ملالۍ یوسفزۍ

ملالې يوسفزی د ملګرو ملتونو په مؤسسه کې خبرې کولې چې د خپلو خبرو په لړ کې يې ځينې خبرې وکړې چې شخصاً پرې ډېر خوښ شوم.

دا وايي: “پښتون او اسلام د تعليم ضد نه دي”.
ډېره پر ځای خبره يې وکړه، دې خبرې ته په کتلو سره ډېرې نورې خبرې پنځېږي، رښتیا ده چې پښتون قوم د تعليم ضد نه دی، هغه خلک چې دا خبره کوي چې پښتانهٔ خپلې نجونې تعليم کولو ته نه پرېږدي نو پښتون د تعليم ضد شو، نه! دا سمه خبره نه ده، اصلي علت يې د سولې نه شتون دی، په ټولو پښتنو سيمو کې اوسمهال جنګ روان دی، او په پښتني سيمو کې اکثريت نجونو ته د تعليم کولو په برخه کې ګواښونه شوي دي، تيزاب ورشېندل شوي دي، د ښوونځي په اوبو او نورو خوراکي موادو کې ورته زهر اچول شوي دي او مسمومې شوي دي، مور او پلار ته يې ګواښونه شوي دي او بل مهم علت يې خپل عزت او د هغه ارزښت دی، په هغه سيمه کې جنګ وي د خلکو عزت په خطر کې وي، بله دا چې د دولت په ننه کې داسې کړی شته چې خپله د پښتون ولس د تعليم کولو ضد دي، تر څو دوی ځانونه برلاسي کړي او پښتانهٔ په تاريخي لحاظ ترشاه وغورځوي، او د ځان غولامان يې وګرځوي، او لوی ډېرکۍ په واړه لږه کي بدل کړي او داسې دېر نور علتونه چې پښتانهٔ يې له امله خپلې نجونې تعليم کولو ته نه شي پرېښودلی.

بله خبره يې دا وکړه چې “يو زدکړيال، يو ښوونکی، يو کتاب او يو قلم کولی شي چې ټولې نړۍ ته بدلون ورکړي”.
زه خپله په ټوله نړۍ باندې غږ کوم چې اوس نور د جنګ دوره تېره شوه، نړيوالو په جګړه کې ماتې وخوړله. اوس د دې لپاره لارې چارې حوارې کړئ چې د پښتون سره په دوستۍ پيل وکړئ! دا ځکه چې د پښتون سره د دښمنۍ وس هيڅوک هم نه لري، خو که پښتون قدرت ته ورسېږي او نړيوال يې پرمختګ ته پرېږدي دا په پوره ډاډ ويلی شم چې افغانستان به په ډېر کم وخت کې د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروي.
راځئ قلم ته مخه کړو تر څو نړۍ ته بدلون ورکړو، ټوپک وژل کوي خو قلم زېږونه کوي!

د ملالې يوسفزی د شپاړسمې کليزې ورځ د دې په نوم نړيواله ورځ ونومول شوه چې د ټولو پښتنو لپاره يو وياړ دی.

One thought on “پښتون او اسلام د تعليم ضد نه دي!!! حميدګل شېرزی‎”
  1. ملالی خوری د ژوند 16 کلیزه د مبارک شه
    ستا ژوند د هر پښتون د ژوند په شان له ډیرو کړاونو ډک ده . هیله ده چی پاته ژوند د سوکاله او د خپل قام په خدمت کی تیر شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *