یووخت پاچا خپل پوځ ته امر وکړ، چې هېڅ سپین ږیری او مخور په هېواد کې پرې نږدي، ټول دې له يوه سره سټ کړي. همداسې وشول، کله چې سپین ږیري له منځه وړل کېدل، یو ځوان خپل پلار پټ کړ. څه موده وروسته، پاچا امر وکړ، چې ځوانان باید دشګو پړي جوړکړي، ځوانان یوې بلې خواته لالهانده او سرګرانه شول، چې دا چاره څنګه تر سره کړي. ځوان چې خپل پلار یې پټ ساتلی و، پلار د پاچا له حکم خبر کړ او خپله اندېښنه يې ور سره شريکه کړه. پلار يې چې د عمر او عقل له اړخه پوخ انسان و، ورته وویل، زویه ورشه پاچا ته وایه، چې ته مهرباني وکړه، د پړي سر راته جوړ کړه، نور به مونږ کار پرې وکړو. زوی د پلا خبره ومنله، له پاچا یې همدا غوښتنه وکړه. پاچا چې د ځوان خبره واورېده، ورته یې وویل، ځوانه پلار دې ساتلی، که نه نو دومره تجربه او پخه نظريه دې له کومه کړه؟
دلته جوته شوه، چې سپین ږېري، د پاخه عمر او باتجربه کسان په ولس کې ډېر مهم ځای لري او باید قدر یې وشي، همدا مخور او مشران دي، چې د دې ولس او قام لویه سرمایه بلل کېږي. مرکې او جرګې ټولې ددوی په مټ تر سره کېږي. پښتون قوم خپلې ډېرې ستونزې د همدې دودونو په رڼا کې له سره حلکړې او اواروي يې، دغه ډول تېږې ورته د خپلو استازو لخوا اېښودل شوې او د تاریخ په او اوږدو کې يې ګڼې داسې ستونزې د همدې ډول اقداماتو او دودونو پر بنسټ هوارې کړې دي او لا تر اوسه پورې دوام لري. ددې قوم استازي چې خلک پرې راټول او دخلکو لپاره خیرخواه ثابت شوي دي، هر یو يې په خپل ذات کې لويه سټه بلل کېږي، د وخت او زمان هر ډول حالاتو ته یې سینه سپرکړې او ځواب یې ویلی دی، نو ځکه شاعر وایي:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
ډېرې داسې معاملې او مسایل تېر شوي، چې حل لارې نلري، خو دې ولس د مناسبو دودونو په مټ ورته د حل لارې موندلې، ښه بېلګه یې جرګې دي، چې له کلیو او بانډو رانیولې تر ملې موضوعاتو پورې. جرګې ددوه نفرو ترمنځ دکلي په سطح دولسوالۍ او ولایت په کچه او بلا اخره دمملکت په سطح د ستونزې د حل لپاره يوه غوره لاره بلل شوې او بلل کېږي، چې پرېکړې یې الزامي حیثیت لري.
سوال دلته دی، چې دا هرڅه د مشرانو نه راپاتې دي، خو اوس مهال ددې هېواد مشران داسې وژل کیږي، چې هر چاته يې یو سوال خلق کړی.
له کلونو په دې ولس تپل شوې جګړه زيانونه ور اړوي، د سر سړو ترڅنګ يې د ولس عام وګړي هم اخستل کېږي او دا کار هره ورځ روان دی، نسلونه يې له پرمختګونو او د ژوند له اسانتياوو بې برخې پاتې شوي، خو پوښتنه دا ده، چې ولی ددې ولس د سر سړي اخستل کېږي؟ ګناه يې څه ده؟ ولې يې خاوره لا په وینو لړل کېږي؟ او ارام ته نه پرېښودل کېږي.
دا ولس لا د ژوند لومړني امکانات نلري، خو هغه نړۍ چې د ځان لپاره يې تر ټولو د ژوند ښه شرايط برابر کړي، په سپوږمۍ او ستورو کې چکر وهي، خو ددې ولس د پرمختګ مخه ډپ کوي. که څه هم په ښکاره ددې ولس د ابادۍ او سوکالۍ چغې وهي، د پردې ترشاه بيا هغه کارونه تر سره کيږي، چې په مټ يې دا ولس د اور کندې ته غورځي او هرڅه ترې لوټل کېږي.
دا هر څه له هر افغان سره د یوه سوال په توګه په ذهنونو کې ګرځي. ددې بې وسلې او فقير ولس پر سر نن ورځ ګرده نړۍ، په ځانګړې توګه د نړۍ ځواکمن هېوادونه سوداګرۍ کوي.
کالونه وړاندې مې، د يوه افغان مشر پیغام واوریده، چې ویل يې، پښتانه مشران تر هدف لاندې دي او په مرموزه توګه وژل کیږي، یعني په ټوله کې یې له دې خبرې هدف دا و، چې د پښتو نسل وژنه روانه ده، دا خبره په لومړي سر کې يوڅه وړه راته ښکاره شوه، خو کله مې چې د خبرې ژورې ته پام شو، خبره لویه او پر ځای وه، چې په روان سیاسي بحران کې هم ساز کوي او رښتیا را خېژي.
د مشرۍ لپاره بلا عمر، ترخې او خوږې تجربې، د ژوند د سختو تنګو سره لاس او ګریوان پاتې کېدل او زمونږ په ټولنه کې بیا د جرګو مرکو، روغو جوړو او نورو ډېرو شیانو تجربه ضرور ده. همدا مشران چې یادې ټولې ستونزې يې ګاللې او د ژوند له ټولو یادو پولو اوښتي دي اوس يې سړي خوره بلا هره ورځ اخلي.
دلته چې کوم مشر او د سر سړی له منځه ځي، ځای يې تش پاتې کېږي او په تېرو کلونو کې همداسې شوي او ټول د کار خلک په نښه شوي، له منځه وړل شوي دي، لامل يې دا دی، چې دا ولس بې مټو او بې بازو پاتې شي، چې په دې کار کې خپله په هېواد کې د پرديو نوکران هم شامل دي.
دا د افغان دولت او په تېره بیا د ځوانانو یوه ملي او دیني وجیبه ده، چې د خپلو مشرانو په ساتنه کې مرسته وکړي او دا خبره یقیني کړي، چې نور نو هر ډول وژنو ته بالعموم او د مشرانو وژنو ته بالخصوص د پای ټکی کیږدي او هر څومره ژر چې کېدای شي، دوی ټول په یوه ټغر راټول کړي او په یوه ډیموکراتیکه فضا کې د هغوی نظر ته په پوره درناوي سره داسې یو میکانیزم رامنځته کړي، چې د هېوادوالو د خوښۍ سبب شي. ستر خوشال بابا فرمايي:
بندوبست د کاینات دی په خبرو
یو تر سلو صدقه شه سل تر زرو.