تاند — د جرمني په فرانکفورت ښار کې مېشتو پښتنو ځوانانو او مېرمنو د پاکستان د حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو په اعتراض کې احتجاجي غونډه وکړه.
د احتجاج برخه والو چې په فرانکفورت ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول، د پاکستان حکومت څخه وغوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دې ژر تر ژره راخوشې کړي.
په فرانکفورت کې راټولو شویو پښتنو ځوانانو نړۍ والې ټولنې ته په خطاب کې وویل چې د پاکستان له خوا د ترهګرۍ د ملاتړ له امله دې د دغه هېواد رول ترڅارنې لاندې ونیسي.
د لاریون یو تن مشر قاری عیسی محمدي وویل، «د پاکستان لپاره د شرم ځای دی چې منظور پشتین چې نه وسله په لاس لري او نه ساتونکي ګرځوي او یو سوله ییز حرکت یې روان کړی دی، نیسي او زوروي، خو هندی جنګي پیلوټ ابي نندن چې پاکستان ویل چې په دغه هېواد یې هوایي برید کړی وو له نیولو څخه وروسته په عزت سره بېرته هندوستان ته ورستون کړ.»
ښاغلي محمدي زیاته کړه چې، «مونږ د جرمني، فرانسې، سویس، بلجیم، هالنډ، برتانیا، فنلنډ، ایټالیا او اتریش په شمول د اروپا په مختلفو هېوادونو کې لاریونونه یا ترسره کړي او یا را روان دي او تر هغه به دوام ورکوو چې پښتانه د پاکستاني استعمار له منګولو څخه راخلاص کړو. مونږ پلان لرو چې په دویم پړاو کې د لاریونونو پر ځای په بېلابېلو ځایونو کې پرلت کېنو.»
ویل کیږي چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷مه د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په پېښور ښار کې ونیول شو او ډېره اسماعیل خان ته ولېږل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر له نیول کېدلو راهیسې د فرانکفورت تر ننني لاریون پورې، د پېښور، اسلام اباد، کوېټې، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، بلخ، واشنګټن، نیویارک په شمول د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستان د حکومت او استخباراتي ادارو پر ضد لاریونه او احتجاجونه شوي او تر پلان لاندې دي.