شاهین بونیېری

په خیبر پښتونخوا کې میشت پښتانه د تیرو لسو کالو راهیسې د یو لوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران نه تیریږي. که یو خوا په قبایلي سیمو اوسوات کې د وسله والو بریدونو او د پوځ عملیاتو په زرګونو پښتانه ووژل او په لکونو نور يي بېکوره کړل نو بل خوا د دوی ټولنیز او کلتوري ژوند هم د نوو ننګونو سره مخ شوی دی.

په دې صوبه کې بیلا بیلې سیاسي تجربې وشوې. په ۲۰۰۱ کې چې کله د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو حکومت رانسکور کړو نو ورپسې د صوبې واک اختیار د متحده مجلس عمل په شکل کې د ملانو لاس ته ورغلو. ډرامه دا وشوه چې د افغانستان نه په شا شوي وسله وال د کرښې دې اړخ ته راواوړیدل او هم د دغه مذهبي ډلو ځني مشرانو ورله پناه ورکړه. د کابل اور ــــــ له وزیرستانه او تر سواته ټوله سیمې ته وغزید.

په کال ۲۰۰۷ م کې چې کله پښتون ملتپاله عوامي نیشنل ګوند انتخابات وګټل او یو ایتلافي حکومت يي جوړ کړو نو په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د لګیدلي اور لمبې د پښتنو تر حجرو، جماتونو، ملي اتلانو د مزارونو او جرګو پورې راورسیدې. پوځ او استخباراتي ادارو چې هر څه لوبه کوله خو وسله والو ډلو ته يي عوامي نیشنل ګوند وروړاندې کړو. د هغه وخت د طالبانو مشر بیت الله محسود حکومت له دړکه ورکړه چې واک پریږدي خو د عوامي نیشنل ګوند مشرانو دغه خبره رد کړه او زیاته يي کړه چې مونږ ولس غوره کړي یو او د ولس په خوښه به حکومت کوو هم او پریږدو هم. په دغه پینځه کاله کې که یو خوا په زرګونو تعلیمي ادارې له مینځه لاړې نو بل خوا د عوامي نیشنل ګوند د ۸۰۰ نه ډیر سیمه ییز مشران او کارکوونکي هم ووژل شو. بیا هم حکومت ډیر بنیادي کار دا وکړه چې د ترهه ګرۍ پر ضد يي یو ښکاره او په ډانګ پیلې دریځ خپل کړو او بل خوا يي په صوبه کې یو شمیر تعلیمي ادارې او پوهنتونونه هم جوړ کړل.

عجیبه خبره داده چې د مذهبي ګوندونو لکه جمیعت علماء اسلام او جمات اسلامي مشرانو په دغه وخت کې هم د طالبانو د سخت دریزۍ د مفکورې دفاع اوکړه او د قاضي حسین احمد غوندې سیاسي مشر هم په ملاله یوسفزۍ د برید نه وروستو د طالبانو په مرسته کې یو کالم اولیکلو. د پاکستان په میډیا د طالبانو د کماندانانو مرکې نشر شوې، او د پنجاب ځني پخواني پوځی مشرانو او کالم لیکونکو طالبان داسې وړاندې کړل چې ګني دوي خو د اسلام لپاره جنګ کوي او ازادي غوښتونکي دي.

زه په دې خبره نه پوهیږم چې مذهبي ډلې ووټونه د پښتنو نه اخلي او دفاع د هغوي د قاتلانو کوي ، دویمه دا چې دوي وخت په وخت د کشمیر، فلسطین او افغانستان په نومونو د اولس جذبې راپارولي دي او احتجاجي جلوسونه يي ویستلي دي خو د وسله طالبانو په بریدونو کې د بیګناه پښتنو په وژنه تل چوپه خله پاتې دي.

په کال ۲۰۱۳ م کې خیبر پښتونخوا د کرکټ د پخواني لوبغاړي عمران خان د سیاسي ګوند تحریک انصاف لاسو ته اولویده. د انتخاباتو لپاره د کمپآین په موده کې که یو خوا عمران خان لویې لویې سیاسي غونډې کولې او په قامي میډیا د مسیحا په شکل کې وړاندې کیده نو بل خوا د عوامي نیشنل ګوند مشران د طالبانو د بریدونو له کبله مجبوره وو چې د خپلو کورونو او حجرو پورې محدود پاتې شي.

د خوند خبره دا هم وه چې عمران خان لویې جلسې په پنجاب کې اوکړې خو حکومت يي په خیبر پښتونخوا کې اوګټلو. عمران خان چې په جلسو کې يي د بدلون خبره کوله پخپل حکومت کې جمات اسلامي له هم لویه برخه ورکړه او ورپسې يي دا هم اومنله چې دواړه سیاسي ګوندونه یو فکر لري.

د بدلون په نوم جوړ شوي ددغه ؛انقلابي حکومت؛ مشرانو که یو خوا د نصاب نه د پښتنو ملي اتلان وویستل، نو بل خوا يي په پیښور پوهنتون کې د ملاله یوسفزۍ د کتاب د مخ کتنې په دستوره بندیز اولږولو. عمران خان د ډرون بریدونو پر ضد احتجاجي لاریون خو اوکړو خو ولې چې کله له وزیرستانه په لکهونو خلک خیبر پښتونخوا ته بیکوره شول نو نوموړي اوویل ـــ چې بیکوره شوي خلکو ته اسانتیاوي ورکول د هغه د حکومت ذمه واري نه ده.

صوبايي حکومت د صوبې د پرمختیا پر ځاي ډیر زور د نوازشریف د حکومت پر ضد په احتجاجي غونډو ورکړو او نتیجه يي داشوه چې د صوبې د پرمختیا بودیجه خرڅ نه شوه. د بدلون حکومت دا بدلون راوسته چې په سیاست کې د تشدد عنصر لا قوي شو او خاص کر د پښتنو د نوي کهول ځوانانو صلاحیتونه د خپلې خاورې او خپل ولس د ستونزو هوارولو په ځاي د بې مطلبه احتجاجونو نه زار شو! په دې کې زه په ذاتي توګه ملت پاله ګوندونه هم ذمه وار ګڼم چې د ځوان کهول سیاسي تربیت ته يي هغه پام نه دې کړې کوم چې پکار دی او د خپل مینځي اختلاف له کبله يي مذهبي ډلو او جعلي انقلابیانو ته دا خبره نوره هم اسانه کړیده چې پښتانه ځوانان کله د اسلام په نوم او کله د بدلون په نوم د خپلو مفاداتو له پاره په کار راولي.

د صوبې حکومت اوس اوس په صوبه کې بلدیاتي انتخابات اوکړل. د سیاسي مشرانو په وینا د صوبې په تاریخ د ټولو نه زیاته درغلي هم په دې انتخاباتو کې شوې ده. عن تر دې چې د تحریک انصاف اتحادي ګوند جمات اسلامي هم په انتخاباتو کې د بدانتظامۍ او درغلۍ پر ضد احتجاج کړیدې. د خالي په ورځ د دریو سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل ګوند، جمیعت علماء اسلام او پیپلزګوند مشرانو په پیښور کې د یوې غونډې نه وروستو پریکړه وکړه چې چونکه تحریک انصاف د حکومت اخلاقی جواز بایللې دی نو د روانې میاشتې ترلسمې نیټې دې واک پریږدي ـــ ګني د حکومت پر ضد به په ټوله صوبه کې په احتجاجي تحریک لاس پورې کړي.

دا به اوس کتلې شي چې دغه احتجاجي تحریک تر کومه حده بریالې کیږي خو یوه خبره ښکاره ده او هغه دا چې

رښتیا رارسي نو دروغو به کلي وران کړي وي!

7 thoughts on “پښتونخوا څومره بدله شوه؟ / شاهین بونیری”
  1. رښتیا هم له پښتنو واک اخلی ، د هغوی په وټونو او رایو قدرت ته رسیږی او بیرته د پښتنو پښی وهی او دهغوی کورونه ویجاړوی. پښتنو ځوانانو د ملی او سیاسی شعور ضعف په همدی کی دی چی خپل اصلی خواخوږی او د دوی ګټو ته متعهد او وفاداره مشران نه پيژنی.

  2. بونیرۍ صا حب قلم د تاند اوسه، ډیره پر وا قعیتونو ولاړه ښکلې تبصره د لیکلې ده پنجاب د پښتون په وینه نه مړیږي خو د افسوس خبره داده چې زما او ستا ملا ، روحا ني او شملور په ډیره ارزا نه بیه اخلي او بیا یې زما او ستا د ور کولو لپاره ګماري، الله د ستا په شان ویښ او بیدار ځلمیان نور هم ویښ کړي

  3. نېشنل ګوند لخوا په ټاکنو کې د درغلیو په ضد احتجاج شورو کړو خو په لاره يې د اقتصادي راهدرۍ مسله هېره کړه. ډېره د افسوس خبره ده چې په مرکزي بجټ کې یواځې 12 سلنه پېسې په پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې لوېدیځې لوی لارې ته ورکړل شوي او پاتې ټولې پېسې په پنجاب او سند تېرېدونکې ختیځې لارې ته ورکړل شوې او لوېدیځې لارې له پاره یوه نوې پروژه هم نه ده اعلان شوې. دغه 12 سلنه به په هغو لارو خرڅ کول کېږي چې له 1999 نه پلان شوي دي. مطلب دا شو چې لویدځې لارې لپاره هېڅ نوي څه نشته. تشه خواري مو وکړه؟ نه. موږ نه پرېږدو چې عوامي نېشنل ګوند دا مسله هېره کړي. موږ به يې اړ کوو چې دغه مسله یو ځل بیا نواز شریف او احسن اقبال سره وچته کړي.

  4. horrible game for Pashtun nation, only knowledge and education can do something
    religious extremists are responsible for all these. CIA, ISI or any one else can easily use them 🙁
    may Allah guide them, if not destroy them to dirty death

  5. بونیری صاحب حتمآ مو اوریدل دی چی وایی:
    ملګرو پښتو لږه پښتو خو کول عواړی
    دا سترګی د حالاتو دی کږی سمول عواړی

    دا چی په موږ کی هم ډیری پنچرۍ شته خو زموږ ګیله ستاسو او ستاسو په شان د نورو کوزی خوا پښتنو لیکوالانو څخه پدی کیږی چی خپله دنده کوم چی د ځوان او زوړ نسل پوهول دی هغوی د خپل تاریخ،ژبی ، کلتور او هغوی ته د خپلو ملی مشرانو ورپیژندل دی په ښه توګه نه ده تر سره کړی.
    نن چی عمران خان په پنجاپ کی لوی جلسونه کوی او په خیبر پښتونخوا کی ټاکنی ګټی همدغه یی یو ښه مثال دی.
    زموږ وړاندی تاسو او ستاسو په شانو نورو د کوزی خوا پښتنو لیکوالانو لپاره بکار ده چی خپل ولس ته سیاسی پوهه ورکړی تر څو خپل حق وپیژنی او د خپل حق څخه دفاع وکړلای شی.
    همدا اوس ډیری د کوزی خوا پښتانه په خپله مورنۍ ژبه لیک او لوست نه شی کولای. که تری پوښتنه وکړی چی حوشحال با با څوک وو ؟ نه یی پیژنی.
    هندو او پنجاپۍ پښتنو د انګلیس له استسمار څخه خلاص کړ خو نه په خپل کور کی واک نه لری
    هیله ده چی پدی برخ کی لږ ډیر زحمت وباسی.

  6. جناب بونیری صاحب کورمو ودان .
    یوه رښتیا جبره داده چی د پښتون قوم په شان بل هسی قوم په ټوله دنیا کی نه پیدا کیږی چی نه له خالاتو نه عبرت اخلی ، نه دوست پیژنی او نه دښمن ، په هر کار کی ځان ته زیان رسوی او د نورو د ګټی د پاره پخپله خپل کور ورانوی، خپل ورور وژنی ، خپله مور او خور ژړوی او بلاخره خپل ټول ایمان او غیرت لکه د ماشوم په څیر د دوه دانو چاکلیټونو په مقابل له لاسه ورکوی او همدا ډول په لسګونو نور پی خونده کړه وړه ……چاره څه ده ؟
    زما په ادند یواڅی یوه چاره لرو او هفه دا چی په ځوانانون کار وکړو او هفوی ته دا زمینه د پوهی له لاری برابره کړو چیخپلی ګټه او تاوان و پیژنی ، یو بل ته نژدی شی ترذڅو د اکمال حد ته ورسی او دی نا خوالو ته د پای ټکی کیدی او بس .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *