شکرالله لېوال –
په دې کې هیڅ شک نشته چې د هر ملت او هېواد هوساینه او بقا په تعلیم کې نغښتې ده. د بشر په تاریخ کې ډير داسې بیلګې شته چې د زده کړې له امله شاته پاتې ملتونه په ډېر کم وخت کې د نړۍ ستر قدرونه او باعزته ولسونه شوي. که د زده کړې اهمیت ته د اسلام مبین دین له نظره وګورو نو په الهي او نبي ارشاداتو کې تر ټولو ډیر تاکید په زده کړې شوی. لنډا دا چې د نړۍ په هیڅ کوډ کې به داسې کس پیدا نشي چې د زده کړې په اهمیت پوه نشي.
خو! پښتانه د نني عصر له ټولو امکاناتو او پرمختګونو سره سره بیا هم په کوم ډول چې لازمه ده زده کړې ته یې مخه نه ده کړې. د افغانستان اوسنئ روان حالت له د تعلیم نه د مخ نیوي لپاره قوی دلیل نشي کیدی. که څوک له زړه وغواړي په هر ډول حالاتو کې زده کړې ته لاره هواره وی شي. هسې خو هم تعلیم کول داسې کوم اسانه کار نه دی چې انسان ته په تیاره لاسته ورشي په هر ډول سمو او ممکونو حالاتو کې زحمت او کوښښ ته اړتیا لري.
د سږ کال (۱۳۹۴) کانکور په ازموینه کې د پښتون میشتو ولایتونو د کانکورد کډونوالو اندازه ډیر زړه بوږ نونکې وه. یوازې کنړ او ننګرهار کې نسبت نورو ولایاتو ته د کانکور کډونوال اندازه هیله منده وه، خو جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو کې د کانکور د کډونوالو شمېر لکه څنګه چې په کار ده هغسې نه وه. یو لامل یې کیدای شي په دې سیمو کې نا امني وي. خو زه په دې فکر یم چې نا امني دومره ښکاره د لیل له تعلیم نه د لرې والي لپاره نشي کیدی. د سږ کال په کانکور ازموینه کې یواځې له کندهاره ۲۲۰۰ تنو د ازموینه ورکړه چې له دې شمېرې نه ۳۰۰ تنه یې انجونې وې. خو د افغانستان په یوه شمالي ولایت کې یواځې دوه ولسوالیو نه په دې اندازه د کانکور کډونوال وه.
په دې کې هیڅ شک نشته چې د هېواد په هر کوټ کې یو تن په زده کړه بوخت وي ټول هېواد ته یې ګټه رسیږي. مګر مونږ باید د هیواد په کچه هر ډول کړنو او پرمختګونوته د مساواتو په شکل و ګورو.
همدارنګه د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ نه په تیرو دیارلسو کلکو کې یو تن هم له دوولسم ټولګي نه نه ده فارغ شوی. د لوګر د والی په خبر تر راتلونکو دریو کلو پورې به هم له دې ولسوالی نه څوګ له دوولسم ټولګي نه فارغ نشي، هغه ځکه چې سږ کال(۱۳۹۴) په دې ولسوالی کې نهم ټولګي ته نوم لیکنه پیل شوه. دې ته ورته په سلګونو نورې بیلګې شته چې د پښتون قوم محرومیت له تعلیم نه را په ګوته کوي.
اوس سوال دا ده چې ملامت څوک دي؟ که دا سوال له ما وشي زه خو ټوله پړه په پښتنو ور اچوم. هغه ځکه چې، که په پښتون میشتو سیمو کې روانه نا امني د زده کړې مخه نیسی نو ولې پښتانه د زده کړې لپاره جکړه نور نه بس کوي او یا یې مخه نه نیسي. که غریبي له زده کړې د لرې والي لامل وي نو بیا هم پښتون ملامت ده هغه څکه چې خپل زوی د پردیو مزدوري لپاره له ملک نه بهر لیږی شي خو د تعلیم لپاره یې نږدې ښوونځي ته نشي لیږلی. په ټوله کې هیڅ داسې کوم ښکاره دلیل نشته چې په دې اندازه له تعلیم نه د پښتون قوم شاته والی سبب شي.
مونږ په وژنو، سر پرې کونو، د مکتب، پلونو او عامه شتمني په لوټولو، په لور او خور ولور اخستلو، د یو تن د وژنې په سر د لسو نور په وژنو، بیځایه او بې د لیلو وژنو ته ښه تیار، تکړه یو او هر ډول شرایطو کې دې کارونو ته اماده یو، خو خبره چې بیا د تعلیم او زده کړې شي نو سل بانې او حیلې به مخې ته کیږدو. کیدی شي چې ځینې خلک په دې فکر کې وي چې لا تر اوسه خو دومره جدی ضرورت تعلیم ته نه دی پیښ شوي، چې هر کله مو تعلیم ته تر وروستی حد ده اړتیا حص کړه بیا به ورته مخه کړو. زه وایم چې نور تر کله! آیا نوره مو بدبختي وژنې، کرکې، توهین او تحقیر بس نه ده. بس ده او بلکل بس ده! پښتونه که دې لږ نوره دې کار او دې عادتونو ته ادامه ورکړه نو لرې نه ده چې یو ځل بیا تاریخ د لومړنیو قرنونو خلکو شاهد اوسي.
گرانه وروره خدای دی روغ لره ریشتیا همداسی ده که د احالت همداسی دوام وکری لری نه ده چه تول پشتا نه به دجوالیتوب دندی ته مخه کری
خدای خبر چه کله به پشتا نه ویخ شی او زان به وپیژنی