کتاب د ژوند تر ټولو خوږ او تر ټولو ګټور ملګری دی. ماته له کتابتون پرته کور تیاره ښکاري. همدا لامل دی چې په هر کتاب مين کېږم.
زموږ پښتو ژبه جګړو دومره خواره کړې چې کله د يوې موضوع په اړه څېړنه کوو، کافي سرچينې په کې موندی نه شو. نو دا تشه به څه ډول ډکوو؟ په داسې حال کې چې په خپله ژبه کې ليکوال هم د ګوتو په شمېر لرو خو حل يې هم آسانه دی موږ بايد چې خپلې ژبې ته ژباړې وکړو. په ژباړې سره کولای شو خپله ژبه له نورو سره سياله او له دې خوارۍ او ستونزو يې خلاصه کړو.
زه نن له تاسې سره د (زه ملاله یم) پښتنې ملالې د کتاب د پښتو ژباړې په اړه خبرې کوم. ملالې یوسفزۍ نوموړی کتاب دوه کاله وړاندې د انګرېزې ليکوالې کريسټينالمب په مرسته وليکه چې په لږ وخت کې يې د ډېرو مهمو حقیقتونو د لرلو له امله نړيوال شهرت پیداکړ او په لږ وخت کې د نړۍ په ۱۷ ژبو وژباړل شو.
ملاله يوه پښتنه ماشومه وه چې د پښتونخوا په سوات سيمه کې يې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، هملته لویه شوه، د وسله والو له خوا يې د خپلو ښوونځيو د بندېدو په مقابل کې ودرېده، مبارزه يې وکړه تر دې چې د هغوی له خوا وويشتل شوه او په انګليستان کې له درملنې وروسته بېرته روغه شوه او اوس هملته ژوند کوي.
د يادونې وړ ده چې تېره مياشت يې د نوبل جايزه هم واخيسته.
دغه ټوله کيسه په يوه پښتني سيمه کې پېښه شوې خو زموږ پښتانه ترې ناخبره دي. ځکه چې پښتو ژبې ته تر اوسه لا نه و ژباړل شوی. په پښتني ټولنه کې دې ډول حقیقتونو ته ډېره اړتيا وه څو خلک ورڅخه خبر شي او د خپلو ستونزو او مشکلاتو سرچينه پیداکړي.
موږ ټول له ښاغلي حبيب وقار څخه چې نوموړی ارزښت لرونکی اثر يې زموږ خوارو پښتنو ته پښتو کړ د زړه له تله مننه کوو. هر کار يو کلک هوډ ته اړتیا لري، موږ يې د دې هوډ او کار ستاينه کوو، له لوی څښتن څخه توفيق ورته غواړو او په راتلونکي کې يې د نورو همداسې په زړه پورې ژباړو هيله کوو.
ما د (زه ملاله يم) کتاب ټول ولوست، باور وکړئ داسې مې حس کړه لکه دا کتاب چې له سره په پښتو ژبه ليکل شوی وي، ما ته د ژباړې په څېر ښکاره نه شو. خدای ج دې زموږ ټولو تنکيو ځوانانو ته ځواک ورکړي چې همداسې په زړه پورې او کره ژباړې وکړي. نه دا چې کلمه په کلمه يې وژباړي او اصلي مفهوم په کې ورک کړي.
په دويم قدم کې له اکسوس کتاب پلورنځي هم مننه کوو چې پښتو ژبې ته خدمت کوي، کتابونه ورته چاپوي او خلک له کتاب او مطالعې سره عادت کوي. اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم ډېر ګټور کتابونه خپاره کړي دي.
د کتاب د مطالعې په پيل کې د کتاب په دويم مخ د ژباړن ډالۍ ودردولم.
ليکلي يې وو:
هغو بېوزلو، رټل شو، محرومو، لوڅې پښې ګرځېدونکو، له زده کړې او د ژوند له هر نعمت بې برخو، افغان ملالو ته چې ژوند يې د ناسم سیاست او مافیا ښکار شوی او څو لیوانو، جګړه مارو، غلو او سړي خوړونکو يې ژوند ور نه اخيستی.
ملاله د خپل کتاب په پای کې يو شعار ورکوي وايي چې:
يو کتاب، يو قلم او يو ښوونکی کولای شي نړۍ بدله کړي.
نو که چېرې موږ هم د کتاب ملګري وکړو او مطالعه دود کړو، کولای شو خپله نړۍ بدله کړای شو او خپل راتلونکي نسل ته به د پرمختګ لارې پرانيستی شو. له ملګرو هيله کوم چې دا له حقیقتونو ډک کتاب يو ځل په خپله ژبه ولولي او بيا قضاوت وکړي، موږ نه بايد له لوست پرته لاسليک وکړو، لومړی بايد په يو څه ځان پوه کړو او بيا يې د ښو او بدو په اړه پرېکړه وکړو.
زه خپلې خبرې زموږ د ميوند د پخوانۍ اتلې ملالې په دې ټپه سره رانغاړم چې وايي:
که په ميوند کې شهيد نه شوې.
خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه.
پای