تاند- د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پښتو ژبې سندرغاړې کرشمه شهزادي د غلطې پیچکارۍ له کبله ساه ورکړه.

د پاکستان د ایکسپریس نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې کرشمه، چې اصلاً په پېښور کې اوسي، د کوم کار لپاره چارسدې ته تللې وه، د بېرته تګ په وخت یې د چارسدې سردریاب سیمې ته نژدې په یوه کلینیک کې پیچکاري وکړه چې له کبله یې مړه شوه.

ورځپاڼې په دې اړه څه نه دي لیکلي چې څه ډول پیچکاري وه او د کومې ناروغۍ لپاره یې کړې وه.

پولیسو او د سیمې د روغتیا ادارې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “پښتنه سندرغاړې کرشمه شهزادي مړه شوه”
  1. salam to Tand web
    precedent Ghani should do this because Afghanistan need for these weapons and he should talk to the obama as soon as possible and this action is politics of the nabers countries because Pakistan don’t want this and us is the best father of the pakistan
    thank u

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *