم د پښو لاندې کوي، خو بيا هم ځيني پښتانه وايي ” خير ده دا د دوی فرض دی او د پاکستان د پرمختګ د پاره بايد دومره سختي وکړای شي!

رښتيا هم چې انسان مه وژنه ضمير يې ووژنه، نن د ډېرو پښتنو ضمير وژل شوی، ښه او بد په سترګو نشی لیدلی په ړندو سترګو بيا هم په پنجابي پسې دي.

اول خو د يو هيواد دا حق جوړیږی چې خپل ولس ته يو نظر وکړي، په يو حساب ورته تعليم او د ژوند ټولې اسانتیاوې ورکړي.

خو پاکستان کې دا ټولې اسانتیاوې يواځې د پنجاب لپاره دي، د پښتونخوا، سنده، بلوچستان ماشوم ته خو تر اوسه يواځې د څښلو اوبه هم نشته، د پښتونخوا په غرنیو  سیمو کې تر اوسه ماشومان د ښونځۍ نوم نه پيژني، او کوم په شمار ښونځې چې شته وو د هغو نه  هم د پاکستان جوړ طالبانو بمونه  لاندې کړل.

د ګوادر کاشغر روټ هومره غټه د چين سره منصوبه خو له  اول نه پنجاب ځانته اړولې وه خو د پښتونخواه نه په شمير  د يو څو پښتون زلمیانو احتجاج چې په اسلام اباد کې يې وکړ.

پنجاب یی دې ته اړ کړ چې پنجاب یو اندک څه ورسره ومنی خو هغه په داسې مثال چې” چې غوا به پښتونخواه کې ولاړه وي او شيدې به پنجاب ته ورکوي.

په 14څوارلسم اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ ده، په کوټه، پيښور کې د ازادۍ ورځ لمانځلو د پاره ترټولو ډېر پروګرامونه بشپړ شوي دي، په سوشل ميډيا ترټولو ډېرې مبارکيانې پښتانه يو بل ته ورکوي نو اوس که يو پنجابۍ د پاکستان د ازادۍ ورځ لمانځي نو پوره پوره حق يې جوړيګي نو دا پښتانه په کومه سترګو   دغه توره  ورځ لمانځي؟
په څوارلسم اګست پښتانه د خپل مجبوريت،د پنجاب لخواه خپلو وسايلو لوټلو، جنګ ځپلي وطن،د ګوادر کاشغر کوريډر دهوکې او د پنجاب لخواه د خپل يرغماليت جشن لمانځي.

2 thoughts on “پښتانه او د اګست ۱۴مه”/ نوربادشاه يوسفزی”
  1. سلامونه،
    پښتانه ء باید د ۱۹۴۷آګست ۱۵ چې د انډیا د نیمې براعظم ؛ او د همدې میاشتې ۱۹ چې د ۱۹۱۹ م کال کې د افغانستان بشپړه خپلواکي له انګریزانو څخه د غازي امان الله خان په زعامت او د ولسونو په میړانه او غیرت اخیستل شوې وه، ولمانځي. نء د دالخورو ، منافقو، ناسپاسو پنجابیانو !! چودهم هیرا مڼډهي…او بهټو ګانو…(هلته دې د ملا عمر د ماتم اوونۍ ونیسي +د پښتنو شهیدانو!).

  2. مننه یوسفزی صاحب.

    ډیره خوندوره او د وخت له اړخه پر ځای او ضروري لیکنه مو کړیده، هیله ده چې د لر اوبر پښتنو افغانانو پر تاریخي وطن چي اوس یي نیمه برخه پنجابي دپاکستان په نوم لاندي کړیده ننګ وکړو، کار وکړو او مبارزه وکړو، او دغه مبارزه باید د روزمره سیاستونو د بوختیا قرباني نشې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *