د دنیا دمعمول سره سم په دنیا کی هر ټولنه ځان ته بیل خواص یعنی(کلتور او رواج ،مذهب، نظر، روابط) لری چی یوه ټولنه دبلی ټولنی څخه بیلوی او ټولنه په هغه سره مشخصیږي.

خو به دی خاورینه کره کی یوه داسی ټولنه اوسیږي چی دنړی د نورو ټولنو سره په ځینو مواردو کی ډیر تو پیر لری او دا یو داسی یوه ټوټه قوم دی چی ټول یوډول کلتور او رواج ، یو ډول مذهب او یو ډول دژوند ډول لری،

دا قوم پښتون قوم دی  دی چی دغیرت ،میړانی او وفا ولولي یی تر ټوله جهانه پوری رسیدلی دی اوتل یی دخپل ځان څخه په میړانه دفاع کړی ده او خپل شتون یی ثابت کړی دی چی دیوی احصایی لمخی په ټوله دنیا کی (۸۰میلیونه ) ښودل سوی دی .

خو له بده مرغه دا قوم دپردیو دزیرکي دوښمنی په اساس نن ټوټه شوی او په مختلفو برخو ویشل شوی دی  ان تردی چی تر اوسه یی په کراره ژوند نه دی تیرکړی او تل دجګړی مرکز ګرځیدلی دی چی هر ورځ په سلګونو بی ګناه په مختلفو نومونو وژل کیږی چی دا وژنی اصلا دپښتون قوم دغفلت  څخه کیږی چی ددوښمن په دوښمنی باور نه کوی او دغفلت په خوب بیده دی  تل هر یو ځان  دبل په نه شتون کی بریالی ګڼی چی له اصله دا هیڅ امکان نه لری تر څو دبل ورور مرګ خپل ونه ګڼی دبل تاوان خپل تاوان ونه ګڼی او ټول ژوند په یو بل پوری تړلی ونه بولی نو تر هغو پوری به وژل کیږی او همداسی به استعمالیږی ددی قوم دویشنی او په دی قوم کی دجګړی دوام عوامل  ، د دی قوم دجغرافیوی موقیعت دی چی تل دنړی دسیالی د میدان په ډول پاته سوی دی اود بلی خوا ددی جګړو عوامل دی چی ددی قوم بچی یی دزده کړی څخه محروم کړی نو جوته خبره ده چی پوهه نه وی نو هغه قوم به دټولنی دنورو قومو لخوا استعمالیږی ،په اصل کی دی قوم ښه پوهان درلودل چی نومونه یی سید جمال لدین افغان احمدشا با با ،  میرویس نیکه   خان غفار خان ، خوشحال خان خټک عبدالرحمان بابا  ا وداسی په لسګونه نوری علمی څهری لرلی خو دجګړی ددوام په اساس یی هر څه دلاسه ورکړل او دپردیو دلازیات استعمال لاندی سول

خو اوس یی دپښتون لر اوبر قوم وخت ددی دی چی بیداره شی اوپه خپل مشرانو پسی ودریږی او دخپل ځان دبیا متحد کولو لپاره هلی ځلی وکړی او یودبل وژنی څخه لاس واخلی او خپله ازادی ثابته کړی اود یوه متحد قوم په نوم ځان وښیاست، هغه جرمنی چی دیوځای کیدو هیڅ امکان یی نه تر سترګو کیدی نن متحد دی، هغه کریمیا چی دروسانو څخه جلا وه خونن یی بیا دخپل نورو روسی ورونو سره یوخای سول نو  داغه یی وخت  دی چی بچیانو ته زده کړه ورکړی اویواوبل ته لاس ورکړی او یو متحد قوم واوسی

لیکوال :-  نـــوراحمد (عمرزی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *