په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډه

په دري کې يوه عامه اصطلاح ده؛ وايي ” شر بخیزد که خیر ما باشد ” بلکل همداسې وشول د نقيب مسيد د مرګ شر د پښتنو په خیر تمام شو او پشتانه یې له هغه اوږده خوبه راويښ کړل لکه اصحاب کهف چې کلونه په يو اوږده خوب ویده وو خو له ځان او نورې نړۍ نه خبرېدل او خلکو هم دا يقين کړى وو چې نور دا خلک مړه دي.
پښتانه هم لکه اصحاب کهف د خداى پاک په یوه امتحاني اوږده خوب ويده وو
خو دا به هم د خدای امتحان وو او همداسې به يې غوښتنه وه چې پښتون قوم به تر دې دمه په دومره اوږده خوب ویده کیژي د دې اوږده خوب په لړ کې چې هر ظالم هر ستمګر راغۍ نو ددغې ویده قوم پر مال، سر او ټولو حقوقو یې خیټه واچوله په دوی به یې د ترهگر او دهشتگر نوم کیښود او په همدې بهانه یې د دوی ځمکې او حقوق اشغال کړل په خپلو ځمکو او خپلو حقوقو یې ووژل دې وژنو په کلونو دوام وموند حتى تر دې چې دا ویده پشتون ته نور سه ور پاتې نشول د نړئ په هر ګوټ کې د دهشتګر او ترهګر په نوم یاد شول او یو داسې لوى ناورین کې را ګیر شول چې د ټولو زړونو ته دا ورسیده چې دا قوم اوس هغه د کلونو مخکې باتور قوم ندی دا قوم نور غرق دی او نور یې را پاڅېدل نا ممکن دي
خو خبر نه چې د خدای امتحاني دوره په دې قوم نوره پای ته رسیدلې دوی خپله آزموينه په بريا سره ورکړه د خدای د رضا په خاطر یې صبر کړی وو که هر څه ظلمونه، تېري پرې وشول خو دوی په چا ظلم او تیری ونکړ ؛ د دې ظلمونو په دوره کې يې بس همدا ویل چې لوى خدای ته به صبر کوو؛ دا به د لوى رب رضا وي؛ دا تورې ورزې به هم تیرې شي په تیاره پسې رڼا شته.

خو نور چې خداى د دې قوم د راويښېدو امر کړى وو
د یو داسې ځوان په مرگ سره چې پرته له خپلو خپلوانو؛ کلیوالو؛ دوستانو بل هیچا نه پېژانده یو دم د خدای په مرسته او نصرت ددغې ویده زمري پشتون په غوږ کی غږ وشو؛ چې یو با غیرته او ښایسته پښتون ځوان په ډیره بې رحمانه ډول د تور مخي په لاس وژل شوی نور ستا د خوب وخت پوره دی پورته شه د خپل شهید بدل واخله د خپلو حقوقو پوشتنه او غوښتنه وکړه.

پدې غږ پښتون سترګې را خلاصې کړې مخ ته يې یخې اوبه وشیندلې او نور یې د خوب سره خدای پاماني وکړه ددې له خوبه راپاڅېدلي پښتون کاروان په لومړيو کې ډير لږ وو پنحاب هم لومړی دا غږ بابیزه وباله، خو د الله په مرسته او غوښتنه د منظور پښتون ځوان غږ دومره پراخ شو چې اوس یې د پنجاب حکومت ننګولی. ورځ تر بلې یې شمیر په پراخېدو دى لر او بر ټول پښتانه د دوى د آواز بدرګه شول او هر پښتون چې خبریږي، له دې کاروان سره یو ځای کیږي. په داسې حال کې چې د پنجاب حکومت هلته په ټولو رسنیو حتى پښتون ميشتو رسنيو بندیز لګولی چې د هغوی غږ له رسنيو خپور نه کړي.

په دې کاروان کې ځوانانو يو ځوان رهبر پيدا کړ داسې ځوان چې ددوى خوبونه په حقيقت بدلول غواړي د پښتونستان خوبونه د بلوچستان خوبونه او د لوى افغانستان خوبونه.
ددې غورځنګ غوښتنې د نقيب محسود د قاتلينو د محاکمې تر څنګ د هغه بلوڅو او پښتنو ځوانانو پيدا کول او خوشي کول چې د پنجاب حکومت بيولي او تر اوسه لادرکه دي؛ د قبايلي سيمو څخه د پنجاب نظامي پوستو وتل او په ښوونځيو کې په پښتو ژبه تعليم شامل دي.
اوس نو دا کاروان د ټولو هغه حقوقو غوښتونکى دى چې د دغې اوږده خوب په دوره کې يې له لاسه ورکړي وو نړيوال يې په دې خبر کړل او ټولو ته یې دا وښوده چی دا پښتون نور د احمدشاه ابدالي په شان ویښ پشتون دی او خپل حق به اخلي.
اوس ددې په لیدو دښمن په لړزیدا دى او په هره ګزینه یې لکه د پخوا په شان فکر وکړ تر څو دا آواز بند کړي خو دا آواز بندېدوونکى ندى او اوس باید پدې پوه شي چې دا آواز ستاسو رسنئ نشي بندولی, ددې غږ سره خداى مل دى, دا غږ به نړیوال اوري, نړيوال به هم دا مني چې دا غږ په حقه دى, او دا غږ به تر هغه چپ نشي تر څو یې خپل حق اخستی نه وي.

“و من الله التوفیق”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *