د تاریخی اسنادو په حواله ، کله چې د احمدخان (احمدشاه بابا ) زوکړه په ۱۷۲۶زیږدیزکال په هرات کې وشوه دهغه پلارزمان خان ، مشروروریې ذوالفقار خان په تیره د هغه نیکه دولت خان ابدالی دهرات له چارواکو او مشرانو څخه تیر شوی ول.

دا اوس هم که چیرې تاسو په هرات کې رسمی دنده ولرئ، نوهرومرو به اتیا سلنه هراتیان چې په حکومتی ادارو، ولایتی شورا یا هم نورو مهموڅانګو کې په دندو بوخت دی، لاندې تخلصونه له خپل نوم سره یو ځای لری لکه نورزی، الکوزی ، بارکزی، علی زی ، اسحق زی ، پوپلزی اوسدوزی.

په زړه پوری او د خواشینۍ خبر خولا داده چې دوی په دې دوهم نوم ویاړی، خویو ټکی پښتو یې هم زده نه وي او درته کړی به چې ( بابوهای ماهمه پوشتوبودند ) آن تردې چې ویلی نشی (پښتون) بودند .

په هر صورت کیسه لنډه رابه شوخپل اصلی مطلب ته :

په هراتی لهجه کې داسې نومونې ( اصطلاحات) شته ، چې له آره دپښتو ژبې نومونې دی لکه (اشتوخوده لیڅ کده ) لیڅ مانا لوڅ یعنی بربنډ – (یک من هندوانه بستان ) یانې یو من هندوانه وپیره ـ- (چوغوک برسردرخت شیشته ) مانا داچې چوغکه ( مرغۍ ) دونې دپاسه ناسته ده – (کیچری بچه ی ملنګ مزه داره ) یانې هماغه دپښتنو کتغ (کیچړی ) چې غټې وریجې له کورتو سره به وې،غوړی هم پر کوروتو برسیره ، په دومره توپیر چې په هرات کې له وریجو سره دلاندی غوښه ، او هراتیان دکیچړی (ړ) نشی تلفظ کولی .
زموږ پښتو دپښتنوله لاسه څومره خواره شوه دبیلګې په ډول:

کله چې غلام فاروق وردک دپوهنې وزیر وو ما هغه ته یو سرخلاصی لیک و ولیکه چې په بینواسایټ او دوه نورو سایټونو کې خپور شو ، په هغه لیک کې مې دهغه ناپښتون څخه غوښتی وو چې په ټولودری میشته ولایتونو کې دښوونځیوپه څلورم ټولګی کې دپښتو ژبو سیمو دلمړی ټولګی پښتو کتاب لوستل کیږی – ولې د هرات ولایت دښوونځیو په څلورم ټولګی کې چې زده کوونکی یې ایله نه کلن ماشوم وی هماغه دڅلورم ټولګی پښتو (چې ډیره پیچلې ده) درس ورکول کیږی؟

چې دپوهنۍ وزارت په لاسی (عمدی)توګه هراتیانو ته (پښتو ) په رښتیا ددوزخ ژبه ګرځولې ، په دې سر خلاصه لیک هیچا هم غوږ ونه ګراوو.

خو ایرانیانودلته دومره کار کړی چې حتی آلوبالو ته هراتیان (سیخ به کونک ) وایی او قرطاسیه فروشی ته هم غرتاسیه فروشی لیکی ، نوتاسې ووایی چه پړه دچا ده ؟ په اتفاق اسلام (نفاق اسلام) ورځپاڼه کې یو ټکی پښتو هم نشته ، په ۸۹وړکتونونوکې یو وړکتون د۴۰سلنې پښتنی پرګنو لپاره په هرات کې شتون نه لری ، بلې خواته په هرات کې دکابل اوقندهاردبسونو هډې (ترمینل) ته څیرمه دهرات دپخوانی پاچا (یارمحمدخان الکوزی ) مزار دکلینډرانواوډریورانوپه بولوکې ښخ دی ، او هم د(سپینې ادې) چې دملالې په شان یې دصفویانو په مقابل کې په حماسی بوللوډغری وهلی او هرات یې دهغوی له یرغل نه ژغورلی یواځې یو چوک (فلکه ) یې په نوم ده چه هغه ته هم (اسپین ادې) وایی.

نه پوهیږم چې ښاغلی جهانی اود پوهنې وزیر به له پورته جزیاتو خبر وی اوکه نه – مصدوم رهین اوفاروق ورک خو هیڅ ونه کړل .
عبدالرووف لیوال .

One thought on “پښتو، دهراتی لهجې بډاینه! / روف لېوال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *