د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

د متحده ایالاتو جمهورریس ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام، د افغانستان په باب د خپلي پاليسي هغه وینا وکړه چي د امریکا، افغانستان او سیمي خلک د ډېري مودې ورته په تمه ول. ښاغلي ټرمپ د جمهور رئيس کېدلو څخه څو کاله مخکي او د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي څو څو ځله د افغانستان جنګ یوه بې ضرورته جګړه بللې وه او ویلي وه چي له افغانستان څخه به چي امریکا ته د سر او مال په ډېره ګرانه بیه پرېوتلې او پرېوزي، خپلي قواوي را باسي؛ خو لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، ژمنه یې وکړه چي له افغانستان څخه به خپلي قواوي نه باسي او په هغه هیواد کي به داعش، القاعده او طالبانو ته بشپړه ماتې ورکوي. جمهورریس دا هم وویل چي په افغانستان کي زموږ پالیسي د بیا ابادولو پالیسي نه بلکه د فتحي پالیسي ده. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړ چي په خپله خاوره کي د ټروریسټانو مرکزونه وتړي او امریکا به نور په سیمه کي د سولي د ټینګولو لپاره له هند څخه مرسته وغواړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د سه‌شنبې د ورځي په ګڼه کي لیکلي دي چي د امریکا جنرالان له پخوا څخه په دې عقیده دي چي کابل او مهم ښارونه د کابل د حکومت په لاس کي وي او طالبانو ته وښيي چي هغوی بیا قدرت ته نه‌سي رسېدلای. مګر اوس وضعي تغییر کړی دی. حتی که امریکا نور پوځیان هم افغانستان ته ولېږي او طالبان له هغو سیمو څخه چي په تېرو دوو کالو کي یې نیولي دي نور پرمختګ ته پرې‌نه‌ږدي، د هغوی دغه وروستیو پرمختګونو او سیاسي رقابتونو د افغانستان حکومت د سقوط پولي ته رسولی دی او طالبان هم هغه طالبان نه دي چي امریکا غواړي د سولي خبرو ته یې کښېنوي. ورځپاڼه لیکي چي د افغانستان حکومت هم دا مني چي د هیواد په سلو کي پنځه دیرش خاوره د طالبانو په لاس کي ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي جمهور رئیس ټرمپ په خپله وینا کي څلور ځله د بري او اووه ځله دښمن ته د ماتي ورکولو خبره یاده کړه. مګر دا معلومه نه‌سوه چي بری به څرنګه وي.

ورځپاڼه د پاکستان په برخه کي د جمهورریس ټرمپ خبرو ته اشاره کوي او لیکي چي جمهورریس په خپله وینا کي دې موضوع ته هم اشاره وکړه چي احتمال لري پر پاکستان باندي د میلیارډونو ډالرو پوځي مرستو په بندولو سره هغه هیواد دې ته اړباسي چي په خپله خاوره کي د یاغیانو مرکزونه بند کړي. په داسي حال کي چي د امریکا سیاستمدارانو او مشرانو مخکي دا احتمال رد کړی دی. ځکه هغه وخت چي پاکستان د اټومي وسلو جوړولو ته لاس واچاوه او امریکا ډېر سخت تعزیرات ورباندي ولګول نو چنداني ګټه یې ونه کړه. دغه راز پاکستان د چین په څېر یو زورور انډیوال لري چي احتمال لري پر پاکستان باندي د تعزیراتو د لګېدلو په صورت کي له هغه هیواد سره مرستي ته ودانګي. د پاکستان تجریدول په افغانستان کي وضع نوره هم خرابولای سي.

ورځپاڼه لیکي، که چېري امریکا او د افغانستان حکومت یوه اوږده جنګ ته تیاری نیولی وي؛ نو طالبانو هم د اوږدې جګړې لپاره ځانونه تیار کړي دي. د امریکا پوځي مقامات وايي چي طالبانو ته په کال کي لس زره تنه تلفات رسېږي. په داسي حال کي چي ایله پنځه کاله مخکي د امریکا استخباراتو وویل چي د طالبانو ټول قوت شل زره تنه دی. د دې معنی دا ده چي طالبان په وژلو نه کمېږي.

ورځپاڼه، د سنګین په اولسوالي کي، د طالبانو د یوه قوماندان حاجي نقیب الله له قوله لیکي چي د حاجي احمدالله د کورنۍ دیارلس تنه په جنګونو کي وژل سوي دي مګر د هغوی ځای بیرته د ده ورېرونو ‌ډک کړی دی. د ملا عبدالسلام څلور زامن وژل سوي او اوس یې پنځم زوی جنګ ته داخل سوی دی. د حاجي نقیب الله درې د کاکا زامن وژل سوي دي او د ده مور اوس له کونډو او یتیمانو سره ژوند کوي. ورځپاڼه په پای کي لیکي چي د طالبانو یوه قوماندان د جمهورریس ټرمپ له وینا څخه وروسته بي‌بي‌سي راډیو ته وویل چي ټرمپ باید په دې پوه سي چي افغانستان د بوش او اوباما د وختونو وطن نه دی او موږ تسلیمېدلو ته تیار نه یو، موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای سو.

دا چي امریکا او طالبان جنګ ته څومره دوام ورکولای سي موږ څه نه‌سو ویلای، خو د جنګ  هره ورځ دوام د افغانستان مظلومو اولسونو ته چي څلوېښت کاله کړېدلي دي د سر او مال تاوانونه رسوي. افغانستان سولي ته ضرورت لري. دا جنګ پردی دی، پردیو پیل کړی دی او چي څومره یې زړه غواړي دوام به ورکوي. البته سوله نه د پردیو کار دی او نه یې پردي راوستلای سي. سوله به افغانان راولي. خو له بده مرغه چي اوس د سولي راوستلو قدرت او واګي د داسي کسانو په لاس کي دي چي سوله نه غواړي، که نه نو د سولي د تش په نامه عالي شورا ریاست یې د خلیلي په څېر لېوه ته نه سپاره.

جنګ له هلمنده تر پکتیا او ننګرهار پوري د پښتنو په سیمو کي دی او تاوان یې زیاتره پښتنو ته رسېږي. پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د بدمرغه یرغل له پیل راهيسي له پښتنو سره د هره لوري بې‌عدالتي پیل سوې ده. یوازي یې د طالب او القاعده په نوم کلي او ښارونه په اور کي نه سوځي بلکه له پوځي او سیاسي واک څخه په ډېره بېرحمي او بې شرمي ایستل سوي دي. څو ورځي مخکي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چي د دفاع د وزارت شپږ سوه جنرالان د پنجشیر د اولسوالی اوسېدونکی دي. که څه هم چي د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو عطا، عبدالله او ضیا مسعود د هغه دا ادعا رد نه کړه خو که د حکمتیار ادعا په سلو کي پنځوس پر ځای وي نو د پنجشیر له اولسوالی څخه درې سوه جنرالان به کوم عدالت ومني. زیات وکم یوه میاشت مخکي د خارجه وزارت د مامورینو، په تېره بیا د سفارتونو د غړو په باب یو رپوټ خپور سو او په هغه کي ښودل سوي وه چي د دغه مهم وزارت په سلو کي اتیا مامورین یا د پنجشیر او یا پنجشیریانو ته منسوب کسان دي. په دې کي داسي مامورین هم سته چي ویل کېږي خپل نومونه نه سي لیکلای. موږ له ټولو قومونو سره وروري غواړو او وایو چي افغانستان د ټولو ګډ کور دی مګر وروري به کوو حساب تر منځ. که بې عدالتي په دغه شکل روانه وي نو له طالبانو سره د جنګ تر فیصله کېدلو مخکي یا وروسته به پښتانه د هغه چا ګريوان نیسي چي په خپل کور کي د بېګانه په څېر سلوک ورسره کوي. دا ګړی خو داسي ښکاري چي پښتانه غمخمور نه لري. پښتانه باید خپل غم پخپله وخوري.

پښتنو بېړۍ ډوبېږي!

سرخط ورځپاڼه

7 thoughts on “پښتنو بېړۍ ډوبېږي؛ د افغانستان لپاره د ټرمپ سټراټېژي”
  1. جهاني صیب ستاسو يي کور ودان دخپل زړه دړد مو شریک کړي او هغه څه چې حقیقت دي او راروان دي او… هغه مو په ګوته کړي
    خو زه وایم تر څو به ځان غلت کړو تر څو به این او آن ملامت کړو او که هر څومره دغه لار تعقیب کړو سر يي نه سره ورځي. پښتانه دي الله یا سم کړ را ویښ دي کړي یا دي الله د ځمکي له مخی لري کړي دا اوس چې هر څه روان دي یا له پښتنو سره کیږ د دوي له خپله لاسه ده بل چا هیڅ نه کړي دي او نه يي کړاي شي. دا ټول
    دي د ځان په زید نکړي! دا خو ډیره اسانه او ساده راولاړ دي سې د یو باشعره انسان غوندي دي په ټولنه کي ژوند وکړي بس خلاص هر څه بي سم شي په هر کار کي چې عزت وو سر لوړي یه وه کړي دي چې نې نه دي کړي! له ځان څخه دي د هر چا سپی د خپل ځان په ضید ن جوړه وي. ټول عمر يي د ځان په خوړلو و بل ته په ګټه رسولو تیر شو، ټوله ورځ په سنګر کي د خپل مظلوم عسکر د وژلو په انتظار تیر کړي. او….. او…. او

  2. ښاغلی ،منلی اودروندجهانی ته سلامونه !تاسوپه قلم دې برکت وی که دتاسې اجازه وی یوڅو ټکی به زه هم دتاسودلیکنې په تاییدور اضافه کړم ـ یوخودا که نور مسلمانان اسلام باندې سر ورکوی پښتون ….ونه هم پسې ورکوی – دوهم پښتون حتی خپل ورورسره هم تربګنی کوی اودیوبل جرړې باسې – دریم (ام الفساد) کرزی دخپل ناولی حکومت په لومړي سرکې دشمال ټلوالی له موږکانو زمریان راته جوړ کړل چې اوس یې څوک .غ……ته هم پورته نشی کتلای اوپښتون ته داسې چغه وایی لکه کوڅه ډپ ….ته -څلورم دباشهامته او پوه پښتون پښو ته تر څو کیږی اوسنی حکومت کاڼی غورځوی – که چیری پښتون اسلامی افراطیت له ځان نه لرې نه کړي انشاء الله په څلور وپنځو کلونوکې به یې ټیټ سری ،زبون اولابدمرغه وګوری- هیله ده لبرال پښتانه خفه نشی . په درنښت

  3. تر اوسه مونږ د جنګ او د دښمن په پیژندولو پوه نه شو ـ ځکه چې تعریف یې متنازه دی ـ اول خو واييو چې جنګ پريدي دی او بیا وایی چې احمد محمود الف پکې شهیدان شوی دي ـ زما په اند باید سپينې خبري وکړو ـ او حدعقل خپل قلم په برکت خپل ولس ته لارښونه وکړو چې کومه لار خپله کړو ـ تر څو ولس پاڅون ته چمتو کړو ـ او سبا لپاره لار خواره کړو ـ مننه

  4. اسلام علیکم ښاغلیه جهاني صاحبه! له هرڅه مخکې هیله منده یم چې له روغتیا، بریالیتوبونو اوخوښیوډک اوږد ژوند ولرلۍ۰ غواړم یوه لنډه کیسه ولیکم خومخکې له لیکلو ئې له ستاسو، د تاند له درنو کارکونکواوپه هیواد مینو هیوادوالو څخه د دې کیسې په هکله بخښنه غواړم۰
    کیسه داسې ده چې: یوه ورځ یوځوان هلک د کابل سیند په دیواله ناست او په خیالونوکې ډوب وأ چې یو سړی راغۍ، د ده څنګ ته کیناست، هلک ورته وکتل، مخ ئې بیرته واړاوه او د وچ اوکلک سپیره سیند ته په کتا وأ۰ څو شیبې تیرې نه وې چې سړی هلک ته لږ نور ورنږدې شو، هلک ورته وکتل، سړی ورته په مسکا شو، هلک ځانه سره وویل «پریږده چې نور څه کیږي»۰ څو شیبې تیرې شوې، سړی بیا هلک ته نږدې شواو خپل لاس ئې د هلک په اوږه کیښود، دواړو یو بل ته وخندل، خوهلک له ځانه سره ویل چې: «پریږده چې بیا څه کیږي»۰ سړي د هلک په مخ لاس وواهه، هلک ځانه سره وویل«پریږده چې نور څه کیږي»۰ سړي د هلک بډې ته لاس کړ، هلک ځانه سره وویل «پریږده چې نور څه کیږي»۰ سړي خپل کار وکړاو پرتوګ ئې واغوست اولاړ، خو هلک ځانه سره همدا ویل «پریږده چې نور څه کیږي»۰
    له بده مرغه د پښتنوځیني پخواني اواوسني ولسمشران همداسې دي لکه دا ساده هلک۰ ژبه مو پردۍ، اسعار مو پردي، دودونه موپردي، پاچا مو دوه سری، قانون مو تر پښو لاندې، ولس زخمي ـ ټوټې ـ ټوټې، درپه دره، وږی ـ تږی، په روحي ناروغیواخته، په رنګ ـ رنګ نامه وژلي، خوزموږ پرديپاله درانه مشران ځانه سره لګیا دې «پریږده چې نور څه کیږي»۰ د داسې مشرانولرل خود به د پښتنو بیړۍ ډوبیږي۰

  5. سلام جهانی صاحب
    کله چې تا سې د اطلا عاتو او فرهنګ وزیر وی کیدای شی چې تاسې کله ناکله زما تبصرې تر سترګو شوی ښې وې یا بدې خو کوښښ کوم دلیکنی له اخلاق معیار بهر نه شم ستا دلیکنې عنوان ډیر ښایسته دی خو لږ ناوخته هغه په دې ما نا چې یو شمیر پښتا نه لاړل د بېړیۍ د ډوبولو لپاره د بن معاهدې ته اوبیا یی دوه لسیزې دبن دمعاهدی قرار دادی کلینران چې په غونډه کې یی نازونه کول او بیا څه کېدوته هم زمینه پاتې نه شوه
    وایی چې جنګ د شودیارې پرسر نه ددرمند پرسر
    چې له بده مرغه دپښتنو بېړۍ د انتصابی سناتور د ځوی له لا سه دډوبېدو سترکړکېچ ته برابره شوه او اوس چیغی او نارې وهی هسې لوخواووښوته په سمندر کې لاس اچوی پښتنو کې ډېر هوښیا رعالم مېړنی دپلوماتان څېړونکی او متدین کسان شته خو کرزی نه وپېژندل اونه دخټو زمری په څېر ونازول بنا د بیړۍ د ډو بیدو محراق ډیر ژور اړخونه لری دهوس کار نه دی دما او تا ستراتژی نه ده سوله یووالی پوهه او دټولنې معیارونو پیژندل د ټول ولس ستر رسالت دی ت
    پښتانه نور باید د یوه ابزار په توګه دهیواد په ملی او اسلامی برخو کی استعمال نشی بلکې دیوه اګا او خبر ولس په باید وپېژندل ۍشې

  6. محترم جهانی صاحب!
    زموږ د ملت بیړی هلته د ډوبیدو سګنال یی ورکړو چی مشرانو، تنظیمی مشرانو او بیا اخوانی مشرانو د الهی قانون خلاف ودریدل او هغه دا چی ( ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم …الآیه) ته اعتنا ونشوه ، نه پروفیسر ، نه مفسر او نه علما کومه توجه وکړه او د همدی ځایه ګراف د بیړی نزولی شو.
    بیا دجاهلی تعصباتو ګراف صعودی شو ، قومی ، سمتی، تنظیمی او بالاخره اعظمی ټکی یی د بن معامله او د پښتنو نمایندګی څو هغو بی هویته چی تر اوسه نه معلومیږی چی آیا اسماعلیه دی ؟ پښتون دی ؟ نارمل انسان او افغان دی ؟ او نور ګڼ سوالونه ، خو د مفسدینو د خدمت ظرفیت ور کی ډیر عالی دی ، نو خادم المفسدین ورته ویلی شو نه ام الفساد.
    ځکه چی ام الفساد یی باداران دی ، دی خادم المفسدین د ملت د بیړی د ډوبیدو لپاره ټول مفسد ماهر ظرفیتونه استخدام او زیات تخریب یی پښتنو خواته وو.
    الله رب العزت دی دا مفسدین ، ظالمان او هغه علما چی کتمان حق کوی پر ملا مات او ذلیل کړی چی بشریت یی وشرماوه او زموږ د ملت د عظیمی بیړی یی د ډوبیدو عوامل یی برابر کړل
    مګر بیا هم اخوت ، وحدت او ملی قیادت دنجات لار ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *